پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهلاوروف: روسیه تیاره ده چې د امریکا او طالبانو د موافقې په...

لاوروف: روسیه تیاره ده چې د امریکا او طالبانو د موافقې په تطبیق کې مرسته وکړي

تاند(چهارشنبه، د ثور ۲۳) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي، هیواد یې چمتو دی چې د امریکا له متحدو ایالتونو او طالبانو سره د دوحې د سولې د موافقې د تطبیق پر سر د دوی د اختلافاتو په حل کولو کې مرسته وکړي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، لاوروف د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره په کنفرانس کې وویل «موږ دې موافقې ته سلامي کوو، خو دا خبرداری هم ورکوو چې باید ګاونډیو هیوادونو ته لا فعال رول ورکړل شي چې د هغوی ګټې هم په پام کې ونیول شي.»

د روسیې او چین ترڅنګ ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، هند او پاکستان د شانګهای د همکارۍ ټولنې غړي هیوادونه دي.

لاوروف دې ته په ا شارې چې د افغانانو ترمنځ پراخو خبرو ته اړتیا د ه، وویل «موږ په دې نه خوشالېږو چې د امریکا او طالبانو موافقې له ستونزو سره مخامخ شي. موږ په دې پوهېږو چې ولې داسې کېږي؛ موږ حاضر یوو چې د دغو ستونزو په حل کولو کې مرسته وکړو.»

کنفرانس ته د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د سولې د پروسې د عواملو د تشریح کولو په ترڅ کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني له لوري د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو د پیلولو امر او د بندیانو د خلاصون د ځنډولو یادونه وکړه.

لاوروف تل د طالبانو د دریځ ملاتړ کړی او د افغانستان د جګړې مسوولیت امریکا او د افغانستان حکومت ته متوجه بولي.

خو لاوروف وویل، د سولې موافقه یوازې هغه وخت ممکنه ده چې د افغانانو ګټې په پام کې ونیول شي او بیا د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو مشروع ګټې خوندي شي.

ده په ځانګړي ډول د ازبکستان، تاجکستان، چین او پاکستان نومونه واخیستل.

1 COMMENT

  1. لوروف/ذبیخ اله مجاهل او خمید کرزی د طالیبانو سخنګویان دی۰کله کله عمران نیازی هم د طالیب لپاره ګړیږی۰ اشرف غنی بابا دی ژوندی وی مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب