جمعه, مې 3, 2024
Home+د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر، راپور / نویده خوشبو

د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر، راپور / نویده خوشبو

ښځینه لیکوالو انلاین ادبي بهیر پیل کړی دی چې دلته یې د دومې غونډې راپور لوستلی شئ. 

نېټه: د ۲۰۲۳ کال د جون میاشتې شپږمه

ځای: آنلاین (واتس اپ) 

د ګډونوالو شمېر:۱۴ تنه 

غونډه د افغانستان پرمهال د ماښام پنځه بجې او دیرش دقیقې پیل شوه او درې برخې یې درلودلې: په لومړۍ برخه کې د بهیر نویو غړو ته د هرکلي ترڅنګ د بهیر د جوړښت، فعاله ساتلو، وخت، ځانګړتیاوو او پر مهمو تخنیکي مسایلو بحث وشو. په کابل کې د میرمن بهیر دغونډو او فعالیتونو د دوام خبر، د انلاین غونډې ګډونوالو ته له زیري کم نه و. د غونډې دومه برخه کره کتنې ته ځانګړې شوې وه او‌ په دریمه برخه کې مشاعره وشوه. 

اغلې ګلالۍ مومند د دې غونډې ویانده وه. ټولو ګډون والو ته یې په وار د خبرو او تبصرو فرصت ورکړ.

د ټولو ویناوالو له خبرو او تبصرو وروسته پریکړه وشوه چې د غونډې وخت دې له یو ساعت او دیرش دقیقو څخه دوه ساعتونو ته اوږد شي. ترڅو د غونډې ټولې ګډونوالې په آرام زړه او ډاډ سره خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړي.  

د غونډې په دویمه برخه کې ځولۍ لمن خپل غزل دکلمه کړ چې وروسته بیا پرې کره کتنه وشوه. 

غزل: 

اف د زړه د قدمونو یاری نه وي 

د تعبیر او د خوبونو یاري نه وي 

‏‎آ شېبه دې هم په رګ رګ وپوهېږم 

‏‎تا سره چې د لفظونو یاري نه وي

‏‎درسره وم درسره چې  نه وم ګله 

‏‎که هر څو د دیدنونو یاري نه وي 

زما په ډیرو کیسو روږدیه بس تر دا وه

‏‎تل د شګو د سېندنو یاري نه وي 

بې له ما چې نقاشي د ژوندانه کړي

د اوبو او د رنګونو یاري نه وي

هیلې پسرلی وویل: د غزل وروستی بیت مې ډېر خوښ شو. د غزل شاعري هم سخته ده او هم اسانه ده. اسانه په دې ده چې د پښتو ډېره شاعري په غزل کې ده نو یوه شاعره د دې لپاره چې خپل کلام پوخ کړي ډېر څه د لوستلو لپاره لري. بله خوا، د پښتو عالي شاعري هم په غزل کې ده، نو په غزل کې کامیابي اسانه کار نه دی. که زه شاعره وای ښايي د غزل تر څنک مې نورو قالبونو ته هم پام کړی وای.

هیلې دا هم وویل چې، د ځولۍ جانې د غزل ردیفونه اوږده دی. اوږده ردیفونه غزل نور هم اهنګین کوي. 

د میمونې  کامران نظر دا و چې، د ځولۍ لمن شعر له ظاهر نه ساده ښکاري خو په باطن کې ډیرې ژورې خبرې لري. میمونې د لومړي بیت پوښتنه وکړه چې د شاعرې موخه څه ده؟ 

ځولۍ یې په ځواب کې وویل: له دې بیت مې موخه دا وه چې د ښځو مجبوریت ترسیم کړم. ډېر کله موږ غواړو یو څه وکړو خو هغه نه کېږي او له مجبوري به بل څه کوو. خوبونه به وینو خو ورسېږو به نه.

د شفیقې خپلواک په باور، غزل کې باید د ښځینه لید لوري خلا ډکه شي. په غزل کې باید مفاهیم، تصویرونه او نور توکي تر ډېره نوي او ښځینه وي. 

د ځولۍ لمن د یارۍ کلمه یې زړه خو په نوي مفهوم ( د اوبو او سیندونو یاري)  کارول لاسته راوړنه وبلله. دې زیاته کړه: کلمې ته نوي مفاهیم پیدا کول شاعرۍ کې لوی کمال دی. په دې غزل کې د “اوف”  کلمې د کارولو پلوې نه ده. د دې کلمې پر ځای شاعرې بل توری کارولی شوای.

میرمن خپلواک دا هم وویل، چې هغې ته غزل لیکل نسبتا ګران وي ځکه په هر بیت کې احساس بدلول ورته سخت تمامیږي. وايي د درویش دراني د دې بیت په څېر: ما د یار دغه غوښتنه هم پر ځای کړه //  نه یې نوم اخلم او نه ورپسې ژاړم، تناقضي احساس بیانولی نشي. په نظم کې بیا یوه کیسه یوه سوژه تعقیبوي. 

اغلې نعمیې غني وویل: په دې غزل کې، آ شېبه دې هم په رګ-رګ وپوهېږم // تاسره چۍ لفظونو یاري نه وي، ورته شاه بیت دی او ورنه دوه مفهومه اخیستی شي. یو دا چې په هر حالت کې درسره یم او بل دا چې په هره خبره یې پوهېدای شي. 

د غزل د وروستي بند په اړه اغلې غني زیاته کړه، چې سور رنګ کې هم کله د انسان زړه او سلیقه بیل رنګ غواړي.  تیز سور، یا توربخن سور یا تک سور او کله هم پیکه سور، که چېرته په خپله اندازه ان یو رنګ کې هم لږې یا ډېرې ورګډې شي نو کوم رنګ چې غواړې هغه نشي تر لاسه کیدای او دلته یې د اوبو او رنګ یاري ترکیب ستاینه وکړه.

 نرګس سهاک په خپلو خبرو کې وویل، په ظاهر کې دا غزل ډېر ساده دی خو معناوې یې خورا ژورې دي. د پښتنو نجونو محرومیتونه پکې ترسیم شوي. د درک بیت یې ښه دی چې په رګ، رګ یې پوهېږي او دا نوې خبره ده.

خوږې شیرزاد وویل: زما لپاره نوې خبره دا ده چې د «سیندونو یاري نه وي» بیت خبره د نجلۍ لخوا ویل شوې. یوه ښځه د دې پریکړه کوي چې دا اړیکه دې نوره نه وي دا زموږ په کلتور او ادبیات کې ډېره کمه ده.

د کره کتنې په پای کې ځولۍ لمن له کره کتوونکو مننه وکړه ویې ویل چې د غزل لیکلو سره مینه او په دې برخه کې خدايي وړتیا لري.له ډېر ماشومتوبه ان هغه وخت چې په سېلابونو او بیتونو هم خبره نه وه نو موزون او آهنګ لرونکې مصرعې به یې لیکلې. آغلې لمن وویل چې د نقد په برخه کې به ټولې سپارښتنې په پام کې ونیسې.

دغونډې دریمه برخه مشاعره وه. آمنې فنا، ملالۍ، میمونه کامران، خوږې شیرزاد او نعیمې غني شعرونه دکلمه کړل. غونډه د شفیقې خپلواک په انلاین چک-چکو، واه-واه او تشویق پای ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب