جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورد علي گل پیوند مړینه| آصف بهاند

د علي گل پیوند مړینه| آصف بهاند

د «زړې ډمې» شاعر، «د سینما یاران» یوازې پرېښودل

د پښتو د معاصرې شاعرۍ مطرح شخصیت، د «زړې ډمې» خالق، د وخت د ناخوالو «سیلۍ» ځپلی شاعر علي گل پیوند، له یو عالم دردونو، رنځونو سره ټول فرهنگي بهیر او «د سینما یاران» یوازې پرېښودل او ډک زړه په ابدي سفر روان شو. 

د ۲۰۱۲ کال د نومبر میاشتې پر اولسمه نېټه، کوپنهاگن مېشتو فرهنگیانو د علي گل پیوند د فرهنگی شخصیت لمانځغونډه جوړه کړې وه، زه هم دې غونډه ته بلل شوی وم او یوه لنډه وینا مې واوروله. د هغې وینا په یوه برخه کې ما داسې لیکلي وو:

«… د غونډې د جوړیدو د خبر په اوریدلو سره سمدلاسه «زړه ډمه»، د هغې تریخ او له مجبوریتونو ډک ژوند او د زړې ډمې د نقاش فکري انځورونه او د زړې ډمې د هستونکي د ترخه ژوند ترخې شیبې را په زړه شوې. هغه وختونه راپه زړه شول چې د زړې ډمې د نقاش د ککرې په ګومبزه کې تودو فکرونو آزانګې کولې او په وینو کې یې تودو مستو څپو موجونه وهل. 

دا وخت که د زړې ډمې بدن د ټولنې ناخوالو په خوني منګولو شکارې کړی او په وینو لړلی و، دغسې د زړې ډمې د اندامونه د انځورګر ځوان او قوي وجود، د وخت «تورومدیرانو» سره مروړلی و او داسې څرخي پلونو کې یې تړلی و، چې غږ یې هم چا ته نه رسیده…»

هو پیوند اته کاله د کابل د څرخي پله یوې برجورې هیبتناکې کلا ته ور میلمه کړای شو. هلته یې میلمه پالو له رواني او فزیکي پلوه داسې درناوی؟ کړی و چې بیا یې هغه میلمه پالنه د ژوند ترپایه هېره نه شوه او د هماغې میلمستیا او میلمه پالنې یادونو ډېر شعرونه او ډېر یادونه ورنه غلا کړل او…

خدای دې ورباندې ورحمېـږي!

دلته به د علي گل پیوند فرهنگي شخصیت ته د درناوي په پارد خپلې هماغې مقالې بشپړ متن یو ځل بیا خپور کړم چې په ۲۰۱۲ کال کې مې د ده د لمانځغوندې له پاره لیکلې او خپره کړې وه:

«زړه ډمه» او نوی کورګی

 

د ډنمارک په کوپنهاګن ښارکې، ځینو فرهنګیانو پتیلې ده چې د علي ګل پیوند د فرهنګي کارونو او هستونو د څرنګوالي او قدردانۍ په باب، د۲۰۱۲ کال د نومبر په اوه لسمه نیټه د ګڼ شمیر شاعرانو او لیکوالو په ګډون، یوه څیړنیزه لمانځغونډه جوړه کړي. ما نه هم هیله وشوه چې په دې غونډه کې ګډون وکړم. د کوربنو دې کور ودان او فرهنګي نغری دې تود وي چې په دې پلمه څو لیکوال او شاعر یاران تر یوه چت لاندې سره راټولوي. 

د پیوند د آثارو نشتوالي او د وخت لنډ والي مې لاسونه راوتړل او ومې نه شو کړای چې د پیوند د اشعارو او آثارو د شکل و شمایل او جمال و کمال په باب، هغسې چې لازمه ده، یوه څیړنیزه مقاله ولیکم؛ د انتقاد توره پسې راوباسم او یا یې د توصیف په وریښمین او پاسته بستر کې ویده کړم، خو د دې درنې فرهنګي ناستې د درناوي له پاره غواړم یو څو کرښې ولیکم. په دې لنډه لیکنه کې زما او د پیوند د لیدنې او پیژندګلوی یوه داسې خاطره له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم چې ډیر لږ دوستان به ورنه خبروي.

د غونډې د جوړیدو د خبر په اوریدلو سره سمدلاسه «زړه ډمه» او د هغې تریخ او له مجبوریتونو ډک ژوند او د زړې ډمې د نقاش فکري انځورونه او د زړې ډمې د هستونکي د ترخه ژوند ترخې شیبې را په زړه شوې. هغه وختونه راپه زړه شول چې د زړې ډمې د نقاش د ککرې په ګومبزه کې تودو فکرونو آزانګې کولې او په وینو کې یې تودو مستو څپو موجونه وهل. 

دا وخت که د زړې ډمې بدن د ټولنې ناخوالو په خوني منګولو شکارې کړی او په وینو لړلی و، دغسې د زړې ډمې د اندامونه د انځورګر ځوان او قوي وجود، د وخت «تورومدیرانو» سره مروړلی و او داسې څرخي پلونو کې یې تړلی و، چې غږ یې هم چا ته نه رسیده.

خو زړې ډمې، له بندیزونو سره ـ سره کله ـ کله له زندان څخه د باندې سرښکاره کاوه. د همدې بغاوت په ورځو کې یوه ورځ د «باغ عمومي» د ټیټکي نیمه دیوال په څنګ کې راسره مخ شوه، اوتر ـ اوتر یې یو خوا بل خوا کتل، زما چې ورباندې پام شو، ډیر ژر یې په ژړاندو سترګورا ته وویل:

«در سره وامېخله چې ستړې یم او د خپل زړه په کتابتون کې مې داسې پټه کړه چې نور نو د دې تیري کونکو لاس هم راونه رسیـږي.» 

«زړه ډمه» وړه وه، دومره وړه چې زما په جب کې ځای شوه، کور ته مې راوړه او څو ورځې مې ښې مرکې ورسره وکړې، خو هغې خپلو ترخو ورځو او خپل ورک خاوند پسې اوښکې تویولې او… 

دا ډاریده، خو ما د تاریخ مرصع په تاوده اړخ کې ویده کړه، د خوشال دستارمې د پردې په څیر په عزت ور په سرکړ او د خوشال د ژبې د انتقاد تیره توره او سپاهیان، چې د خولۍ پر پیک یې د خوشا ل کلیات لیکلي وو، ورته پیره داران کړل.

د زړې ډمې خاوند هغه وخت ما له نږدې نه پیژانده، کله ـ کله به زړې ډمې د هغه د ککرۍ د غږونو او تودې وینې د جوش کیسې راته کولې او…

زه دا وخت د کابل پوهنتون د پښتو څانګې په باغچه کې د یوه واړه کورګي په جوړولو لګیا  وم، پرته له دې چې د وخت ناخوالو او نازکو حالاتو ته پام وکړم، له هرځای نه مې د اړتیا وړ خښتې را اخیستې او څنګ په څنګ مې سره کیښودې، ترڅومې دا وړکی کورګی سرته ورساوه، د دې واړه کورګي په تندي مې ولیکل:

«د پښتو ادبیاتو د معاصرې دورې منظوم متون»

د دې کورګي په جوړولو کې ما د زړې ډمې د بدن ښکلي اندامونه او د زړې ډمې د خالق یو څو ښکلي انځورونه هم کارولي وو، خو دې ته مې پام نه و چې د زمانې د میرغضب، نه زړه ډمه خوښیـږي او نه یې د زړې ډمې نقاش؛ خو د وخت د غوښتنې له مخې، له بندیزونو سره ـ سره زما د واړه کورګي د دیوالونو د ښکلا او سمبالتیا له پاره، هم د زړې ډمې اندامونه په کار وو او هم د زړې ډمې د نقاش ښکلي انځورونه.

دا وخت زړې ډمې زما له دلاساینې او میلمه پالنې سره ـ سره، په خپل خاوند اوساتونکي پسې پټې، پټې اوښکې تویولې او د زړې ډمې نقاش د تور صیاد، د تورو تمبو ترشا، د خپلې ځوانۍ د ګل د رژیدو نندارې ته مجبوراً، لاس ترزنې ناست و.

زه د یو نوي او بې تجربې معمار په شان لګیا وم او له بندیزونوسره ـ سره مې د زړې ډمې ښکلي اندامونه لکه زرینې خښتې، په خپل واړه کورګي کې کارول، ما د ټیټ لاسي او تازه کاره معمار په ډول خپل کار باید د سرمعمار د هوکړې له پاره هغه ته ورښودلای وای.

زوړ«وستاکار» پوهیده چې د دې واړه کورګي په جوړولو او ښکلا کې باید د نورو زرینو خښتو تر څنګ، د زړې ډمې اندامونه او نقاشۍهم وکاریږي. زاړه معمار سره له دې چې تور صیاد سره پخوانۍ آشنايي درلوده، خو هنري تیزبین نظر یې اجازه ورنه کړه چې د زړې ډمې د ښکلو انځورونو په پریکولو سره کومه ګناه وکړي، یوازې یې دومره راته وویل چې: 

«زه د دې ښکلي کورګي په جوړلولو کې د زړې ډمې ښکلو انځورونو ته څه نه شم ویلای، خو د دې له پاره چې دا ښکلی کورګی سرته ورسیـږي، نقاش یې باید د علي ګل پرځای «ع ــ پ» وښودل شي، که نه نو د تور صیاد جلادان به د زړې ډمې ښکلي اندامونه غوڅ کړي او د زړې ډمې د نقاش انځورونه به په اورکې وسیځي»  

ما هم دغسې وکړل، د ادبیاتو د بڼ د دې واړه کورګي د ښکلا په خاطر مې د زړې ډمې د انځورګر نوم له علي ګل نه، په «ع ــ پ» واړاوه.

او د ادبیاتو په بڼ کې د دې واړه جوړ شوي کورګي د ښکلو دیوالونو پر یوه اړخ باندې اوس هم د زړې ډمې د نقاش یو څو ښکلي انځورونه د علي ګل په نامه نه، بلکې د «ع ــ پ» په نامه راځړیـږي.

کلونه وروسته د تور صیاد خونه د زمانې توندو بادونو ورانه کړه، د زړې ډمې خاوند هم د زړې ډمې د پله د پیدا کولو په خاطر زیړ زبیښلی، د تور صیاد له تورو تمبو نه د باندې راووت، خو د څرخی پله په تاویدونکو څرخونو کې دومره سره مروړل شوی و، چې لوری یې نه پیژانده.

«هی میدان و طی میدان و خارمغیلان » چې یوه ورځ د پوهنتون په بڼ کې ما (آصف بهاند) ته په مخه راغی. زه ورته مخامخ ودریدم،د «ع ــ پ» د لیکلو له شرمه مې پیوند صاحب ورته ونه شو ویلای او یوه اوږده شیبه مې ((ع پ ،ع پ )) توري مخې ته وړاندې وروسته کیدل، چې په دې کې چا ورته وویل:

دی، د ادبیاتو په بڼ کې د واړه کورګي هغه معماردی چې د زړې ډمې انځورونه یې په کې کارولي دي. ښکته پورته یې راته وکتل غیـږ کې یې ونیولم او د دې په خاطرچې د ده په نه شتون کې ما د زړې ډمې عزت کړی و، زما مزد یې په یوه واړه ټوټه کاغذ کې د یوه لنډ آزاد شعر په چوکاټ کې راکړ چې دتورو تمبو تر شا یې زما په یاد لیکلی و.

بیا، په هغه ــ د چا ښیرو وهلي ــ بڼ باندې له سرو بادونو وروسته، څه شنه، سپین او تور بادونه یو په بل پسې راوالوتل،«د خیبرجګړه» نوره هم په کې توده شوه، د زړې ډمې د خاوند له تګ نه وروسته، د ده شاعرو یارانوهم د لار ورکو لارویانو د پلونو په ګردونو پسې روان شول، په هوا شول او لکه وزر سوې زاڼې، هر چا د خپلو سوو وزرونو د توان په اندازه مزل وکړ، څوک په اورونو کې ولویدل، ایرې شول او چا په پردیو چاپیریالونو کې د غمونو او ډار له درنو پیټو سره ځانونه غلي کړل. په هغو کې یو نیم کله ـ کله د یوسپڼ په څیر، یو نیم غږ کوي او څوک بیا په کې داسې غلي دي لکه د مړیو په کلي کې یې چې شپه وي؛ خو د زړې ډمې خاوند، د یادونو او غمونو له درنو پیټو سره لکه وزر ماتی، وزرسوی نا امیده بلبل یو نیم غږ کوي. کله یې د تور مدیر د زندان وحشت لړزوي، کله یې د زړې ډمې بې سر پرستي د لیونیانو په شان خندوي، خو کله ـ کله د توندو سیلیو د راتګ مخې ته د مقاومت دیوال جوړوي او د خپل خاطر باولۍ الوزوي، کله لرغونو اسطورو ته چوکاټونه جوړوي او کله هم د سینما له یارانو سره د زړه خواله کوي او تیر هیر یادونه تازه کوي.

او دا دی نن خپلو شاعرو یارانو او دوستانو سره ناست دی او د تیر هنري ژوند په نندارتون کې د خپلو ایستلو تابلوګانو ننداره کوي.

                      لومړی زړه ډمه او زندان،

                                  بیا سیلۍ باولۍ او د سینما یاران،

                                                            وروسته به راشي… 

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب