جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې خبرداری

طالبانو ته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې خبرداری

تاند(دوشنبه، د جدي ۵ مه) د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالنا بیربوک طالبانو ته په ناحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز په خاطر خبرداری ورکړ او د دوی د دې پرېکړې په وړاندې یې د نړیوالې ټولنې د زغرد غبرګون غوښتنه وکړه.

اغلې بیریوک پر خپله ټویټرپاڼه کښلي، موږ اجازه نه ورکوو چې طالبان له بشري مرستو څخه د ښځو ضد لوبه جوړه کړي. دوی د خپل هیواد نیمايي نفوس له اساسي حقونو محروم کړی، د بشرپالنې اصول یې تر پښو لاندې کړي او د خلکو حیاتي اړتیاوې یې له خطر سره مخامخ کړي دي.

دې زیاته کړه، څوک چې ښځې او نجونې له کار، زده کړو او ټولنیز ژونده محروموي، یوازې خپل هیواد تباه کوي. جنسیتي تبعیض د بشریت پر ضد جنایت ګڼل کېدای شي.

بیربوک د طالبانو د پرېکړې په اړه د نړیوالې ټولنې د څرګند غبرګون غوښتنه وکړه.

طالبانو د شنبې په ورځ کورنیو او بهرنیو غیرحکومتي موسسو ته وویل چې خپلې ښځینه کارکوونکې تر بلې خبرتیا پورې په کور کښېنوي.

2 COMMENTS

  1. ​د ملی شخصیت توخی له خوا د یو خیټور غلام چړی کفری خوب لیدو خدائیاعلامیه :

    اوس د پنجابی قدیانی کافر زوی په خوب کښی د خدای پاک له لوری دداسی وحیی ادعا کوی وروسته به ولیده شی چی ددوی چټل امیرالمنفافقین به مونږ ته د خدای پاک له خوا پیغمبر معرفی کړی ! دوی اصلی کافران دی او ددی کفارو دوباره راوستل کابل ته د امریکا شیطانت سره د دوحی له لاری په اثبات ورسوله چی امریکا د پنجابی پاکستان او انګلیس په وسیله اوس هر کار کولای شی او اروپا ئی تام ملا تړ کوی او د اروپا د میرمنو دفاع او تنقیدونه یوازی بابولانی دی او ددی چټلو قاتلو خیټوروته نورو چورکوونکیو قاتلو غلامانو په اتفاق سره کابل او نور شهرونه ورته تسلیم کړل ! افغانانی او افغانان باید په یو اواز ددی غلامو کفارو پر ضد راپورته شی !!!!!

  2. طالبانو دغرب په مزدورانو بندیز لګولی. فیمنستیانی درواغ وایی چی دا دبشری حقوقو خبره ده. که دوی دبشر دحقوقو مدافعین وی نو ولی بیا بشری مرستی له خطر سره مخامخ سی؟ که بیا مخامخ سی نو هغه ثابتوی چی بشری مرستی داسلامی نظام دړنګولو لپاره ورکیږی.
    غربیان اوس لا هم نه پوهیږی چی خلک ددوی په فریبو پوهیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب