چهارشنبه, دسمبر 25, 2024
Home+مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

مرواري لیلا یې وېوړه (ناول) لعل پاچا ازمون

لومړی ټوک

۱۶

الینګاري د خپلو څپو پر وزرونو لکه مسته پېغله له ځمکې درباری ایسته او په سترګو کې یې د ځوانۍ د هوس شېبې ټوکولې، فضا و هوا یې سمسوره کړې وه؛ خو پورې بیا د غره ډډې ته کاڼي د زمانې ګردونه سپېره اړولي وو، د سین د څپو په نڅا او موجونو یې ستونی لوند نشو. که د خان د خانۍ دبدبه او ارګابرګا نه وای؛ نو له سینه دې خوا سپېره خولي ځمکې به اوس هم سپېرې مېرې او شاړې پرتې وای. سین مستانه روانه و؛ سړې څېلې یې د ځوانۍ شور کنګل کړی و، پیتاوو کنګل لاسونه تودول، کلیوال د شلېدلو دېوالونو تر خوا ناست وو او د محمد خان د خانۍ د نغري دود ته یې سترګې اړولې وې.  

خان مېلمنو ته مخ واړاوه:

ـ په دې موسم کې د سین څپې له زور وشوره لوېږي، دا چې پسرلي کې راشئ؛ نو د سین څپې الوځي او روڼ شور یې پاس ډډو ته راخېژي.

لمر د سین په روڼ مخ کې د خپلو وړانګو شور نڅاوه، مېلمنو د راڼه سین د تودو وړانګو په هېنداره کې خپل پېکي جوړول او خان ته یې ویل:

ـ خانه! رښتیا هم چې خاني ستا ده، ته که نور هېڅ و نه لرې! یوازې په همدې اوبو هم خان یې!

خان موسکی شو:

ـ ما د دې سین د څپو شور ته کډه راوړه، اوس مې ایله دومره وکړل چې دا شاړې ځمکې پرې آبادې کړم؛ خو لوی ارمان مې دا دی چې د دې سین د څپو په شور سپېرې ځمکې وغوړېږي او زمونږ ډک موټي تر نورو ورسېږي.

مېلمنو د خان خبرو ته غوږ نیولی و، د خان خبرې یې د زړه په غوږونو  واورېدې، ویې ویل:

ـ خانه! اوبه ژوند دی، تا د ژوند په غېږ کې اړولي دي، تا او ستا نسل ـ نسل به خدای پاک هېڅکله د ژوند له خوږو نه بې برخې کوي.

خان په برېتو لاس راښکه او ږیره یې په موټي کې ونیوله:

ـ ما همدې اوبو ته د راتلونکي ژوند لپاره کډه راوړله او دا سپېره ځمکه مې په دې نیت آباده کړه چې زما بچی ـ بچی د اوبو په شور خپل ذهن ومینځي او ور نه تیارو خونو ته د ژوند ډیوې بلې کړي.

قزلباش ور ته وویل:

ـ خانه! له شاه سره دې په یوه کاسه خوړلې ده، تاسې د ژوند او هنر خلک یاستئ، ستا فکر عالی دی. زه باوري یم چې که خدای پاک ستا بچي د حالاتو له تودو بادونو وژغورل او په کورنیو لانجو کې اخته نشول؛ نو تر شاهانه تخته به رسي او هلته به خلک د خپل وطن مینې، خپلې مېنې او ژوند ته رابولي.

خان پر شونډو ژبه راښکله او بیا یې لاندنۍ شونډه په غاښونو کې ټینګه ونیوله:

ـ همدا مې ارمان دی، خوب مې لیدلی چې بچیو، لمسیو او کړوسیو نه به مې داسې بچیان پیدا کېږي چې د دې اوبو عزت او ابرو به ساتي. دا اوبه د همدې ځمکې ابرو ده.

ـ خانه زه چې ستا خبرو او ارمان ته ګورم؛ نو ما ته ستا په کورنۍ کې د یوې داسې ښکلې مرغلرې د رڼا وړانګې ښکاري چې پر زنګون به یې لوی ـ لوی شاهانه فکرونه زانګي او د آبادۍ جنډه به یې په لېمو کې رپېږي.

خان پښه نیولی شو او په سوچ کې ودرېد، بیا یې سین ته وکتل:

ـ دا هر څه به د دغه سین د څپو له برکته وي.

قزلباش سر وښوراوه:

ـ دا هر څه به د همدې سین، ستا د ژمنتیا او هنرمن ذوق له برکته وي.

خان وخندل:

ـ چې شوق نه وي، ژوند بې مانا دی، ژوند په شوق او هنر ولاړ دی.  

ـ د لویو کورونو او شاهانه ذهنونو فکر هنرمن وي.

سین د مېلمنو پر سترګو رڼې هېندارې اچولې او ستړي ذهنونه یې په خپلو طلايي زلفو تخنول، مېلمنو د سین مستې څپې په سترګو پورې کولې، دا یې د کسو د رڼېدو رانجه ګڼل. ویل یې:

ـ د بختورو خلکو کورونه به د سین په وړانګو رڼېږي او سترګې به یې په طلايي رڼاوو ښکلې کېږي، خانه! بختور یې چې د سین د څپو ځوږ دې سترګې رڼوي او شور یې ستا د ژوند په پاسته بستر  اوړي را اوړي.

د هغوي د زړه خونې به تل رڼې وي، د دغو خونو څراغونه یې په خپلو طلايي زلفو د ژوند شلیدلي ګرېوانونه راټولوي او پر شور یې ستړي ذهنونه دمه کېږي. 

د قزلباشو سترګې چې د څپو پر موجونو رڼې شوې وې او ستړیا یې له ذهنه الوتې وه؛ نو خان ته یې غېږه ورکړه او ورته یې وویل:

ـ خانه! ته چې د سرو زرو دغه لوی کان او پالنې ته یې ژور فکر لرې؛ نو ستا شمله به هېڅکله هم ټيټه نشي.

په دې خبره یې د سفر بستره را ټوله او آس یې زین کړ:

ـ خانه! خاني دې د سین د څپو په څېر همداسې بهانده اوسه، د اوبو وړانګې دې پر سر سیوری او کندوان دې تل ډک خوله اوسه، د مرغلرې ارمان دې خدای پوره کړه چې موږ غوندې له ښارونه ستومانه پخپل وړانګین شور دمه کړې.

۱۷

لمر ورو ـ ورو خپلې زلفې د غرونو او ونو له سرونو را ټولولې چې د قزلباشو قافلې پر لاورۍ دروازه  پل کېښود او همداسې نېغ په چیندولو کې له لرګیو او خټو ګټو جوړې شوې رنګینې کلا پر وره  ننوته، ټوله شپه یې د سین رڼې څپې او د خان هیلې یادولې. دوی له ځانه سره وویل چې شاه خو خاماخا دوی پوښتي چې څه مو ولیدل او څه مو وخوړل؟ د سفر دا کیسه خو به ټوله ورته کوي او دا به هم ورته ښيي چې محمد خان یو باذوقه او مدبر جاګیردار و، له درباره یې د ژوند راز او رنګونه زده کړي وو، د سین تر غاړې یې ښایسته کلا آباده کړې وه، لوی ارمان یې دا و چې د سین څپې مهار شي. په دې هیله و چې ددې سین له تله به په صدف کې ایساره مرغلره یوه ورځ وزرونه پرانزي او  دا سیمه به پخپلې رڼا ښایسته کوي، دوی په همدې سوچونو کې د لوړې کلا پر لور روان وو.

شاه د لوړې کلا له کړکۍ د کابل سین ته کتل چې ور ته نږدې قزلباش خدمتګار یې پر کوټه ننوت، شاه خپلې سترګې د کابلي په څپو پورې ګنډلې وې، خدمتګار نه غوښته چې د شاه د خیال ماڼۍ ړنګه کړي، ورو یې شا ته پل واخيست، شاه یې پل واورېده، سترګې یې ور واړولې:

ـ لغمان ته تللي وئ؟ د سین ننداره مو وکړه؟

خدمتګار لاس په نامه ودرېد:

ـ حضور عجب وطن دی! سین دا وخت غړنده غړنده بهېده.

خدمتګار د لوړ ذوق څښتن او د شا د چرګۍ بره ستن وه، خور یې  چرګۍ تودوله،  تر نورو یې پر ده باور زیات و، راز ونیاز یې شریک و، شاه وپوښت:

ـ د کابل سین درته څنګه برېښي؟

ـ کابل، کابل دی! ښکلا پرې تمامه ده، خو…

له خو سره شاه ورپېد چې څه خبره پېښه شوې ده، که څنګه؟

خدمتګار پوه شو چې شاه د (خو) له لفظ سره هک اریان شو؛ نو یې سمدستي په ډېر ادب د لغمان د سین ښایست ورته ووایه:

ـ صاحبه! دا خو ښکلی دی؛ خو د الینګار د سین رڼې څپې ډېرې زړه وړونکې دي.

بیا یې ورته د محمد خان د کلا، ذوق او ارمان خبره وکړه، شاه ور ته وویل:

ـ محمد خان د ژوند په خوند او رنګ پوهېږي، هر څوک چې د ژوند په خوند او رنګ پوه شي، لوی شي، سړی شي. سړیتوب او لویي انسان خپل ارمان ته رسوي، خان ته هم د ژوند ښایست او رنګینۍ هدف او ارمان بښلی دی.

بیا یې وپوښت:

 ـ اوس وایه ارمان یې څه و؟

ـ ارمان یې دا و چې سین مهار شي او هدف یې د سین په څپو ډاګونه آبادول وو.

شاه بیا د محمد خان ستاینه وکړه، خدمتګار غاړه کږه کړه، د خان د مېلمه پالنه او سلیقه یې یاده کړه؛ خو ور سره یې جوخت دا وویل چې:

ـ خان دا هم وویل چې ده ځکه د سین په غاړه کلا آباده کړه چې د څپو شور یې د ده په کور کې د ابادۍ فکر وروزي؛ نو ویل یې زه به نه یم خو زما په څویم پښت کې به داسې یوه مرغلره پیدا شي چې پخپلو وړانګو به دا تور غرونه وړانګین کړي او شور به یې تر لوړو کلاګانو ورسېږي.

خدمتګار ساه واخيسته:

ـ دې سره به د غلو پرېماني شي، خلک به آباده شي، کورنۍ شخړې به خپله ختمې شي. خان د سین په څپو کې د ابادۍ فکر لیده.

شاه غریو نیولی ستونی تازه کړ:

ـ زما هم لوی ارمان دا دی چې په قدرت جنګ نه وي، ژوند وي، رنګیني وي. د ژوند عمر محبت او مینې ته هم کم دی.

بیا یې د کابل سین ته ګوته ونیوله:

ـ ته هغه رنګیني وګوره! ما هوډ کړی چې هلته یو باغ جوړ کړم.

خدمتګار د شاه خبره له ځانه سره ولیکله او دستي یې له درباره سړي ولېږل چې د کابلي سین پر غاړه یو بڼ جوړ کړي، د بڼ د جوړېدو دعا وشوه.

شاه به هر وخت د بڼ د جوړېدو نندارې ته روان و، ده به د بڼ خدمتګارانو ته ویل:

ـ یوه ورځ به دلته داسې ودانۍ هم جوړېږي چې پر سر به یې ټولو خلکو ته منلی بیرغ رپېږي. دلته به د شاه و پاچا تخت و بخت برقرار وي.

د خدمتګار قزلباش تر غوږه د خان هغه وینا هم راغله چې ورته یې ویلي وو، د سین د څپو شور به په خپله غېږه کې یوه داسې ډیوه پخپل راڼه شور بله کړي او مرغلره به د صدف له خولې نه راپاڅي چې د وړانګو شور به یې د ابادۍ او رڼايۍ تخم وکري.

قزلباش ورو له ځانه سره وویل:

ـ خانه! د شاه له دې بڼه ښکاري چې هغه ستا ارمان به له دې ځایه پوره کېږي.

شاوخوا یې وکتل، اوتر شو:

ـ دېوالونه خو ویښ نه وو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب