درې اونۍ وړندې مې داغستان له روښانه په سروش کتابپلورنځي کې راونیو او په بد رواني حالت کې مې ولوست. ما د ښو کتابونو په اړه ویلي و چې ښه کتابونه له عامو او معمولو جلا وي. ښه اثر هغه دی چې په ذهن کې شته پوهه/روایت راوننګوي او یا د خلاقیت نوغی درکې راوټوکوي.
د داغستان ژباړونکو لیکلي:” دا کتاب د مالي ګټې په موخه هرګز نه دی ژباړل شوی بلکې د ژباړلو اساسي لامل یې ښه او معیاري ادب ته د پښتو ژبې په لمن کې ځای کول دي.”
داغستان د شوروي اتحاد لویه سیمه وه او رسول حمزه توف د داغستان په اوار کې زوکړی. دی او پلار يې حمزه سدا د اوار ژبې شاعران دي. رسول له اواره اواره شوی او پر بوټونو يې نږدې د هر هیواد دوړه لوېدلي؛ خو پلار یې تر ټولو اوږد سفر له اواره تر مسکو پورې کړی. له مسکو څخه حمزه توف ته لیکي: ” داسې ښکاري چې دلته په مسکو کې خلک په کورونو کې د اخلي پخلي لپاره انغري نه لري، ځکه چې ما خو نه څوک ښځه په سپیاکو تپلو ولیدله، ما یوه ښځه هم داسې و نه لیدله چې په سر یې د وښو پنډ راخیستی وي. ما نه د شپیلۍ غږ واورېد او نه د طبلې. داسې ښکاري چې دلته خلک ودونه نه کوي. ددې ښار په سړکونو تر لرې لرې ګرځم خو ما یوه مېږه یا وزه و نه لیدله. پوښتنه دا ده چې کله دلته د خلکو کره مېلمانه راشي نو د هغوی مېلمستیا له دوی څه حلالوي.”
داغستان که پښتونستان؟
یوه ورځ په ټولګي کې استاد ښکلی د هومر پر ایلیاد او ادېسې غږېده. په ادېسې حماسې کې اتل ادېسوس بېرته سپارټا ته ستنیږي چې له ډول ډول کړاوونو او عذابونو سره مخیږي. دا یون یې کلونه وخت اخلي او دلیل یې دا چې د سمندرونو خدای(نپتون) ورته غوسه وي. یو ځای ادېسوس او ملګري یې د یوسترګي دېو سمڅې ته ننوځي. هلته د شېدو، مستو او پوڅو منګي ډک ایښي وي او دوی خوشالي اظهاروي. دې کې دېو راځي، یو یو ملګري يې کبابوي او خوري یې. له سوچ وروسته ادېسوس یو ډانګ په اور داغوي او دېو ړندوي. ادېسوس ورته نوم هېڅوک ښودلی. دی چې بغاري وهي او نور دېوان يې مرستې ته راشي، دېوان ورته له سمڅې دباندې وایي چې چا او څه درباندې شوي؟ دی ورته وایي هېڅوک، هېڅوک.
استاد ته مې وویل چې همدغه کیسه راته ټکي په ټکي مور کړې. مور مې نالوستي ده؛ نو زما مور هومر څه پېژني؟ ددې دلیل دا دی چې په لومړي کمون کې بشر د ډېرې مودې لپاره یوځای اوسېدلی. استاد وویل چې فرهنګونه او روایتونه سیال(متحرک) او همېشه ګرځي او بیا خو د بشر پخوانۍ پېشه سوداګري وه. دوی به له یو ځایه بل ځای ته تلل نو کیسې او ادبیات به يې هم له ځانونو سره لېږدول.
پورته بیان مې د داغستان او د پښتونستان د ثقافتونو د یوشانوالي په خاطر راواخیست. د داغستان جغرافیه، دودونه او ټول کړه وړه د پښتنو په څېر دي. فکر به کوې چې رسول حمزه توف کوم پښتون شاعر دی. خو د اوار او پښتون انسان یو لوی تفاوت شته او هغه د ژبې ارزښت دی. اوار ته خپله ژبه تر هر څه باارزښته ده او پښتون ته نه. په اوار کې تر ټولو سخته ښېرا هغه ده چې یوه ښځه یې بلې ته کوي او ورته ووایي چې خدای دې له بچو مورنۍ ژبه هېره کړه.
د کتاب د نثر ژبه
میاشت مخکې له اـژوندون سره پیاده روان وم. ده وویل چې کاش ښه انګریزي مې لیکای شوای. ما ورته کړه چې که یو څوک دومره لوی عالم وي لکه خدا څه شی؛ خو چې شاعرانه قریحه و نه لري نو نثر به یې سپور او وچ وي. یو ځای افراسیاب خټک وایي چې زموږ د انګریزي ادبیاتو انګرېزې پروفیسورې استادې ارمان کاوه چې دریغه د غني خان په شان مې (د پټان) لیکلای شوای.
حمزه توف یو ځای لیکي: د سړي باید په دوه موقعو کې سر ټیت شي. یو چې ښه تږی وي او د چینې پر یخو اوبو ورپرېوځې او بل چې ګل بویوې او سر ورته ټیټ کړې. د روایت د پریکون په اړه وایي: که پخپل پرون دې دې د توپانچې ډز وکړ؛ نو ستا سبا به پر تا د توپ ډز وکړي.
زه نه پوهېږم چې زما داغستان ته اټوبایوګرافي ووایم که بل نوم ورته پیدا کړم؟ د روس یوې لويې ورځپاڼې دا کتاب د ژوند سریزه بللی دی. په کتاب کې رسول د خپل ژوند، خپلو وګړو، د داغستان پر کلچر، ادبیاتو، پر شعري صلاحیت او نورو موضوعاتو غږېدلی. یو ځای وایي چې دا بده ده چې د شاعر په ژوند کې دده شاعري قبر ته ښکته شي. د روز موډ شاعران ښایي چې دوی شعر نه جوړوي؛ بلکې شور جوړوي.
کتاب په بې تکلفه او پېښورۍ ګړدود عزیزخان ملیزي او ذاهد بونیري ژباړلی. کابلیان به يې لږ په لوستلو په تکلیف شي. یو ځل ابوطالب(د رسول حمزه توف شاعر ملګری)ویلي و: د لیوټالسټای په شان هېټ خو مې اخیستی خو د هغه په شان سر ورته له کومه راوړم؟
خو د هغه په س سر شان سر ورله له کوم ځایه راوړم!؟
د داغستان خود مختاره جمهوریت
داغستان د روسې فدراتیف جمهوریت کې له 85 اداري واحدو نه یوه خود مختاره سیمه یا جمهوریت دی چې په قفقاز کې د کسپین بحیرې پرغاړه پروت دی . د داغستان نوم له ترکې داغ چې معنی یې غر دی اخیستل شوی چې د غرنۍ سیمه یا کوهستان په معنی ده .
پایتخت یې مخاچ قلعه یا ماخاتسکالا نومیږي ، دربند یې بل لوی ښار دی. مساحت یې 50300 کیلومتر مربع او نفوس یې 2576531 نفره دی .
د داغستان د خلکو نیکونه د قفقاز له مختلفو سیمو نه هلته تللي چې له روسې ژبې نه علاوه پر 50 نورو محلي ژبو لکه ترکې ، آذربایجاني ، تاتي او آوارې خبرې کوي .
د داغستان په شمال کې د کسپین جلګې او جنوب ته یې د قفقاز د غرو لړۍ پرته ده ، په مرکزي برخه کې یې د ترک او سولاک سیندونه او په جنوب کې د سامور په نوم لوی سیند بهیږي ، د داغستان ټول سیندونه 1800 پورې رسیږي .
د ژبو په اساس د دغه خود مختاره جمهوریت خلک درې ګروپه ژبې لري لکه قفقازي ، آلتایی او هندو اروپایی ، سره وېشل کیږي . خو معیاري او رسمي ژبه یې روسې ده چې ټول وګړي یې پرې پوهیږي . هر قوم یې څو ورځپاڼې او تلویزیوني برنامې په خپله ژبه لري . د ټولو ژبو الفبا یې سریلیک ده .
عربانوپه اتمه میلادي پېړۍ کې د هشام بن عبدالملک په وخت کې د دربند ښار فتح او هلته یې د اسلام دین خپور کړ. پخوا داسیمه په ایران پورې اړه درلوده خو د ګلستان د معاهدې پر اساس چې د 1813 کال د اکتوبر په 25 د ایران او روسیې ترمنځ لاسلیک شویده ، روسیې ته ورکړل شوه.
د بازاردوز سیمه چې د روسې فدرالي جمهوریت جنوبي ترینه سیمه ده 4470 متره ارتفاع لري او له آذربایجان سره سرحد کې واقع ده .
د داغستان جمهوریت اوږدوالی 400 کیلومتره او سور یې 200 کیلومترو پورې رسیږي.
د داغستان سیمه نفت ، ګاز او د ډبروسکاره او نور معدني مواد لري ، هوا یې توده او وچه او په ژمي کې ډېره سړه ده .
داغستان د روسیې لپاره د قفقاز په برخه کې خورا مهمه ترانزیتي منطقه ده .
د داغستان خلک 82 اعشاریه 6 سلنه سني مذهبه مسلمانان دي ، 8 اعشاریه 6 سلنه ارتدکس مسیحیان او پاتې په نورو ادیانو عقیده لري .