سه شنبه, دسمبر 3, 2024
Homeخبرونهد طالبانو مشر امر وکړ چې په کونړ کې دې د اهل...

د طالبانو مشر امر وکړ چې په کونړ کې دې د اهل حدیت مدرسو د تمویل دمخه ونیول شي

تاند (یکشنبه، د عقرب ۲۰ مه) د طالبانو مشر ملا هبت‌الله، په یوه فرمان کې د دې ډلې استخباراتو ته امر کړی چې په کونړ ولایت کې د “اهل حدیث” بهرنۍ مالي منابع وڅېړي او مخه یې ونیسي.

د طالبانو مشر همدارنګه په دولتي ادارو کې د “اهل حدیث” د ګومارنې د مخنیوي او د هغوی پر ایستلو ټینګار کړی.

د دې فرمان پر اساس، ملا هبت‌الله د طالبانو له استخباراتو غوښتي چې د “اهل حدیث” مدرسو بهرنی مالي ملاتړ بند کړي.

په دې فرمان کې همدارنګه ټینګار شوی چې په دولتي ادارو کې دې د “غیر مقلدینو” د نفوذ مخنیوی وشي.

دا فرمان شاوخوا ۲۰ ورځې وړاندې هغه مهال صادر شو چې د طالبانو استخباراتو د کونړ د وضعیت راپور د دې ډلې مشر ته وړاندې کړ.

ملا هبت‌الله اخوندزاده په دې فرمان کې د طالبانو له نظامي محکمو غوښتي چې د وژنو اړوند قضیې وڅېړي او پرېکړې وکړي. همدارنګه له محکمو او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت څخه غوښتنه شوې چې د “اهل حدیث” پر ځای د کونړ اړوند ادارو کې “مقلدین” وګوماري.

د دې فرمان پر بنسټ، ملا هبت‌الله اخوندزاده له د طالبانو د عمومي استخباراتو له مشر څخه غوښتنه کړې چې په کونړ کې یو “قوي او مقلد” کس د استخباراتو د رئیس په توګه وټاکي.

په یوه بله برخه کې د معارف له وزارت څخه غوښتنه شوې چې په کونړ کې جواز لرونکي مدرسې جوړې کړي او د “غیر مقلدینو” مدرسو او د هغوی مالي سرچینو په اړه پلټنه وکړي او د بهرني تمویل مخنیوی وکړي.

په دې فرمان کې د دې ډلې له کورنیو چارو وزارت څخه هم غوښتنه شوې چې په کونړ کې خپل تشکیلاتي جوړښت وڅېړي او بشپړ کړي.

په فرمان کې ټینګار شوی چې د کورنیو چارو وزارت اړوند ادارو کې دې “اهل حدیث” ونه ګومارل شي او که دا ډول کسان وموندل شي، نو له دندو دې ګوښه کړای شي.

په کونړ ولایت کې “مقلد” او “غیر مقلد” اصطلاحوې نسبتاً عامې دي.

طالبان “اهل حدیث” او سلفیان له داعش سره په تړاو تورنوي.

د سرچینو په وینا، دغه ډلې طالبان په دې تورنوي چې دوی په بشپړ ډول د قرآن او حدیث پلي کولو ته ژمن نه دي او هغوی یې پر کورکورانه پیروۍ تورنوي.

دا سرچینې همدارنګه وايي چې طالبان د داعش د نفوذ د مخنیوي په موخه په کونړ کې د “اهل حدیث” مدرسو فعالیت محدود کړی دی.

کونړ د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې سلفیان پکې د پام وړ نفوذ لري.

3 COMMENTS

  1. دنیا د څه په غم کی ده او زمونږ ملایان بیا مذهبی تفرقی په اور کی سوځی، که مذهبی تفرقی وپالو ، نو بیا د مسلمانو سره دښمنی ته د کفارو ضرورت نشته ، ټول عمر به مسلمانان په خپل منځ کی سره وژنی

  2. معنی څوک چې قران او حدیث مني او عمل پرې کوي ددې فقهي او بدعتي طالبانو نه خوښیږي. د یو چا په عقیده او مفکوره هغه هم چې اسلامي وي بندیز دا معنی لري چې طالب خپله غیر شرعي او قراني لاره چې په فقه او فتاوه ولاړه ده اوچت ګڼي. دې ته وایي د تورې او ډبرو د زمانې عقیده.

  3. دا په دین پورې تړاو نلري ! دا يوه ډله د جنایتکارو ځناورو ده ، دوی دخپل قدرت او خپل سري لپاره هر کار کوي ! له منځه وړل یې په هر افغان او هر انسان فرض دي ! دا یو مکروب دی په ټولنه کې چې انسانان د بدبختي او بردګي لوري ته بیایې ! اوس د اولس حوصله تنګه شوې خو د افغاني ټولنې مزخرفو وروسته پاتي بی علمه افکارو او عقیدې دوی ته ځای ورکړی دی!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب