پل له مځکې نژدې اووه متره لوړ و خو سړی چې کله د پله سر ته په زینو وروخوت له ستما سره یې زګیروی شو.
له ککرۍ تر څټ پورې یې تر تورې خولۍ لاندې په سپینو ویښتو لاس تیر کړ. مخامخ لغړې ونې داسې سپیرې ورته وایسیدې لکه بیا چې نه شنې کیږي. د ونو شاته ټیټې وریځې په منډه وې. د شفق لور ته یې سترګې واړولې، دې خواته یوه ټوټه اسمان روڼ ښکاریده، هلته لرې په نریو وریځو کې د لمر وړانګې ځلیدې.
بوډا د پله په اوږدو وکتل، لاندې یې داسې څوک ترسترګو شول لکه یو زلمی او نجلۍ … خپل وخت ورپه زړه شو، په باغ کې یې د وړې ویالې له پله سره دا ولیده، خوښه یې شوه، ملګرې یې شوه، واده یې سره وکړ، خپه شول، پخلا شول، مړه شوه، خاورې یې پرې واړولې…
دې خوا ها خوا یې څار وکړ، لکه موندلې ورکه چې بیرته ورکه شي. نژدې پنځوس کالونه یې په دوو- دریو ثانیو کې تر سترګو شوي و. تر پله لاندې یې هلک او نجلۍ ته سر ورایسته کړ:
«شته که تللي»
سر یې وخوځاوه، سم یې نه سهي کول، لکه په لړه کې چې چاته ګوري. عینکو ته یې کوکوف ورپو کړل چې لږ لمدې شي بیا یې پر لمن وچې کړې، بیا یې پورته د اسمان خواته ونیولې، بیا یې په سترګو کړې.
ټیټ شو، د پله له سره یې یوه وړه ډبره ورواخیسته، چې نیغیده ملا یې بریښ وکړ. ډبره یې هغه لورته واچوله چې هلک او نجلۍ یې تر سترګو شوي، پوه نه شو چې ډبره چیرته ولویده. سترګې یې له درده سره ورغلې… د نجلۍ خندا یې تر غوږو شوه، لکه په وریځو کې تالنده چې غږ یې جګ شي، پسې جګ شي پسې ورک شي. بیا د پښو داسې دربا شوه لکه اس چې په پاخه سړک ځغلي.
بوډا چپ لاس په ملا کیښود، سترګې یې سره وروستې، زړه یې کیده چې شیبه مخکې خیال ته بیا ورشي. ورغی، پیښې یې په یادیدې، په جزییاتو یې په زړه کیدې خو دا پلا دی ورغلی و، خیال نه و راغلی. امسا یې کلکه کلکه ولګوله، لکه په مغزو کې چالانه کړي کسټ ته چې یې زړه په تنګ شوی وي. تندی یې وموښه. د شفق خواته یې د رڼا لور ته مزغۍ کوږ کړ، د هغې مخکنۍ رڼا مخه خړو وریځو نیولې وه، شفق داسې ښکاریده لکه د لمپې ناپاکه شیشه….
د اس د پلونو څرپا یې تر غوږو راغله، ولاړه، راوګرځیده، وروګرځیده، لرې شوه، پسې ولاړه، ولاړه لکه د کلي د ژرندې غږ چې به یوه زمانه د شمال په ورځ له باد سره لرې کیده، لرې کیده…
پای
زما په اند ډيره اوچته لنډه کیسه ده. پښتو ژبه دغسې نوي ادب ته اړتیا لري د نکلونو دوران تیر شوی دی.