جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمتقي: ایران دې افغان بندیان خوشې او کډوالو ته بانکي اکونټونه پرانيزي

متقي: ایران دې افغان بندیان خوشې او کډوالو ته بانکي اکونټونه پرانيزي

تاند:( دوشنبه، د جدي پینځمه)‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ايران سفير حسن کاظمي قمي څخه غوښتي، چې ایران دې په دغه هېواد کې مېشتو افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د لرلو اسانتیا برابره کړي.

متقي په دې لیدنه کې دغه راز له ایراني لوري څخه د افغان بنديانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

د ايران تسنیم خبري اژانس په دې اړه د خپل هېواد د مشخصو همکاريو د ژمنې له يادولو پرته ویلي، چې سفير ېې طالب وزیر ته په مختلفو اقتصادي او نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

دا په کابل کې د ایران د سفارت د سرپرست په توګه له ټاکل کیدو وروسته یوه لوړپوړي طالب مقام سره د حسن کاظمي قمي لومړنۍ لیدنه ده.

  1. هغه څه موده مخکې، تر هغې وروسته د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي له دندې سربېره د ايران د سفارت سرپرست وټاکل شو، چې د طالبانو د ادارې په اړه د ایران د مخکيني سفیر پارونکې خبرې د هغه د ګوښه کیدو سبب شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...