Homeخبرونهله افغانستان سره د برېتانیا او جرمني څه باندې ۴۰ میلیونه ډالره...

له افغانستان سره د برېتانیا او جرمني څه باندې ۴۰ میلیونه ډالره مرسته

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۶ مه) برېتانیا او جرمني له افغانستان سره د څه باندې ۴۰ میلیونه ډالره بشري مرستې اعلان کړی.

د برېتانیا د مرستې اعلان د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام کړی او ویلي، چې دغه هېواد ورته د افغانستان لپاره ۳۶ نیم میلیونه ډالره بشري مرسته ورکړې ده.

د ملګروملتو د خوړو نړیوال پروګرام نن وویل چې دا مرسته به خوراکي موادو ته د اړو کورنیو، ماشومانو او اومیندوارو ښځو پر تغذیې ولګول شي.

په ورته وخت کې یو شمېر رسنیو د جرمني د شاوخوا ۵ میلیونه مرستې خبر هم ورکړی.

دا خبرونه داسې مهال دي، چې د افغانستان تر ۲۹ میلیونه پورې خلک د بشري مرستو وړ ګڼل کیږي او د میلیونونو نورو وضعیت ته اندېښنې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...