سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Home+”د مات شوي زړه د کړنګ خپله مزه وي“ | امیرجان وحید...

”د مات شوي زړه د کړنګ خپله مزه وي“ | امیرجان وحید احمدزی

دوه کاله وړاندې یانې د ۱۴۰۱ لمریز کال د عقرب په اتلسمه نېټه د مني نیمه شپه د هیواد او ولس د یو خواخوږي، ټولنیز او ولسي شخصیت ارواښاد حاجي شمروز ولي خېل په وفات کېدو نه یوازې زما، بلکې د هغه د ډېرو خپلوانو، ملګرو، دوستانو، خواخوږو او همزولو زړونه هم مات شول.

د دغو غمجنو او ماتو زړونو کړنګ مو بابېزه ونه ګاڼه. په همغو غمجنو شیبو او ورځو شپو کې د هغه هر مات شوي زړه د کړنګا پوښتلو او را یوځای کېدو ته مو کار ووایه. څو تنو ځوانانو لېڅې راونغښتې، له هغو مشرانو، ځوانانو او د حاجي مما خواخوږو، اشنایانو او خپلوانو پسې کور په کور وګرځېدل او وې پوښتل چې د حاجي شمروز ولي خېل مړینې  ولې غمجن کړل؟

هغوی ویل: ” حاجي شمروز ډېر خوږ، متدین، پرهېزګاره، مسلمان، د خیر، مخلص، صادق، کمینه، پر وطن او قوم مئین، مجاهد،سخي، مهربان، بختور، زړخوږی، قوم پرسته، اتحاد غوښتونکی، د جرګو، مرکو او مهربان شخصیت و. د اخلاقو، دیندارۍ او خیرخواهۍ یوه نمونه وه. مثبت، سوله ییز او د یووالي فکر او د انسانیت لپاره یې کار وکړ. د احمدزیو ډېر ښکلی، غښتلی، د خیر او برکت مشر او سالار و. د سولې او خیر د خبرو سرکښ او خپلواک سړی و. په ډېره نرمه لهجه غږېده او هرچا ته به یې په ورورۍ قناعت ورکاوه. د ډېرې لویې حوصلې خاوند و. دېره او حجره یې لرله او ډېر مېلمه پال و. د خلکو جوړه پرې کېده اوهمېشه به خلک پرې راټول وو. “

د لنډیز په موخه مو د ۱۹۵ مرکوالو له منځ څخه یوازې د اوو تنو له مرکو او خاطرو څخه د ارواښاد حاجي شمروز ولي خېل په اړه پورتني القاب او ښېګڼې راچاڼ کړې. د همدغو مشرانو د اخلاص او د ځوانانو د هلو ځلو له برکته مو په لږ وخت کې د ارواښاد حاجي مما د ژوند، شخصیت او ښېګڼو په اړه یوه ارزښتناکه معنوي پانګه مخې ته پرته وه.

د ګڼو ماتو شویو زړونو دغه کړنګ مو په کړنګا بدله کړه. په دې مانا چې د هغوی د زړه خبرې مو سره رایوځای کړې او تر هغو چې د حاجي مما څلوېښتي را رسېده، نو د یو مستند او ډاکومنټري په بڼه مو برابرې او خوندي کړې.

د څلوېښتۍ په شپه مو چې دغه نږدې دوه نیم ساعته مستند د حاجي مما راټولو شویو خواخوږو، خپلوانو او ملګرو ته وړاندې کړ، ډېرو یې د نندارې پرمهال خپلې اوښکې تم نشوې کړای، مګر زړونه یې د هغه مستند په لید ډېر خوښ شول او  هغو ځوانانو ته یې شاباسی ورکړ.

یادو ځوانانو یوازې په دې مستند او ډاکومنټري اکتفا ونه کړه، دوی هوډ وکړ چې د ماتو زړونو دغه کړنګا او د حاجي مما د شخصیت په اړه د ډېرو درنو مشرانو، ځوانانو دغو راټولو شويو مالوماتو، کیسو او خاطرو ته کتابي بڼه ورکړي. د یو کال په اوږدو کې یې له ډېرو هڅو او سلا مشورو وروسته دغه کار هم بشپړ کړ.

دغه مالومات مو د ارزونې او لا کره والي په موخه له استاد اسدالله غضنفر، ډاکتر محمدابراهیم شینواري او ډاکتر عبداللطیف یاد سره د برېښنالیک له لارې شریک کړل. د دغو درې واړو ښاغلو دې کور ودان وي چې د بوختیاوو باوجود یې دغه څه دپاسه زر مخه مالومات ولوستل او خپلې ارزښتناکې تبصرې، خبرې او تقریظونه یې ورباندې ولیکل چې د کتاب په پیل کې راغلي دي.

په دغه څه دپاسه زر مخه کاغذونو کې چې له زرو (۱۰۰۰) زیات عکسونه هم وو، دوه درې ډیزاینرانو ورباندې خواري وکړه، خو د ښه والي لپاره به مو چې مشورې ورکړې، نو خپل عذر به یې وړاندې کړ، بیا به مو له سره بل ډیزاینر ته ورکړ.  درې، درې نیمې میاشتې په همدې تېرې شوې، خو د کتاب ډیزاین بشپړنشو.

ښه وو، ځینو ملګرو د ډیزاین لپاره د سپین سهار شمېره او پته راکړه، چې ورغلو او په کمپیوټر کې یې فلش او فایل پرانیست، نو ویل، په څو ورځو کې به یې ډیزاین کړم.

د سپین سهار دې په ځوانۍ برکت او کور ودان وي چې هم یې د خپل نوښتګر فکر او هنرمندو ګوتو په برکت له اونۍ په کمه موده کې کتاب په څه کم شپږ سوه مخونو کې په ښایسته او ګلالۍ بڼه ډیزاین کړ اوهم یې په ژوبله پښه چاپخونې ته راسره ولاړ.

په مطبعې وال یې په مناسبه بیه او ښه کیفیت د چاپ دومره ټینګار وکړ چې موږ ته یې د ویلواړتیا پرېنښوده. د مطبعې وال د ګڼو ژمنو، ځنډ او بې لوظیو باوجود یې د وروستي کتاب تر تسلیمۍ پورې چې دوه درې میاشتې وخت یې ونیوه، د کتاب د چاپ بهیر تعقیب کړ.

بالارخه سږکال د حاجي مما د زوکړې د سلمې کلیزې په مناسبت کتاب چاپ شو او د نوموړي د دویم تلین په مناسبت راټولو شویو مشرانو، خپلوانو، خواخوږو او د حاجي مما مینه والو ته مو په یوه لویه ولسي غونډه کې ووېشه.

د ” حاجي شمروز وليخېل (رحمه الله) ژوند، شخصیت او ښېګڼې“ کتاب په ۵۷۸ مخونو کې په یو سل او  ۳۷زره او ۴۰ کلیمو کې د حاجي مما د ژوند، شخصیت او ښېګڼو په اړه د بېلابېلو مشرانو، سپین ږیرو، علماوو او ځوانانو ۱۹۵ مرکې، کیسې، خاطرې او مالومات ، یو زر او ۶۲ عکسونه او د بېلابېلو شاعرانو ۶۲ موضوعي او مناسبتي بیتونه راوړل شوي دي.

دغه کتاب لوستونکو او په ځانګړي ډول ځوانانو ته په خپلو موخو د تمرکز، د ټولنیز او سوله ییز ژوند، له نورو سره د ښې ګوزارې او چلند، خپلو اهدافو ته د رسېدو، د ګام پر ګام پرمختګ، وطنپالنې، زغم، د نورو د درناوي، د شخصیتي ودې، خپلو کړو وړو ته د پاملرنې، د ستونزو پر وړاندې د استقامت، معقول حل او تعامل او ګڼو نورو مهمو مواردو په اړه داسې ارزښتناک پیغامونه لري چې که دقت ورته وکړي ، نو هم به یې راتلونکی ښه شي، هم به یې شخصیت وځلېږي او محبوبیت زیات شي.

زه او زما ټول ملګري ځانونه په دې بختور ګڼو چې د هیواد د یو حقدار، ولسي او ټولنیز خدمتګار مشر او شخصیت په اړه مو دغه پیل شوې هڅې مطلوب منزل ته ورسولې. یانې د نوموړي په اړه مو د ټولو مرکوالو ارزښتناکې کیسې، مشاهدې، خاطرې او مالومات په کتابي بڼه خوندي کړل. له ټولو مرکوالو په مننې، هغو ځوانانو ته چې په دې برخه کې یې ستړې وګالله د بریا او حاجي مما ته د مغفرت او فردوس جنت کوم.

4 COMMENTS

  1. زه ستا ډیرو خبرو ته احترام لرم او په ډيرو خبرو هم پوهیږم ! خو ګورۍ تاسو قام ، هیواد انسان ته کوم مسبت کارونه کړي دي ؟؟؟؟؟
    زه وایمه هیڅ نه ! که جرګې وې او که مرکې وې د خپل قدرت د بقا لپاره چې په جرګو کې به مو په بدو کې ښځې ورکولې ، ښځه یوه افزار او اله وه او ده د جنسي یو پلوي خواهشاتو لپاره ، هلکان به مو ښوونځي ته نه پرېښودل چې بد اخلاقه کیږي ! غلا د وي حرام دوي ، پسونه حلالیږي او خېټې دي ډ کیږي !زه خپل هم د ستاسو ذات یم خو اوس مې ستا سو له کرداره ډیر بد راځي !!نور څه نه وایمه

  2. اللهم اغفره وارحمه وارفع درجاته في الجنة
    ښه انسان هر وخت ښه ښکاري. الله تعالی دې يې پخپلو رحمتونو او پېرزوينو کې ونغاړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب