کلیرا په پراګ کې د پیتزا په دوکان کې کار کوي. د پیتزې پیړه تیاروي، داش پاکوي، مځکه جارو کوي، خلي خاشې په پلاستیکي کڅوړو کې اچوي او بهر یې د ډیران له ځای سره ږدي. کله چې د ماسختن په مخه ما پیتزا اخیستې نو کلیرا مې ستړې ستومانه لیدلې، خو نن چې د ماسپښین خوا ته د پیتزا اخیستو ته ورغلم کلیرا په روزرایس موټر کې د دوکان مخې ته ښکته شوه. ما ورته وویل:
– ملګری دې څرنګه شتمن دی؟!
دې شاته د پیتزا پخوونکي ته لاس ونیو:
– ملګری مې دا دی هغه شتمن مې ورور دی
– دغه یو ورور لرې؟
دې خپل ویښته شاته په یوه ربړ وتړل:
– هو په سلواکیا کې فوټبال کوي ډيرې زیاتې پیسې لري
– له تا سره مرسته نه کوي
– هر وخت سوغات راته اخلي په میاشت کې خو یو ځل خامخا زما لیدو ته پراګ ته راځي
– نو که ډیرې پیسې درکړي ستا به هم ژوند ښه شي بیا به دلته کار نه کوي
– نه، هغه سم فکر لري راته وایي ته باید کار وکړې د خپل خوراک پیسې په خپله پیدا کوه چکر ته دې زه وړم
– نو چکر ته دې بیایي؟
– هو هر کال دوه ځلې د ده په پیسو بهر ته ځم، ټول لګښت زما د ورور په غاړه وي.
په ښکلي نثر لیکل شوی او پیغام یې لوړ دی