پر شناوی ږیره یې څڅیدلې لاړې پر پټو پاکې کړې. د مخکنیو دوو وتلو غاښونو پر ورۍ یې بټه ګوته تیره کړه:
« ښه نو ولې دې ورته ویل چې ورځه»
« مخ یې نه درواړاوه چې زړه مې نه کیږي؟!»
« که مې نه لیږلی ولې به یې راشهیداوه»
د الوتکې غرهاری شو، کږې وږې وریځې یې پورته کړې:
« ټکټ به یې په څو وي…کاشکي مې پيسې پور وی چې په طیاره کې تللی وای…چا درکولې…غوا به دې ورته خرڅه وه»
د دوو هلکانو غږ شو، ده په اړخ وروکتل. یوه یې د ده خواته اشاره کوله بل ته یې ویل:
-چې ګونګی ورته ووایې وار درباندې کوي
یو هلک رامخته شو، ده ته یې وویل:
– خبرې کوې
ده د ونې پر ډډ سر کیښود. دې هلک بیا پوښتنه وکړه:
-بابا جانه خبرې کوې
ده سر وخوځاوه. هلکانو یوه بل ته وکتل، یوه یې پوښتنه وکړه:
– نو ولې نه غږیږې
لکه څوک چې د نسوارو دانۍ د ژبې په څوکه راټولوي، ژبه یې په خوله کې واړوله راواړوله، ورو یې وویل:
-ځان سره یې کوم
د یوه هلک خوله خلاصه پاتې شوه. سړي په موټ کې نیولې خاورې د خپلو یبلو پښو د ګوتو تر منځ ودوړولې او لاس یې په چیچلو غاښونو کلک وڅانډه، هلکانو منډه کړه.
ده د ګوتو ټکونه وایستل:
«ښه ولې دې کندهار ته لیږو»
« ولې دې نه ورته ویل چې زویه مه ځه»
پټو یې سترګو ته ونیو. هاغه دوه هلکان د نري سړک پورې غاړه له څو نورو سره ولاړو وو د بابا خواته یې ګوتې نیولې وې، یوه یې په قران قسم کاوه چې بابا خبرې کولی شي، نورو چیغي کړې:
« بابا ګونګی دی…بابا ګونګی دی»
ده پټو پر سر واچاوه، رهي شو له ځان سره یې تر ژبې لاندې ژر ژر ویل:
« ښه ما ولي لیږو..ښه ما ولي نه ورته ویل..ښه غوا دې ولې نه ورته خرڅوله…»
پای