دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپنتاګون، په افغانستان کې امریکايي پوځیان له دفاعي حالت سره سره د...

پنتاګون، په افغانستان کې امریکايي پوځیان له دفاعي حالت سره سره د افغان ځواکونو دفاع کوي

تاند (چهارشنبه، د ثور ۲۳) د امریکا د دفاع وزارت ویندوی وايي، په افغانستان کې مېشت امریکايي پوځیان لا هم په دفاعي حالت کې پاتې کېږي خو که طالبان پر افغان امنیتي ځواکونو حملې زیاتې کړي، دا ځواکونه به هم د ځان د دفاع لپاره بریدونه وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل، لغمان او ننګرهار کې له خونړیو تروریستي حملو وروسته افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته امر وکړ چې له دفاعي حالته راووځي او تهاجمي دریځ خپل کړي.

د پینتاګون ویندوی توماس کمبل وویل، په افغانستان کې امریکايی پوځیان دفاعي حالت لري خو که طالبان پر افغان ځواکونو بریدونه کوي امریکايي پوځیان به دفاعي حملې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازي ضمیر کابلوف وايي چې د طالبانو حملې د امریکا او طالبانو د موافقې سرغړونه نه ګڼل کېږي.

خو ده د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دا امر چې افغان امنیتي ځواکونه دې له دفاعي حالته تهاجمي حالت غوره کړي، د سولې د بهیر خنډ وباله او ویې ویل له دې داسې ښکاري چې کابل د سولې خبرو ته لېوالتیا نه لری.

1 COMMENT

  1. داسې مالوميږي چې روسیه د افغانستان په کورنیو چارو کې د مستقیمې مداخلې خوبونه وینې . جالبه ده چې ضمیرکابلوف د طالبانو په حملو راضي ښکاري چې په افغانستان کې د بېګناه خلکو ، دیني او مذهبي مراسمو او د ماشومانو په روغتونو نو د حملو ملاتړ ښکاره کوي.
    د افغانستان دولت باید په لومړي قدم کې دا کابلوف نور افغانستان ته ممنوع الدخول او غیر مطلوب اعلان کړي . د یوه هېواد په کورنیو چارو کې د مخامخ مداخلي ځواب باید قاطع او چټک وي. که روسان له افغانستان سره ښې اړیکې غواړي نو خپل دا بې عقل استازی دې خپله وروغواړي او پرځای دې یو مناسب انسان وټاکي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب