جمعه, اپریل 26, 2024

زه او پسرلی

احسان الله ذهین

پسرلي د ژمي سپین واورین ټغر ورټول کړی، ځای يې يوې معطرې، خوشبویه او مستې هوا ته پرې اېښی، چې هر ځل تنفس یې د سړي په ژوند کې نوې سا پو کوي. د غرو لمنې په رنګارنګ ګلونو رنګینې دي. هرې خوا ته طبیعت په شنو او ګلورینو پرشونو پوښل شوی. دهقانان په خپلو کښتونو بوخت دي. ګلونو پر خپلو سپینو پاڼو ونې پوښلې دي. د مرغانو چوڼار چاپېریال سندریز کړی. د بلبلانو اوازونه د رڼو اوبو له شړهار سره یو ځای په شنو باغونو کې انګازې کوي. د بورا د هیلو غوټۍ غوړېدلې، په ژېړو او سرو ګلونو يې سترګې تازه دي. کوچیانو په دښتو او د غرو لمنو کې خېمې درولې. له لرې غرو د شپانو شپېلۍ او د کوچیانو د هی هوی نارې اورېدل کېږي. د نرمې، معتدلې او پاکې هوا معطرې وږمې هرې خوا ته خورې دي. یو نیم باران خو چاپېریال ته لا ښکلا ورکوي. سهار وختي د ابشارونو شړار، د بلبلو چیغار، د رمو بغ بوغ، د کوچیانو هی هوی، د شپانو خوږې شپېلۍ، د ماشومانو چیغې، د مرغانو سندریز اوازونه، د رنګا رنګ ګلونو او طبیعت پسرلنی معطر وږم سره غاړه غړۍ دي او یوه عجیبه فضا يې جوړه کړې.

خلک وايي پسرلی دی، د جنت یوه نښانه ده. جنتي هوا چلېږي. د خوښۍ نغمې غږېږي. د ابادۍ کارونه کېږي. دا یې وخت دی، دا یې وار دی، چې بیا راځي څوک به مړه څوک به ژوندي وي پته نشته، خدای خبر دی.

خو زما پر بدن لا هم د خزان سړې سیلۍ چلېږي. نه په پسرلي خبر یم نه له خپله ځانه. د پسرلي د هرکلي جوګه نه یم. خزان مې د ژوند د بڼ ګلونه مړاوي کړي. ستا د یادونو سمندر څپو اخیستی یم. کتابچه مې مخې ته پرته ده. د خپلو خاطرو په سیند لاهو یم. د یوه دوست یادونه لولم. ناڅاپي مې ګوتې دا کرښې ولیکي:

«یاره! بېلتانه دې په زړه داغ راکړ. اوس ستا د راتګ هيله بېځایه ښکاري. نوره حوصله نه لرم. نور سکون او ارام نشته. غم دې د زغملو نه دی. درد دې په ملا کړوپ کړی یم. مرګ دې تریخ دی. اوس دې په ښکلا پسې لټومه هر مخ!»

ذهین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب