(یوه اوږده، ژوندی خاطره)
له لمرخاته سره سم له کوره ووتم. ژمی و، چې له خولې به دې تپ ووت نو په هوا کې به د لگیدلي سگرېټ د لوگي په څېر تاوراتاو وگډید او بیا به د نرۍ وریځې غوندې په تېزۍ سره په هوا کې ورک شو. په کوم کور کې چې اوسیدو، نوې ورته راکډه شوي وو. د کورونو شرکت لا موږ ته د موټر پارکځای نه و پېدا کړی، ما به خپل موټر لرې د عمومي سړک پر غاړه دراوه. په دې ورځ مې تادي وه، ښه چټک د موټر په لور ورخوځېدلی وم. کله چې پارکځای ته ورسېدم کاته مې کوم چا په برفپاک د موټر پر ښیښې باندې یو یاداشت ورټومبلی دی، کاغذ مې چې راواخیست څو لنډې کرښې پرې داسې لیکل شوې وې:
– سلام! ما سره د هغه ټیلر عکسونه شته چې ستا د موټر دروازه یې وهلې ده؛ که عکسونه غواړې د تلیفون په دې شمیره ما ته زنگ ووهه…
د یاداشت تر لوستلو وروسته مې سمدلاسه د ماین پاکونو په څېر د موټر د دروازو پلټنه پېل کړه، کاته مې چې ریښتیا یوه دروازه ښه چیته او شکارې شوې وه. د یاداشت لیکونکي ته مې زنگ وواهه، تر تلیفوني سلام او لنډې مکالمې وروسته مو سره وخت کېښود چې بیا ورشمه او عکسونه ترې واخلم. موټر مې همغسې په خوړلي ټپ چالند کړ او پکې کار ته ولاړم. مازدیگر چې رخصت شوم، راساً د سړي کور ته ورغلم. همدا چې دروازه مې وروټکوله، یوناڅاپه د دروازې له شا څخه د سپي غپاهاری شو، زړه یې رانه بوټ وښکه، سخت یې اندېښمن کړم چې له دې بلا سره به اوس څه کوم؟ لږ شیبه وروسته د پاخه عمر یو کس چې ویښته او ږیره یې ټول لکه مالوچ سپین شوي وو او د سترگو گاټي یې د شنوو غميو په څېر ځلېدل دروازه پرانیستله، هغه په ورین تندي کور ته د ننوتلو بلنه راکړه. ښايي زما په څېره کې یې له سپي څخه د ویرې کومه نښه لیدلي وه ځکه یې په سترگو کې څه شفر ور تېر کړ او هغه هم لکه فرمانبرداره عسکر مړه غوږونه، پر کوچ غلی،غلی د برنډې خواته ورروان شو، هلته په وره کې کښیناست، د پښوو پر سر یې اوربوز کېښود – نرۍ، نرۍ سونگا یې ختله، سترگې یې په ما کې راخښې کړې، خو نور یې څه نه وېل.
سړي ځان راوپیژاند، هغه متقاعد ښوونکی و چې ښځه یې پخوا مړه شوې وه او اوس یې په دې کور کې له خپل سپي سره یواځې ژوند کاوه. ما هم ځان وروپېژاند، ورته ومې وېل چې گاونډیان یو او په څنگ بلاک کې یې ژوند کوم. سړي د قهوې له ست وروسته کیسه داسې پېل کړه:
– پوهېـږې؟ د یواځېتوب راغلي سین مې خوب له ځانه سره وړی دی. سهار وختي مې په کوټې کې گزمې وهلې، یو ځل له اورسۍ سره ودرېدم او دباندې مې د سړک ننداره کوله، پدې کې مې یو لوی موټر ته پام شو چې اوږد ټیلر پورې تړل شوې و او د سړک په منځ کې یې زورونه وهل چې راتاو شي، په تېروبېر کېدو کې یې ستا د موټر دروازه ووهله، ما کمره راواخیسته او ژر، ژر مې څو عکسونه ترې واخیستل. گاونډي د خپل لپتاپ مخ ما ته راواړوه، عکسونه مې وليدل، جالب خو ځورونکي وو، له هغه څخه مې هیله وکړه چې ما ته یې راولېـږي، هغه هم سمدلاسه دا کار وکړ. د سپي د ناببره برید له ویرې مې ځان گاونډي ته ښه ورنېـږدې کړی و، تر لنډ او صمیمي مجلس وروسته مې له هغه څخه رُخصت وغوښت، د مرستې لپاره مې ورڅخه مننه وکړه، په احتیاط او وړوو گامونو یې له کور څخه ووتم.
پولیسو سره مې خپل شکایت له وړاندې ثبت کړی و، د پېښې عکسونه مې د ثبوت لپاره ورولېـږل. هغو د یوه ایمیل په رااستولو له ما غوښتي و چې د ټیلر نمبرپلیټ ورته پېدا کړم. د دوی غوښتنې ته هک حیران وم، د څو ایمیلونو له تبادلې وروسته پوه شوم چې کیسه څه ده؛ کوم نمبر پلیټ چې په عکسونو کې ښکارېده هغه په لوی موټر پورې د بُکسل شوي ټیلر و؛ اصلي نمبرپلیټ د موټر او ټیلر په نښتې برخه کې پټ شوی و. پولیسو غوښتل چې د دوي کار هم زه وکړم، ان موټروان ورته پېدا کړم، پداسې حال کې چې د پېښې ځای، وخت، د باروړونکي موټر عکسونه، د ترانسپورتي شرکت نوم او د ټیلر نمبرپلیت نغد ورسره وو، خو دوی تېاره مړۍ غوښته؛ نور یې گډووډو ستومانه کړم او د رسۍ سر مې ورخوشې کړ. څو ورځې وروسته په پُستبکس کې د پولیسو د ادارې یو خط رالوېدلی وو. په خط کې د ټیلري موټر چلونکي ته برائت ورکړل شوی و او زما د موټر زیانمنېدل یې مازې یوه پېښه بللې وه. ځان سره مې کړل چې ښايي موټروان یا هم هغه شرکت چې ده ورته کار کاوه څه چل او هنر څخه کار اخیستی وي چې ځانونه یې د پولیسو له منگولو څخه خلاص کړي وو، کنه د پېښې له سیمې څخه تېښته د موټروان د لایسنس د له لاسه تللو په بیعه تمامېدای شي، جریمه یې هم سرباري! په هرصورت د بیمې شرکت زما د موټر دروازه بدله کړه او له دې سره مې ایله ډډې ولگېدې.
دوه، درې کاله مو په دې کور کې سره تېر کړل، بچیان رالوی شوي وو او کله، کله به یې د ځای له تنگوالي څخه سر ټکاوه. د یوه لوی کور د موندلو په لټه کې شو. هله، هله له ډیرو خواریو او هڅو وروسته مو یوه ټوټه مځکه واخیسته ترڅو پکې د گذارې وړ یو کور اباد کړو. ځیني شرکتونه وو چې تیار کورونه یې خرڅول؛ د لرگیو کورونه چې په لنډه موده کې به جوړ او هستوگنې ته برابر شول. له همداسې یو شرکت سره مو خبره وروستۍ کړه او یو کور مو ترې واخیست. له شرکت سره مو جنجال هغه مهال راپورته شو چې له ټاکلي موعود څخه یې یواځې څو ورځې وړاندې خبر راکړ چې د کور د بسته بندۍ لپاره به د برق غم موږ په خپله خورو؛ د کور د بېلو، بېلو ټوټو په تړلو کې برق ته اشد ضرورت وي. د برېښنا مسوول شرکت سرغړاوه او پلمه یې دا وه چې دوی ته د کور جوړولو شرکت ناوخته خبر ورکړی دی، ځکه نو برق په خپل وخت نه شي رارسولی. پوره یوه اونۍ مو دواړو لورو سره ناندرۍ روانې وې، له بلې خوا خبر راکړل شو چې کور هم تیار په ټیلروو کې بار راروان دی؛ ښه اوس څنگه کوې!؟ بلاخره دوی موږ سره د ټگ او ټگمار لوبه پېل کړه؛ وړاندیز یې دا و چې د برېښنا شرکت به موږ ته د لنډې مودې لپاره د برېښنا یوه گرځنده دستگاه راوړي چې د برق له عمومي جېنبکس څخه یې برېښنا تامینیده او زموږ اړتیا یې پوره کوله. په هغه تنگ وخت کې ښه خبره وه، خو دې خدای ناترسو په بدل کې پوره څلوېښت زره کرونه غوښتې، زموږ حال داسې وو چې په جېبونو کې مو د موږک لکۍ نه سپېره کېده خو دوی لکه د ښاروالۍ رشوت خوره مامورین، له موږ څخه د غوړې مړۍ حصول کاوه.
حیران د خدای پاتې وو چې څه وکړو؟ کور ته د مځکې د برابرولو اجاره دار مو هم لړمون راخوړین کړی و، هغه د تادوو په جوړولو کې ناغیـړي کړې وه او پښې یې په یوه موزه کې ننویستې وې چې خپله خطا به ونه مني. خیر، پیسې یې له موږ سره قید پرتې وې، تر هغو مو ورنکړې چې خپل کار یې سم نه و ترسره کړی.
د کورجوړولو او برېښنا شرکت ته مو لا غوڅ ځواب نه وو ورکړی چې دا ده بله ورځ بار موټر راورسېدل او کور یې راوړ. له رسېدلې جوپې سره راغلي کارگر د بالکان د کوم هېواد وگړي وو، په ژبه سره سم نه پوهېدو، بس سرونه مو یو بل ته خوځول او په اشارو غږیدو. د کور بېلې ټوټې څنگ په څنگ په تادوو باندې کېښودل شوې، د چت جوړیدل او دننه میده کاري یې ټوله پاتې وه. د هغې ورځې په مازدیگر چې کارگرو کار بس کړ، باشي یې موږ ته راغی، په گوډه ماته انگریزي او د اشارو په ژبه داسې چالان شو:
– برق خو نه لرئ، زموږ د ماشینونو چارچ خلاص ده، لوی ماشینونه هم په برق چلېـږي، تر سبا موږ برق غواړو، بې برقه کار نه کېـږي!
د دې کارگرو د کار مهال ویش ثابت وي، موږ سره د جوړجاړي او خبرو لپاره هېڅ تیار نه ول، لنډه دا چې د وخت هره شیبه یې په اشرپېو خرڅاوه. دې خلکو کې یو څه د ادب او تهذیب کمی هم و، په منډه ول، پزې یې جگې نیولې وې، د امریکايي کاوبایانو په څېر یې چسپ پتلنونه کش کړي وو، تورې عینکې یې په سترگو کړې وې، ته وا د کمانډو د کوم ټولي سرتیري دي؛ د ملخوغوندې یې پیکپ موټر ته ورټوپ کړل او خپل ناپېـړته حضور یې له موږ څخه کم کړ. زه او مېرمن مې په مېدان پاتې شو او د یو بل په سترگو کې مو د اندېښنو د لگیدلي توپان ننداره کوله. په همدغه گیر توپان کې مو ناڅاپي فکر څنگ گاونډي ته واوښت؛ لکه اوبو وړی چې هر بوټي ته لاس اچوي، خړ ماښام مو د هغو د کور دروازه وروټکوله. له گاونډیانو سره مو پخوا یو دوه ځلې ناستې ولاړې شوې وې او یو څه سره اشنا وو. «بېنکې» دروازه پرانیستله ورپسې یې مېرمن «انا» هم را ښکاره شوه، روغبړ مو سره وکړ – «انا»، «بېنکې» ته مخ واړاوه او ورته ویې وېل:
– په وره کې مه درېـږئ ساړه دي، راځئ دننه به خبرې وکړو!
د فرشي کوټو په څېر یې د پخلنځي او ناستي کوټې ترمنځ کوم دېوال نه و، لکه د بار یو لوړ میز سره په جگو څوکېو کښیناستو. «انا» د قهوې په جوړولو بوخته شوه، «بېنکې» پداسې حال کې چې جدي پوز نیولی و خپلې عینکې په گوتو ښکتهپورته وښورولې او بیا یې زموږ د ناببره ورتگ پوښتنه وکړه:
– خیریت خو دی؟ څنگه مو ناڅاپه دېخوا پېښه وکړه؟
د برق د جنجال کیسه مو ټوله ورته تېره کړه، «انا» او «بېنکې» په ډیر افسوس او زړه سوي سرونه ښورول – په خبرو، خبرو کې مو ورڅخه زړه نا زړه د برق د پور غوښتنه وکړه.
«بېنکې» چې زموږ ستونزه درک کړې وه بې له کوم ځنډ او فکر څخه د خپل گاونډیتوب شنگ وښود، په شنو سترگو کې یې د کاکاتوب برېښنا وځلېده او ویې وېل:
– په کور کې کېبل نه لرو، یو راپېدا کړه، برق به موږ درکړو، بېغه اوسئ!
د دې خبرې په اورېدو له خوشحالۍ څخه په جامو کې نه ځاېدوو، گاونډي تنگ وخت کې لاس راکړ او موږ یې له جنجال څخه خلاص کړو. په سبا یې «بېنکې» ټوله ورځ له موږ سره سرگردانه تېره کړه او تر هغو پورې کور کې کرار کښینناست، څو چې زموږ برق نه و وصل شوی. د نوي عیسوي کال له رُخصتیو وروسته د برېښنا شرکت ایله موږ ته برق راکړ؛ دا چې ناغیـړي یې کړې وه په یوه لیک کی یې د ځنډ او غلط فهمۍ له وجې بښنه غوښتې وه، په ټپ باندې د پټۍ د اېښودو په دود یې یو څه مالي مرسته لورولې وه چې زموږ دمه پرې جوړه شوه.
نوي کور ته مو په ساړه ژمي کې کډه رابار کړه. د لرگېو کورونه د باران، واورې – سړې او تودې هوا په وړاندې حساس وي، د همدې لپاره ښه ساتنه غواړي. کور دننه رنگ شوی و خو باندنۍ خوا یې لا پاتې وه. دا چې ژمی و او هوا سړه وه، رنگمالي نه کېده، ځکه مو د رنگ کار اوړي ته وځنډاوه.
دا ژمی هم په موږ سخت تېر شو؛ خواښې مې په حق ورسېده، په رواني لحاظ زموږ ټولې کورنۍ صدمه ولېده، له هغې سره مو وروستي څو کلونه یو ځای تېر کړي وو. د قضا او قدر د پرېکړو په وړاندې انسان ناتوان وي؛ موږ هم ومنله.
له هغو پورې مو چې بېرته ځانونه راټولول، اوړی رارسېدلی و. دا نو د رنگمالي لپاره مناسب وخت و. له څو وړوو شرکتونو سره مې خبرې وکړې، ظالمانو ډیر لوړ نرخونه راکړل؛ چا څلوېښت زره، چا پنځه څلوېښت زره او ځینو ان پنځوس زره کرونه مزد غوښته. پرېکړه مو وکړه چې خپله به رنگمالي ته ملاوې تړوو. زما تجربه پدې کار کې له صفر سره ضربېده؛ کېدای شي کوم وخت مې چېرې شوقي بُرس کش کړی وي، خو نور په تور او بور نه وم خبر. توکل په خدای مو ضروري اوزار او رنگونه واخیستل. مېرمن مې هم په دې کار کې راسره مله شوه او ځانونه مو رنگمالي ته چمتو کړل. همدا چې کار ته مو مټې راونغاړلې، یوځلي مو پام شو چې خوازه نه لرو؛ د کور دویم پوړ او پورتنۍ برخو ته زینه نه وررسېده، ښه اوس څنگه کوې؟! په حویلۍ کې ښکته پورته گرځېدو ترڅو د ستونزې لپاره یوه چاره ولټوو، پدې کې زموږ گاونډي «کُرټ»، له خپلې حويلي څخه را غږ کړل:
– سلام! څنگه یاست؟ نن خو ښه لمر دی.
موږ هم په لوړ غږ له لرې څخه ورسره سلام کلام وکړ. په رېښتیا چې هغه ورځ د اسمان نیلي رنگ، د لمر پستې وړانگې، په شنو ونو او بوټو کې د مرغېو ځای-ځای چغهار عجب ښه لگېدل. پوه شوم چې د «کُرت» مجلس ته زړه شوی ده، حویلي ته یې ورغلو، هغه د چمن اضافي واښه رېبل، زموږ په لېدو یې ماشین گل کړ، مېرمن یې «یانا»هم راغله، یو ځل بیا مو سره لاس په لاس ستړي مه شي وکړه او گپشپ مو پېل کړ. خبرې مو د اوړي د رُخصتیو له پلانونو څخه شروع کړې تر دې چې زموږ د کور رنگمالي یاده شوه. «کُرت» پوه شو چې د رنگمالي لپاره خوازې ته اړتیا لرو؛ مخ یې راواړاوه او ویې وېل:
– یوه خوازه مې درلوده خو دا څو کاله کېـږي چې رانه غیبه ده!
د خبرو طرز یې داسې و چې ډیر ورته نه شو هیله من کېدای، جدي مو ونه نېوه، د ولاړې مجلس مو په ټوکو او خنداوو سره پای ته ورسېد او بېرته ترې کاله ته راستانه شو. هغه شپه مو د افغانستان په اړه د یوه مستند فلم په لېدو تېره کړه. سهار چې له خوبه پاڅېدم، همداسې زنگېدلی د اورسي په لوري وخوځېدم، پرده مې چې کش کړه یو ناڅاپه مې سترگې په یوې تړل شوې خوازې باندې ولگېدې چې له اورسۍ څخه یې سر پورته راښکاره کړی و، ما وېل خوب وینم، سترگې مې ښې وموښلې؛ خوب نه رېښتیا و، په بېـړې او تلوسې له کور څخه دباندې ووتم، کاته مې «کُرټ» موټر ته د ختلو په حال کې دی، له لرې راته موسکی شو او ویې وېل:
– خوازه مې پېدا کړه، اوس به ستا د رنگمالۍ کمال وگورو!
څو شیبې مې ورته هک حیران وکتل او بیا مې ورته ووېل:
– تاسو رېښتیا چې د «سرپرایز» په ورکولو کې استادان یاست، استادان!
دواړو کټ، کټ وخندل. د «کُرټ» شنې سترگې وځلېدې، له ما څخه هغه ډیر خوشحاله ښکارېده، چای ته تم نه شو، خدایپاماني مو وکړه او همداسې په خپلې مخې ولاړ. «کُرټ» خوازه د خپل موټر په ډاله کې زموږ تر کوره پورې راوړې وه او بیا یې په یواځې سر بې له دې چې ما خبر کړي، په خپله تړلې وه.
نه پوهېـږم زموږ نصیب ښه وو چې خدای داسې گاونډیان راکړي وو، که د ټولو گاونډیان همداسې وي؟ دیگانان متل کوي چې: «از صد خویش، یک همسایه پیش!»
۸/۱۱/۲۰۲۴