جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهملګروملتو د طالبانو له وزیره وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي

ملګروملتو د طالبانو له وزیره وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي

تاند(دوشنبه، د جدي ۵ مه) ملګري ملتونه وايي، یوه جګپوړي چارواکي یې نن (دوشنبه) د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره په ناحکومتي موسسو کې د ښځو د کار پر بندیز خبرې کړي دي.

د یوناما یا د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت سرپرست رامز الاکبروف وروسته له دې چې د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د شنبې په ورځ په افغاني او خارجي غیرحکومتي موسسو کې تر بلې خبرتیا پورې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ، له نوموړي وزیر سره د دې جدي ستونزې په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو دا پرېکړه کېدای شي په افغانستان کې ټولې بشري چارې په ټپه ودروي او میلیونونه افغان د لوږې او مرګ له خطر سره مخامخ کړي.

د طالبانو په پرېکړه کې له ملګروملتو پرته نورې ټولې کورنۍ او بهرنۍ موسسې شاملې دي.

یوناما د طالبانو د اقتصاد له وزیر حنفي سره د الاکبراوف د خبرو جزییات نه دي خپاره کړي او پر خپله ټویټرپاڼه کښلي:«میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري، د خنډونو لېرې کېدا حیاتي ده.»

یوناما پر خپله پښتو فیسبوکپاڼه ددط کتنې په هکله لیکلي؛

له دې جلا ملګروملتو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په ناحکومتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر فعالیت بندیز د ژورې اندېښنې وړ پرېکړه ده.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل له طالبانو غوښتي چې د انساني اصولو او د نړیوالو بشري حقونو د قوانینو په رڼا کې پرېکړه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب