جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېپر ښځو او ماشومانو برید کوم دین کې شته؟| سید عبدالله پاچا

پر ښځو او ماشومانو برید کوم دین کې شته؟| سید عبدالله پاچا

تاسو ولیدل چې یوه ډله ځناور د سه شنبې په سهار د کابل ښار لویدیځ دشت برچي سیمه کې یو روغتون ته دننه شول او ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل.

دا روغتون ملي سل بستریز روغتون دی چې تر ډيره پکې حامله میرمنې بستر وي چې ماشومان نړۍ ته راوړي او یا یې راوړي وي.

د اسلام تر نامه لاندې دې ځناورو ډول د اسلامیت او انسانیت ټولې پولې ماتې کړي او داسې کارونه کوي چې ټولو انسانیت ترې شرمیږي.

ایا ترهګر خبر نه دي چې روغتون کې ملکیان دي؟

ایا د اسلام تر نامه لاندې ځینې ځناورې ډلې خبرې نه دی چې روغتون کې ماشومان او ښځې بستر دي؟

ایا ترهګر ځناور چې برید کوي د برید په اړه نه پوهیږي چې روغتون کې څوک دي؟

ایا دا ځناور نه پوهیږي چې ښځې او ماشومان د کفارو هم په جګړه کې خوندي دي؟

ایا دا ځناور نه پوهیږي چې ملکیان د جګړې برخه نه ده او جګړه کې خوندي دي؟

ایا دا ځناور نه پوهیږي چې اسلام د هر ډول ډله ییزې وژنې ممناعت کړی؟

ایا دا ځناور نه پوهیږي چې روغتون باندې برید هیڅ د جګړې اصولو کې نشته؟

ایا دا ځناور چې روغتون ته دننه شول، هلته یې و نه لیدل چې ښځې او ماشومان پکې بستر دي.؟

دا ځناور په دې ټولو شیانو پوهیږي ، خو جهالت دومره ړانده کړي چې د جنت! په حوس باندې د هر چا وژل ورته جواز لري.

دا ځناور په دې هر څه پوهیږي چې نه اسلام او نه انسانیت په جګړه کې د ښځو او ماشومانو د وژل کیدو جواز ورکوي، خو بیا هم دا کار کوي.

تاسو ولیدل چې د دشت برچې د ملي سل بستریز روغتون ۱۴ ښځې او ماشومان په برید کې شهیدان شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

دوی یواځې د انسان وژلو څخه خوند اخلي، دا وحشي ځناور چې انسان خواره ورته هم ویلی شو، په هیچا رحم نه کوي.

افغان سرتيري دي ژوندي او سرلوړې وي چې په وخت یې اقدام وکړ او دا ځناور یې پرينښودل چې زیات ملکیان قرباني کړي.

سرتيرو په ځانګړي ډول ځانګړو ځواکونو په وخت اقدام وکړ، ترهګر یې محاصره کړل او یرغمل کسان چې شمېر یې سلو ته رسیده، د ترهګرو له وحشت وژغورل.

زموږ سرتيري سرونه لاسونه کې نیولي او د دې وطن د خلکو د ژغورلو لپاره تیار دي چې له خپل سر هم تېر شي.

دا ځناور چې اوس په نظامي ځایونو برید نه شي کولی، هغو ځایونو کې برید کوي چې هلته هیڅ چمتووالی نه وي، ځکه خلک نه پوهیږي چې دښمن یې دومره پست دی چې ان روغتون او جومات ترې هم خوندي نه دی.

خو افغان ځواکونه به هر ځای او هره برخه کې دا ځناور له ماتې سره مخ کوي، لکه د سه شنبې په ورځ یې چې پر روغتون برید کې له ماتې سره مخ کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب