Homeخبرونهترکیې په ۱۰ میاشتو کې ۳۳ زره افغان کډوال نیولي

ترکیې په ۱۰ میاشتو کې ۳۳ زره افغان کډوال نیولي

تاند(شنبه، د لړم/ عقرب ۱۶ مه) د ترکیې د کډوالۍ ادارې تازه شمېرې ښيي چې د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې د دغه هېواد پولیسو په بېلابېلو سیمو کې ۳۳ زره او ۳۴۱ افغان کډوال نیولي دي.

د دغو شمېرو له مخې، افغانان په ترکیه کې د نیول شویو بهرنیو وګړو د شمېر له پلوه په لومړي کتار کې دي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د بې‌اسناده کډوالو د نیولو تازه شمېرې خپرې کړې دي، چې له مخې یې په همدې موده کې په دغه هېواد کې تر ۱۲۰ زره ډېر بهرني وګړي نیول شوي دي.

له افغانانو وروسته د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، مراکش، عراق، مصر، سوډان او یمن وګړي د نیول شویو کسانو په نوملړ کې راځي.

دغه کسان په ترکیه کې د استوګنې د کارت د نه لرلو له امله نیول شوي دي.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې د نیول شویو کسانو د برخلیک او له دغه هېواده د ایستل شویو کسانو د شمېر په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.

دې ادارې همداراز ویلي چې په همدې موده کې د انسانانو د قاچاق په تور ۱۱ زره او ۸۹ کسان نیول شوي دي.

ترکیه له اسیا څخه اروپا ته د کډوالو د تګ په لاره کې ده او ډېری انساني قاچاقبر هم ترکان دي چې کډوال له ترکیې څخه یونان او نورو اروپايي هیوادونو ته په خطرناکو کوچنیو بېړیو او یا خطرناکو ځنګلي لارو بیايي.

د ترکیې حکومت له خپل هیواده د ایستل شویو بهرنیو وګړو کره شمېرې نه خپروي. د کډوالو د ملاتړ بنسټونو هم تر اوسه په روان میلادي کال کې له ترکیې د شړل شویو افغانانو په اړه باوري شمېرې نه دي وړاندې کړې.

خو ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي و چې ترکیې د روان میلادي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې تر ۱۳ زره ډېر افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

له افغان کډوالو سره په سرجدي سیمو کې د ترکیې د پولیسو د خورا بې رحمانه او ځیږ چلند په اړه ګڼ راپورونه هم خپاره شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د کندهار زمریان| غني حسن

د سریزي په توګه: د کندهار د ملا صاحب د سرای څخه یو کوشنی موټریز کاروان د کندهار هوايي ډګر پر لوري روانېږي، ځي او...