پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهجرمني وايي،. افغانستان ته بشري مرستې دروي

جرمني وايي،. افغانستان ته بشري مرستې دروي

تاند(چهارشنبه، د جدي ۷ مه) د جرمني حکومت د  طالبانو له لوري په ناحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له کبله غواړي چې افغانستان ته بشري مرستې وځنډوي.

د طالبانو پرېکړه سبب شوې چې ګڼې لویې مرستندویې موسسې په افغانستان کې فعالیت ودروي.

د جرمني د پراختیا وزیرې سفینیا شولز پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:

«طالبانو په افغانستان کې د ناحکومتي موسسو د ښځینه کارکوونکو پر کار په بندیز سره د افغانانو لپاره د مرستو رسیدو ته نامسوولانه ګوزار ورکړ. له ښځینه کارکوونکو پرته، نادولتي موسسې نیمايي نفوس ته په  په ډېرو برخو کې خپل کار ته دوام نه شي ورکولی.»

د جرمني د بهرنیو چارو زویرې انالنا بیربوک طالبانو ته په ناحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په خاطر خبرداری ورکړ او د دوی د دې پرېکړې په وړاندې یې د نړیوالې ټولنې د زغرد غبرګون غوښتنه وکړه.

اغلې بیریوک پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، موږ اجازه نه ورکوو چې طالبان له بشري مرستو څخه د ښځو ضد لوبه جوړه کړي. دوی د خپل هیواد نیمايي نفوس له اساسي حقونو محروم کړی، د بشرپالنې اصول یې تر پښو لاندې کړي او د خلکو حیاتي اړتیاوې یې له خطر سره مخامخ کړي دي.

دې زیاته کړه، څوک چې ښځې او نجونې له کار، زده کړو او ټولنیز ژونده محروموي، یوازې خپل هیواد تباه کوي. جنسیتي تبعیض د بشریت پر ضد جنایت ګڼل کېدای شي.

طالبانو ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې خبرداری

1 COMMENT

  1. داسی ښکاری چی دواړو شغالانو ( طالب او غربی پټو ملاتړو ) ئې خپل غاښونه د دیرش میلونو سپینو او بی وسه وُریانو ښکار ته تیره کړیدی.
    د طالب کړنه طبعاً د غندنی وړ ده خو له اروپائیانو څخه هم باید پوښتنه وسی چی ولی د یو څو ښځو د حذف په پلمه نور په سلګونو زره بیوزلی افغانان د کړاوونو سره مخامخ کیږی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب