له دروازې سره نژدې د اورګاډي په اوله څوکۍ ناسته وم. پر شیشې مې سر تکیه کړی و. د ای فون غوږۍ مې په غوږو وې، سندرې مې نه اورېدې خو غوښتل مې چې غوږونه مې بند وي. یو لاس مې د څوکیو تر منځ پر سره بېلېدونکې کټارې داسې ايښی و چې بل څنګلوری مې مخ ونه ګوري. نه مې غوښتل چې هغه مې اوښکې وګوري. کله کله به مې پاس وکتل چې ګوندې اوښکې مې په سترګو کې ډنډ شي، را و نه بهېږي.
ټوله ورځ مې په کار کې زړه تنګ و. ماښام د پوهنتون د درس په ټکي هم نه یم پوه شوې. زړه مې هسې خوشې تنګ و. کار مې درلود، پوهنتون ته تلم، په وطن کې مې د کور غړي سم وو خو بیا هم نه پوهېدم، یوازیتوب و که د کورنۍ د غړو یادېدل. که هر څه و خو ژړولمه یې او اوښکې مې نه درېدې. د څنګلوري سړي د کاغذي دستمالونو بسته راته و نیوله. سترګو ته مې یې و نه کتل خو پوه شوم چې درشي یې اغوستې وه.
کاغذ مې ترې واخیست. مننه مې ورته وويله. را روان تمځای زما و. د پارلمان ودانۍ ته نژدې له اورګاډي ووتم. له تمځایه چې ووتم مې یوه غوږۍ لرې کړه. ما ویل ښه دی چې د روان ژوند غږ واورم. د بېګ بېن ساعت لاندې پر پله روانه شوم.
له شا مې د یوه سړي غږ واورید چې ویل یې، وبخښه. بله غوږۍ مې هم لرې کړه. چې ورته ومې کتل، وار له واره یې وويل:
-
زه ستا له حالته تېر شوی یم. زما هم ملګرې وه. پنځه کاله سره یو ځای و. هغه ماډله وه. جاپانۍ وه. ښکلې دنګه ښځه. بس را نه ولاړه. اړېکې مو وشلېدې. ډېر کله ما هم غوښتي چې په لارې وژاړم خو بس ځان مې ټینګ کړی دی.
سړي ته ځیره شوم. لکه چې د اورګاډي هغه سړی و چې کاغذي دستمال یې راکړی و. د سړي شنې سترګې وې. څو دیرش کلن به و. له تورې دریشۍ سره یې سپین کمیس اغوستی و. ابي نیکټايي یې په غاړه وه. په لاس کې یې تور بکس و، سم دېپلومات ښکارېد. له مخ و رنګ او ونې داسې ایسیده ته وايې شپه و ورځ تمرین کوي، ډوډۍ لږ خوري او بدن ښه ساتي. و مې پوښت:
- څه ګډې وډې وايي
- ولې له ملګرې دې نه یې جلا شوې؟
- نه، هسې څه نه شته
- نو ولې دې ژړل؟
- زړه مې تنګ دی؟
- ولې؟
- نه پوهېږم
د پله پر بله غاړه پر زینو کښته شوم. دی هم راسره داسې جوړه روان و لکه له کلونو چې مې پېژني. غږ مې ورته و نه کړ. د سیند پر غاړه روان شو. سړی غلی و. نه ما څه ويل نه ده غږ کاوه. هوا ډېره توده وه. په ګرمۍ کې د خبرو حوصله هسې هم نه وي خو زما بیا تش په توره خبرو ته زړه نه کېده. ښه ډېر مزل مو وکړ. له څو پلونو واوښتلو. د سیند پر غاړه څوکۍ وې. پر ډېرو خلک ناست وو. لږ وړاندې یوه خالي وه. سړي ويل:
- دمه کوې؟
- زه خو قدم وهلو ته راغلې وم.
- تر نیم ساعت ډېره روانه وې.دمه هم ښه وي. زما نوم هري دی.
- څنګه دې د انګریزانو نوم پر ځان ایښي؟
- څه پوه شوې چې انګرېز نه یم؟
- لهجه لرې
- د یونان یم
- ښه، له خیره، بل کار نه لرې؟
- ډېر دي…
- لکه؟
- کې پي اېم جي (KPMG) کمپنۍ سره کار کوم.
- په مالي برخه کې چې خلکو ته چلونه ورښيي؟
- هو
- نو بیا خو باید هېڅ وخت و نه لرې؟
- نه یې لرم، شپه او ورځ مې نه ده معلومه…دا اوس مې هم له یوه ماړه او کنجوس سړي سره غونډه وه.
- نو دلته له دفتره ځان پټوې؟
- غږ مه لره، زموږ په شان خلکو ژوند له سپیانو هم بدتره وي.
- ولې، ښې پیسې اخلې، د لندن په زړه کې کار کوې نور څه غواړې؟
هري زما خبر واورېده خو مخامخ یې په سیند کې ولاړې کشتۍ ته کتل. کشتۍ کې دننه رسټورانټ او بارونه وي. هري ودرېد، ويل یې:
- هې، زه تږی یم، څښاک ته اړتیا لرم، راځه کشتۍ کې بار ته لاړ شو؟
- زه شراب نه څښم
- جوس خو شته
- نه یې غواړم مننه
سړی رهي شو. څو دقیقې یې لا نه وې وتې چې بېرته راغی. ځان ته یې بير اخیستی و. د اوبو بوتل هم ورسره و. بېرته پر خپل ځای کښېناست. د اوبو بوتل یې ما ته ونیو. ترې وا مې خیست، ناڅاپي تږې شوم.
- مننه
- ښه نو ستا هغه پوښتنه چې نور څه غواړم…هو د لندن په زړه کې کار دی، پیسې سمې دي، د سیند پر غاړه، څو قدمه هاخوا کنري وارف کې مې کور دی خو کار مې د انسان نه دی. ژوند بې خونده دی. تل مې لکه دا ستا زړه تنګ وي…
- پیسې په اسانه نه ګټل کېږي.
لمر پر ورکېدو و. په سړک د موټرانو ګڼه ګوڼه لا ډېره شوه. خلک هم ډېر شول. زړه مې هماغسې ډک او تنګ و. له ځایه پاسېدم، رهي شوم، هري هم د خپل ټیلیفون غوږۍ په غوږ کړې، په خپله مخه رهي شو، مخه ښه یې د لاس پورته کېدل و. زه تمځای ته روانه شوم. په پلټفارم کې مې اعلان اورېده چې ټرین به ناوخته کېږي ځکه یو سړي ځان ترې لاندې کړی…ما هم لکه د نورو سپرلیو غوږۍ په غوږو کړې سندره مې ولګوله… منتظره شوم چې اورګاډي بیا فعاله شي.
د لندن شمال
د ۲۰۱۳ کال، جولای اتمه، د ماخوستن ۱۱ بجې او ۱۷ دقیقې
مننه ستا سو ويب پاني نه ډیر ښکلی
خوري دا کيسه نه ده البته خاطره ده
څنګه چی مو فکر کاوه هغه سی نه دی ، د زده کړو تر څنګ یو ښه دنده درلودل ،سهار وختی له کوره وتل او ماښام ناوخته راتلل ،بی له ټاکلی ورځی تفریح ته وخت نه درلودل او ……… مو د ژوند د پرمختګ یواځنۍ راز باله خو نن چی هرڅه زموږ د پلان متابق تر سره سوی بیا هم خپه یو نه پوهیزم وجه یی څه ده ؟ شاید په هیواد کی د روان کړکیچن حالت تاثیر وی او یاهم داچی بی له وخته مو په لویو کارونو لاس پوری کړی علت وی. خدای(ج) دی روحی ارامی را په برخه کړی امین.
ساپۍ خورې ستاسو لنډه کیسه مې ولوستله ، البته ډيره له تلوار ډکه وه ، کله کله په لنډو کیسو کې تخیل هم ځای لري خو فکر کوم چې ستاسو لنډه کیسه له تخیله خالي او یوه واقعي کیسه راته ښکاري ، ژوند ټول یو امتحان دی ، او ژوند همدغه دی چې کله ښه او کله خراب ، کله زړه تنګۍ او کله خوشاله ، خو مونږه باید په هر حال شکر وباسو بغیر له کفر څخه ، البته خوشال خټک وايي چې کله مو زړه تنګ شي او یا غمونه درباندې زور وکړي نو اول هڅه وکړه چې خپله د زړه درد کیسه مو له بل چا سره شریکه کړی کیدای شي چې په دې سره مو یو څه زړه ښه شي ، او یا که مو له وسه پوره وه نو هڅه وکړه چې هیر يې کړی ، او که د هیرولو چل هم نه درځي نو بیا سینه مو ورته لویه کړی او پکې اچوی يې حساب او کتاب ورسره مه کوی ، خو په هر حالت کې صابر او حوصله مند اوسی چې د صبر پایله بیا خوږه وي
مننه خوري
Salam Mrs. Safi,
Long time ago, I searched for you on google. I saw that you are an articulate, pretty and eloquent madmoisel, but I am still wondering what makes you feel lonely, isolated and stressed. Is it personal reason, is it social pressure or is it something that cannot discuss. Like you, I have been succeeding in many aspects of my life and I can intellectually challenge or even understand the purpose of my life. However, when read I your story or anecdote, it reminded me of book called the Outsider by Albert Camus. I feel you must be going through a challenging existential experience.
Another person in your story is of Greek Background, working KPMG, so he must be highly educated because I know what scores are needed to be part of KPMG, but he seems to be in the same position as you…
If it is a true story of your life, keep in touch with me at [email protected], so I can share and understand what is going on… If it is just a story for the audience, then I appreciate your work and keep it up….
زما توسیه تا سو او نورو ټولو مسلمانانو ته داده چی کله هم داسی حالت سره مخ کیژی نو د الله تبارک و تعالی ذکر دیر کوی.
مطلب په کی ډیر روښانه شوی نه و البته له هنری اړخه، خو بیا هم ښه وه
ګرانه ساپی ! ستاسی لنډه کیسه می ولوستاله دا کیسه ډیر وقعت ته نژدی دی – که چیرته دا واقعی کیسه وی الله (ج) دی ستا روح ارامه کړی او ستا ټول مشکلات دی په خپل فضل حل کړی .
شفیع الله حضرتی
[email protected]
البته ما د آغلې ساپۍ په نورو کیسو هم تبصرې او خبرې کړي دي، او دا مې ویلي چې آغلې ساپۍ یوه ښه کیسه لیکواله ده او داسې نه پرېښي چې ګواکې کیسه لیکل دې یې نوي پیل کړي وي. ژبه یې ډېره روانه او د صحنو په انځورولو کې بریالۍ ده. که پاسنۍ کیسې ته وګورو نو دا ټولې ځانګړنې پکې شته. خو که د کیسې په موضوع خپل نظر څرګند کړم نو دا کیسه راته ډېره جالبه نه ښکاري. زه چې خپله هم اروپا کې اوسېږم نو داسې کیسې راته او دا موضوع راته تکراري برېښي. له لومړۍ پېښې نه چې کله په کیسه کې اصلي کرکټر ژاړي نو زه پوهېدم چې په ټرېن کې به ورته کوم څوک دلاسه ورکوي یا به ورسره خبرې کوي. زه په رښتوني ژوند کې هم داسې پېښو سره ډېر مخ شوی یم او ډېرې مې لوستې دي. نو ځکه ډېره راته جالبه نه وه.
راځم دې پاس ملګرو ته چې هر یو خپل ایمیل ورته لیکلی او چا یې هم کیسه د خپل ژوند کیسه بللې نو خدای ته وګورئ پښتنو لږ سوچ کوئ، لږ هنري اړخ پیدا کړئ. هسې بې مانا تبصرې کوئ ایماندارو. او بیا خپل ایمیلونه مو هم لیکلي دي ته وا د سرک سر دی ههههههه ټوکه.
درناوی.
دکیسی نوم ښکلی دی خوکیسی خوندرانکړ