سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeادبژبه او لیکدودفون، فونيم او الوفون: مشترکات او توپيرونه | ضمير څار

فون، فونيم او الوفون: مشترکات او توپيرونه | ضمير څار

فون، فونيم او الوفون مونږ ته، ممکن، واضح او تعريف شوي ښکاره شي خو، که لږه توجه وکړو، په دې برخه کې يو شمېر مسايل شته چې وضاحت غواړي. د فونولوژۍ په اثارو کې د فونيم تعريفونه راغلي، او په خپل ځای سم دی، خو لږې توضېح او زياتونې ته اړتيا لري:

فونيم تر ټولو کوچنی غږيز واحد دی چې په خپله مانا نه‌لري خو په مانيزو واحدونو کې د مانا د بدلون لامل ګرځي. خو مسئله دا ده چې د فونيم تعريف څنګه له يوې جملې څخه په يو مفهوم واړوو. که نه، يوه حفظ کړې جمله به پاته شي. 

لومړی د دې تعريف ځينې خواوې سپړو: په دې جمله کې د “واحد” ټکی راغلی. مونږ واحدونه په نورو برخو کې ليدلي،

شمیر څار

اما غږيز واحد څه ډول وي؟ واحد يوه ته ويل کېږي—يوه بشپړ ته. که تاسې مالداري په پام کې ونيسئ. مېږه يو بشپړ دی، وزه يو بشپړ دی، اوښ يو بشپړ دی. که نقليه وسايط په پام کې ونيسئ، کرولا يو واحد دی، سراچه يو واحد دی او داسې نور. له واحد نه مراد دا دی چې د يوه بشپړ په توګه فعاليت کوي. مثلاً، مېږه سمه ده چې له رمې سره ګرځېدای شي، خو که رمه نه‌وي، يوازې هم ګرځېدای شي. همداسې، که فونيمونه يو ځای کېږي او کلمات جوړوي، خو له يو بله يوازې کېدای هم شي. خو تاسې نه‌شئ کړای چې يوه مېږه نيمه کړئ. يا، کرولا نيمه کړئ. تاسې ته به سوال پيدا کېږي چې قصاب يا مستري خو دا کار کړای شي. هو، مګر واحد نه‌ پاته کېږي. مېږه نوره مېږه نه‌وي—غوښه وي. کرولا هم نوره کرولا نه‌وي—پرزې او اوسپنه وي. راځئ وګورو چې فونيم نيم کېږي؟ د کمپيوټر په Audacity، يا بل غږيز، پروګرام کې د پښتو يوه کلمه ريکارډ کوو: خپور.

په دې کلمه کې، څلور فونيمونه موجود دي: /x/، /p/، /o/، /r/. په بله وينا، څلور غږيز واحدونه لري. که غواړئ چې يو واحد ځنې لرې کړئ، يا يې بدل کړئ، تاسې اړ ياست چې واحد په بشپړ ډول لرې کړئ. داسې نه ‌شې کړای چي نيمه مېږه لرې کړې او نيمه پرېږدې. مثلاً، زه غواړم چې د /x/ فونيم لرې کړم:

پور پاته شو. خو، مونږ نه‌شو کړای چې د /x/ له فونيم څخه نيم او د /p/ له فونيم څخه نيم لرې کړو، او توقع ولرو چې دا کلمه پر بلې واوړي—پاته دواړه نيم-نيم فونيمونه فونونه کېدای خو فونيمونه پاته نه‌دي:

يا، د دوو نورو فونيمونو نيم-نيم راوړو او پر ځای یې کېږدو، بله کلمه نه‌ځنې جوړېږي. اما، مونږ کړای شو چې د /x/ فونیم په بشپړ ډول لرې کړو او ځای يې بل فونيم ته ورکړو. مثلاً د /s/ فونيم يې په ځای کېږدو او په دې ډول سپور کلمه ځنې جوړه شي: 

(البته، دا کار په کمپيوتر کې له هغو فونيمونو سره کېدای شي چې له کوم تم فونيم وړاندې راغلی وي، خو په یوه هجا کې نور راغلي غږونه په ګرانه له يو بله بېلولی شو—دې بحث ته وروسته راځم). 

مخکې له دې چې د واحد-توب بلې توضېح ته لاړ شم، يو کار به ګډ ترسره کړو: د کاغذ يو ټوټه خولې ته ونيسئ او پور ووايئ—حتماً کاغذ ښورېږي. اوس، خپور ووايئ—وګورئ کاغذ نه‌ښورېږي. دا ځکه چې په لومړۍ کلمه کې د /p/ فونيم ساييز دی او په دويم کې ساييز نه‌دی. که ساييز تلفظ شي، غوټه هوا له خولې وځي او که ناساييز تلفظ شي، غوټه هوا له خولې نه‌وځي. په بله وينا، کله چې خبرې کوو، د /p/ فونيم دوه ډوله فون لري—دې ته د /p/ فونيم الوفونونه (بلغږونه) ويل کېږي. په فونيټيکه الفبا کې داسې ليکل کېږي. 

فونيميک:         /p/

فونيټيک: [ph] [p]

(په فونولوژۍ او فونيمکس کې اوازونه په / /  کې او په فونټکس کې غږونه په [ ] کې ليکل کېږي. لومړي ته يې Broad Transcription او دويم ته يې Narrow Transcription وايي.) 

يو فونيم د کلمې په سر، منځ او پای کې يو ډول تلفظ کېږي نه؛ له ځانګړيو فونيمونو وړاندې يا وروسته په يو حال نه‌ پاته کېږي؛ له يوه کسه تر بله تفاوت په کې ليدل کېږي؛ لهجې په کې نقش لري؛ که د چا دويمه ژبه وي، هم تلفظ ورته نه‌کوي. مګر، دې تفاوتونو باوجود، مونږ يې د يوه واحد په توګه پېژنو. مختلف فونونه تر هاغې د يو فونيم ډولونه/الوفونونه دي تر هغې چې له بل فونيم سره سرحد نه‌شريکوي. يو فونيم، لکه وړاندې مې چې وويل، په سلهاوو څه چې په زرهاوو ډوله تلفظ کېدای شي، اما تر يوې کټګورۍ لاندې ګڼل کېږي. دا داسې ده لکه زمونږ مخکني مثالونه: مالداري او نقليه وسايط. يوه مېږه د واحد په توګه په خپل ځان کې بېلابېلې نوعې لري. يا، کرولا چې مختلف ماډلونه او رنګونه لري. دا د فونيم واحد-توب دویم دليل دی. 

د فونيم د تعريف بل جز چې ښايي توضېح شي، د مانيز بدلون خبره ده. تاسې لږ وړاندې وليدل چې د پور د تلفظ پر مهال يوه غوټه ساه له خولې ووته او که کاغذ مو خولې ته نيولی وي، ښورېده—يا که همداسې لاس هم ونيسي، هوا پرې احساسېږي—او د خپور په کلمه چې بيا، چې هلته هم د /p/ فونيم راغلی، غوټه ساه نه‌راوځي. لاندې، دواړه، د پراخ ترانسکريپشن په اساس راغلي: 

[phor] پور=

[xpor]خپور= 

اوس، مونږ د پور د کلمې لومړی غږ او خپور د کلمې دويم غږ تبديله کړو—د يو بل په ځای يې راوړو: 

[por] پور=

[xphor] خپور=

په مانا کې بدلون راغی؟ نه—نو ځکه دا دواړه غږونه دوه بېلابېل فونيمونه نه‌دي، بلکې د يوه فونيم، /p/، دوه الوفونونه دي. اما که هندي ژبه په پام کې ونيسو، دا دواړه غږونه بيا دوه فونيمونه دي—ځکه چې مانيز بدلون رامنځته کوي: 

[phal] (مېوه) پھل=

[pal](شېبه) پل= 

(په ژبپوهنه کې دې ته کوچنۍ جوړه minimal pair ويل کېږي: دا هغه دوه کلمې وي چې يوازې يو فونيم په کې بدل شوی وي او نوره يو شان وي.) بل او پل په پښتو کې يوه کوچنۍ جوړه ده:

/bal/ بل=

/pal/پل= 

په پورتنۍ کوچنۍ جوړه کې يوازې دوه غږونه بدل دي: /b/ او /p/. د دواړو د تلفظ پر مهال شونډې په يو بل نښلي—غبرګ‌شونډيز دي—اما لومړی يې غږن او دويم يې ناغږن دی. په بله وينا، د /b/ د تلفظ پر مهال غږيز تارونه vocal cords، چې په ستوني کې موقعیت لري، په اهتزاز راځي. که غواړئ پوه شئ، بل داسې تلفظ کړئ لکه نه‌غواړئ څوک مو غږ واوري، يا د چا په غوږ کې خبرې کوئ. اوس پل هم همداسې تلفظ کړئ. په دواړو کې تفاوت نه‌راځي. که مونږ /b/ د /p/ پر ځای کېږدو، مانيز بدلون رامنځته کېږي. په همدې خاطر، دا دواړه فونيمونه دي. 

اوس چې فونیم تعريف لږ واضح شو، ښه ده چې د فونيم او فون په توپيرونو ځان پوه کړو. يو توپير دا دی چې په فون کې ټول هغه غږونه شاملېږي چې مونږ يې په غږیز جهاز کې رامنځته کوو او ژبنۍ استفاده ځنې کوو، هغه که د هرې ژبې وي. 

يو شمېر غږونه شته، چې ظاهراً له نورو غږونو سره ترکيب کېږي نه، خو مونږ يې هماغسې کاروو او استفاده ځنې کوو. مثلاً، که تاسې په چا/کوم کار افسوس ښکاره کوئ، له ځان سره کوم غږ کاږئ؟ يا، يو شمېر خلک د دې پر ځای چې نه‌ ووايي، د “څوق” په څېر يو غږ وباسي. يو بل داسې غږ د حیواناتو د درولو په وخت کاږو. د دې غږونو يوه بله ځانګړنه دا ده چې، د نورو نورمال غږونو په خلاف، ساه په کې د شا په لور ځي. دې ته په فونټکس کې Clicks ويل کېږي. دا فونونه اما فونيمونه نه‌دي. يوه وجه يې، البته زما په نظر، دا ده چې دا لکه نور نورمال غږونه په غږيزو چاپېريالونو کې راتلی/معاوضه کېدای نه‌شي تر څو مانيز بدلون رامنځته کړي—د فونيم د تعريف يوه برخه نه‌ بشپړوي. 

له دې ښکاري چې فونونه پراخه دي او فونيمونه محدود.

 بل، په ځينو مواردو کې يو فونيم اصلاً له دوو فونونو څخه جوړ شوی وي. تاسې د پښتو (زده) او د انګليسي (ستار) کلمو دوه لومړي توري وړاندې وروسته کړئ، له ړومبي (دزه = ځه) او له دويم (تسار= څار) جوړېږي. د پښتو تم‌مښلي فونیمونه، لکه څنګه چې له نوم څخه يې ښکاري، له دوو فونونو څخه جوړ شوي دي. که تاسې وګورئ، په فونټيک الفبا کې، د دې فونيمونو سمبولونه هم له دوو سمبولونو څخه ترکيب شوي: ځ=d͡z، څ=t͡s. په دې ډول، دا خبره صدق کوي چې فونټکس د فونولوژۍ يا فونونه د فونيمونو لپاره خام مواد برابروي. 

درېيم توپير دا دی چې فونونه يوه فزيکي پديده ده او فونيمونه يوه ذهني: هر فونيم، يا فونيمونه، چې د يوې کلمې د تلفظ لپاره په ذهن کې استخدام کېږي، همدا چې غږيز جهاز ته رارسېږي، په فونونو اوړي. که تاسې وغواړئ چې په يوه کلمه کې يو غږ له بله بېل کړئ، دا کار يوازې ذهناً ترسره کولی شئ. (مونږ کله داسې کوو چې يو فونيم تلفظ کړو او بيا دمه وکړو او وروسته بل فونيم تلفظ کړو؟ داسې نه‌کېږي. مونږ ډېرې خبرې په يوه ساه کوو او له همدې امله د غږونو تر منځ سرحدونه يوازې ذهن ټاکلی شي). تاسې وکتل چې مونږ د خپور له کلمې نه د /x/ فونيم په اسانه بېل کړای شو—ځکه چې له يو تم فونيم څخه مخکې راغلی و. خو که اوس وغواړو چې د /o/ فونيم ځنې بېل کړو، دا کار به څومره شونی وي؟

ما چې د Audacity په پروګرام کې هڅه وکړه، د /o/ فونيم مې له /p/ او /r/ فونيمونو څخه جلا نه‌ شو کړای—داسې ښکاره شو لکه د /o/ فونيم چې د /p/ د فونيم له پيل څخه پيل شوی وي او د /r/ فونيم تر نیمایي غځېدلی. که وغواړو چې د بند له کلمې څخه د /n/ فونيم لرې کړو، دا کار په فزيکي ډول، د کوم کمپيوټري پروګرام په مرسته، څنګه ترسره کولی شو؟ د /n/ فونيم نږدې په ټوله کلمه خور دی—سرحدونه يې په بشپړ ډول مات کړي. اما، که وغواړو چې ذهناً يې لرې کړو، دا کار په ډېر اسانه ترسره کېدای شي: مونږ له بند څخه بد ډېر زر جوړولی شو. 

که دا خبره لږه بل ډول وکړو: د فونيمونو له يو بله جلا کول د اورېدونکي کار دی. څرنګه چې وړاندې وويل شول: فونيم تل يو ډول نه تلفظ کېږي؛ يو سړی تر بله د فونيم په ادا کې توپير لري. د چا غاښونه لوېدلي وي، د چا ژبه بندېږي، څوک ډوډۍ خوري او خبرې کوي، څوک عمل لري او په خوله کې څه ږدي. سربېره پر دې، د هیچا د خولې تشه، د ستوني، ژبې، غاښونو، پوزې او نورو غږيزو غړيو اندازه يو قسم نه‌وي—د يو چا نږدې ټول غږونه پزيز وي. سربېره پر دې، يو کس په مختلفو شرایطو کې يو فونيم په مختلف ډول ادا کوي: څوک که وارخطا وي او ډېر فونيمونه بدل تلفظ کوي. د دې يو غوره مثال د /ʃ/ فونيم دی. په ځينو لهجو کې حتی /s/ ته ورته تلفظ کېږي اما مونږ بيا هم ذهناً هغه د /ʃ/ په توګه اخذ کوو: زمونږ يو ملګری او همکار دی، د مياشت، مشر او غوماشې کلمې د مياست، مسر او غوماسې په ډول تلفظ کوي. 

تاسې به لیدلي وي چې د دويمې ژبې ویونکي د پښتو يو شمېر فونيمونه چې څنګه ښايي هسې نه‌شي توليدولی؛ هغوی به ممکن، په ذهني لحاظ، پوهېږي چې ټول او تول متفاوت دي اما، په فزيکي لحاظ، نه‌شي کړای چې تفاوت په کې ایجاد کړي. له بلې خوا، د کندهار په لهجه کې د /ʐ/ او /ʒ/ فونيمونه، چې په پښتو الفبا کې په ترتيب ږ او ژ ګرافيمونه لري، دوه بېل فونيمونه دي. په بله وينا، که د کندهار د لهجې ويونکی د ژوند او ږيرې کلمې تلفظ کوي، د کندهار د لهجې اورېدونکی پوهېږي چې د دواړو کلمو په پيل کې دوه بېلابېل فونيمونه کارول شوي خو د نورو لهجو اورېدونکي، خصوصاً هغه چې د کندهار له لهجې سره بلد نه‌دي، فکر کوي چې په دواړو کلمو کې يو فونيم کارول شوی—ځکه چې د ده په ذهن کې دا تفکيک له وړاندې ثبت شوی نه‌دی او همدا ده چې پوهېدای پرې نه‌شي.

په کوریایي او جاپاني ژبو کې د /r/  او /l/ فونيمونو تر منځ تفاوت نه‌کېږي—يو جاپانی/کوریایی د پښتو تول کلمه د تور په ډول اوري. 

 له دې ښکاري چې د فونيم په لومړي تعریف کې، لږ تر لږه، درې نورې مسئلې ورزياتې شي: يو، فونيمونه ټاکلي دي؛ د فونونو په څېر پراخ نه‌دي. دويم، فونيمونه کېدای شي له دوو فونونو څخه جوړ وي. درېيم، فونيمونه ذهني پديده ده. په دې ډول، لازمه ده چې يوې مسئلې ته اشاره وکړم: فونولوژي يا فونيمکس پر فونټکس تکيه لري او فونټکس، بالعکس، په فونولوژۍ یا فونيمکس تکيه نه‌لري—خپلواک دی. 

اما الوفون څه دی؟ د الوفون او فون تر منځ توپير څه دی؟ مونږ وړاندې وويل چې فونونه فزيکي پديده. په بله وينا، هر فونيم چې له ذهنه د خولې ساحې ته راځي، په فون بدلېږي. څه چې تلفظ کېږي او څه چې غوږ ته راځي، فونونه دي اما څه چې انګېرو—يا يې بولو—فونيمونه دي. 

د خبرو اترو پر مهال فونونه داسې تلفظ کېږي چې له يو بل سره تفاوت ولري. که د دوو فونونو تر منځ تفاوت دومره وي، چې مانيز بدلون رامنځته کړي، دوه فونيمونه بلل کېږي او که مانيز بدلون رامنځته نه‌کړي، د يوه فونيم الوفونونه بلل کېږي—د ځانګړنو تر منځ یې يوازې يو توپير موجود وي: لکه يو ساییز وي او بل ناساييز. فونيمونه بيا دوه متفاوت فونونه دي او مانيز بدلون رامنځته کوي—د ځانګړنو تر منځ يې لږ تر لږه يو توپير موجود وي:  لکه يو غږن وي او بل ناغږن. 

د /n/ فونيم لږ تر لږه درې الوفونونه لري: که له ناغږن غاښیز فونيم /t/ څخه وړاندې راشي، غاښیز او لنډ ادا کېږي—د داسې کلمو پښتو مثالونه کم دي او که د دې ليکنې پر مهال زما ذهن ته رانغلل خو که د عربي مروج ټکی بنت په پام کې ونيسو، دا قاعده پرې تطبیقېږي. که همدا فونيم له غږن غاښیز /d/ او غږن تالوییز /g/ څخه وړاندې راشي، اوږد ادا کېږي—لکه د بند او جنګ په کلمو کې. پرته له دې حالتونو، په خپل نورمال ډول، يا هغه ته نږدې، تلفظ کېږي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب