Homeخبرونهمجاهد: اسلامي امارت د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلافاتو د هواري...

مجاهد: اسلامي امارت د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره د امریکا په ګډون د هر هېواد منځګړیتوب مني

تاند (سې شنبه، د لړم/ عقرب ۱۱ مه) د امریکا له لوري د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل کولو لپاره منځګړتوب ته د چمتووالي له اعلان وروسته د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره د امریکا په ګډون د هر هېواد منځګړیتوب ته هرکلی وایي.

مجاهد د دوشنبې په ورځ له حریت راډیو سره په خبرو کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل، اسلامي امارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره د هېڅ هېواد له منځګړیتوب سره مخالفت نه لري.

هغه زیاته کړې چې حکومت یې د هر هغه هېواد منځګړیتوب ته چمتو دی چې د دواړو لورو ترمنځ د ستونزو په هواري کې مرسته کوي او په دې بهیر کې د امریکا یا نورو هېوادونو د ګډون په اړه هېڅ ډول اندېښنه نه لري.

مجاهد د امریکا د چارواکو پر څرګندونو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې واشنګټن د پاکستان له لوري پر ورکړل شویو معلوماتو تکیه کړې ده.

هغه ټینګار کړی چې د نښتو او ناامنۍ مسوولیت باید پر پاکستان واچول شي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارک روبیو وړمه ورځ ویلي و، پاکستان د افغانستان له خاورې د بریدونو په اړه اندېښنې له امریکا سره شریکې کړې او ادعا یې کړې وه چې د طالبانو حکومت د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نه دي کړي.

خو ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا ټینګار وکړ چې حکومت یې د خبرو اترو له لارې د اختلافاتو هواري ته چمتو دی او په دې برخه کې د هر هېواد منځګړیتوب مني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د نوي نسل په روزلو کې د ادبیاتو رسالت

پوهندوی آصف بهاند د جرمني په کولن ښار کې کونړ کولتوري‌ټولني پتیلې ده چې د ۲۰۲۶ ام کال د اکتوبر پر یودیرشمه نېټه د کونړسیند...