دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د نصیر احمد احمدي د ناولونو کرکټر کښنه / لېمه ودان

د نصیر احمد احمدي د ناولونو کرکټر کښنه / لېمه ودان

زه د نصیر احمد احمدي په ناولونو کې د کرکټرونو په ځانګړتیاوو خبرې کوم، په دې مقاله کې به دې ته ګورم چې د ده د ناولونو او لنډو کیسو د کرکټرونو توپیر په څه کې دی او کرکټرونه یې څنګه راپېژندلي. د دې سوال د ځواب هڅه هم کوم چې دوی د کرکټرونو ظواهرو ته پام کړی، که رواني اړخ ته.

د دې مقاله په لومړي سر کې د ارواښاد نصیر احمد احمدي د ناولونو د کرکټرونو په ځانګړنو خبرې شوې دي. احمدي صاحب د ناولونو د کرکټرونو د درې‌ګونو اړخونو( ظاهري، باطني او ټولنیز) بیان ته ډېر پام کړی دی. کله چې د احمدي صاحب ناولونه لولو، داسې فکر کوو لکه په خپلو سترګو یې چې وینو. احمدي صاحب د کرکټرونو رواني اړخ ته هم پام کړی، د کرکټرونو باطني اړخ یې له رفتار څخه څرګند شوی. د دې تر څنګ ټولنیز اړخ ته یې هم پام کړی دی. د ارواښاد احمدي د ناولونو د کرکټرونو بله ځانګړنه دا ده، چې بېلې څېرې لري او عادتونه یې سره ورته نه دي. دا د دې لامل کېږي، چې لوستونکي په ناول کې له بېلابېلو څېرو سره مخامخ. یوه بله ځانګړنه یې دا هم ده، چې د احمدي صاحب د ناولونو د کرکټرونو خوی پرته له دلیله نه دی بدل شوی. داسې نه ده چې په یوه عادي نصیحت یو کس بیخي بدل شوی وي. په ځينو داستانونو نیوکه کېږي چې کرکټرونه یې یا تک تور وي یا تک سپین، د احمدي صاحب د ناولونو کرکټرونه د دې پر خلاف تک تور یا تک سپین نه دي. داسې نه ده چې ښه کرکټر دې ټول ښه خویونه ولري او بد دې هېڅ ښېګڼه ونه لري. داسې هم نه ده چې د کیسې اتل یا اصلي کرکټر دې تل ښکلی او ضد یې تل بدرنګ وي. د احمدي صاحب د ناولونو د کرکټرونو بله ځانګړنه دا ده چې ځینې کرکټرونه یې منفعل دي. د دې بحث بله موضوع د احمدي صاحب د لنډو کیسو او ناولونو د کرکټرونو توپیر ده. 

په لومړي سر کې د احمدي صاحب د داستانونو د کرکټرونو ځانګړنو ته راځو:

د احمدي صاحب د داستاني اثارو کرکټرونه داسې نه دي لکه د خیال زېږنده؛ بلکې داسې دي لکه ريښتیني انسانان، له همدې امله لوستونکی د هغې په هره بریا خوښ او په هره سختۍ یې اوښکې تویوي. نوموړي په داستاني اثارو کې د کرکټر د درې ګونو اړخونو څرګندونې ته پام کړی دی. 

احمدي د ناول د دود پر خلاف د یوه کرکټر فزیکي او رواني ځانګړنې درته بیانوي نه، بلکې د بل کرکټر له نظره ورته ګوري، د راوي له زاویې یې څېره او عمل درته انځوروي او تا ته پته لګي، چې کرکټر د څرنګه شخصیت خاوند دی.(ښکلی، ۱۳۹۶: ۳۶۸)

په دې برخه کې به د احمدي صاحب په داستاني اثارو کې د کرکټر درې ګوني اړخونه بېل بېل وڅېړو:

 ظاهري اړخ 

احمدي صاحب د ناولونو د کرکټرونو د ظاهر بیان ته ځانګړی پام کړی دی. ده لوستونکي ته کرکټرونه معرفي کړي نه دي؛ بلکې ښودلي یې دي. د کرکټرونو د ظاهر د بیان لپاره یې ځانګړې جملې نه دي لیکلې؛ بلکې ډېری یې د کرکټرونو د حرکاتو په ترڅ کې راښودلي دي. کله چې موږ د ده ناولونه لولو؛ د کرکټر څېره مو سترګو ته درېږي، دا د دې لامل کېږي چې کرکټرونه او کیسه یا ناول مو تر ډېره په ذهن کې پاتې شي.

په بړبوکۍ ناول کې لولو:

(د بوډۍ سپین وېښته له ټیکري راوتلي وو، نږور یې هم خیرنه او ډنګره وه، خو نجلۍ په غوښه پټه ښکارېدله، په غنم رنګه زنه یې درې شنه خالونه وهل شوي وو، تورې ډبلې وروځې یې لرلې او تر خړې پاسنۍ شونډې یې واړه، نري تور رنګه وېښته راتاو وو.)(احمدي، ۱۳۸۸:۶)

په دې برخه کې په یوه جمله کې د بړبوکۍ ناول د درې کرکټرونو ظاهري اړخ تر یو حده څرګند شوی. دلته هېڅ یادونه نه ده شوې چې ګواکې دا کرکټرونه کوچیان دي، خو د شنو خالونو یادونه د یوې کوچۍ انځور زموږ سترګو ته دروي. 

ارواښاد احمدي نه یوازې دا چې د اصلي کرکټر د ظاهري اړخ بیان ته پام کړی؛ بلکې د فرعي کرکټرونو څېرې یې هم لوستونکو ته روښانه کړې دي، د بېلګې په توګه:

( د یوې اووه-اته کلنې نجلۍ په اوږده مخ کې تر غټو خړو سترګو، تور او اوږده باڼه تاو وو. ده دا ډول سترګې پخوا لیدلې وې او په دې خړو سترګو کې یې بې شمېره یادونه پراته وو. په بیړه یې د نجلۍ نوره څېره تر سترګو تېره کړه، خو دا ډول وچ، ژېړ او ټاپي، ټاپي مخ یې د لومړي ځل لپاره لیده. نجلۍ لمر سوځولی، تور او سپېره مخ درلود او په نرۍ غاړه پورې یې یوه درې کونجه تاویذ ټال خوړ.د دې ګرین شکېدلی و او جامې یې سوالګرو ته ورته وې.) (احمدي، ۱۳۸۷:۱۲)

دا په رڼا ناول کې د پاڼې په نامه فرعي کرکټر دی. یوازې همدې پاراګراف زموږ په ذهن کې د یوې ماشومې انځور ترسیم کړ، که د ناول په بله برخه کې یوازې د دې کومه نښه یاده شي، مطلب که نوم یې وانه خیستل شي؛ نو بیا هم لوستونکی پوهېږي چې پاڼه ده، لکه: 

(کله چې جمال ښي لور ته سلام وګرځاوه، بدن یې ځیږ شو، ده ته مخامخ د څو مېږو او اوزو په مینځ کې یوه خیرنه نجلۍ ولاړه وه، د هغې تر غټو خړو سترګو تور اوږده باڼه راتاو وو او ګرین( ګریوان) یې شکېدلی ښکارېده.)(احمدي، ۱۳۸۷: ۳۷)

په دې برخه کې د کرکټر د نوم یادونه نه ده شوې؛ خو بیا هم لوستونکی پوهېږي چې پاڼه ده. 

باطني اړخ 

د احمدي صاحب د ناولونو د کرکټرونو فطرت، خوی او خلاق هم د ناول په جریان کې د کرکټرونو له کړنو څخه راته روښانه شوي دي. د احمدي صاحب د داستاني اثارو د کرکټرونو باطني اړخ هم معرفي شوی نه دی؛ بلکې ښودل شوی. نه یې دي ویلي چې پلانی مهربان سړی دی؛ بلکې په کیسه یا ناول کې یې راته ښودلې چې مهربان دی یا نه دی. په خونکار ناول کې حمید نومی کرکټر حریص انسان دی، د ځمکې او جایداد لپاره د درې کسانو وینه تویوي. دا هر څه په ناول کې لوستونکي ته ویل شوي نه دي، لیکوال نه راته وایي چې حمید حریص یا خونکار دی؛ بلکې د ناول په جریان کې لوستونکي ته ښودل شوي دي. 

په رڼا ناول کې اصلي کرکټر( رڼا) له ماشومتوبه مننونکې نجلۍ ده. په ژوند کې له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي. که څه هم په دې تورونه پورې کېږي؛ خو بیا هم ګیله نه کوي. خپلې مینې ته وفاداره پاتې کېږي، ان له خپل خاوند( چرسي خیرو) سره هم بې ‌وفایي نه کوي. کومې پيسې چې د ګرېوانونو له ګڼدلو تر لاسه کوي، خپل خاوند ته یې ورکوي؛ نو دا هر څه د رڼا زغم راته څرګندوي او موږ پوهېږو چې هغه پاکه او وفاداره مېرمن ده. 

ټولنیز اړخ

د احمدي صاحب د ناولو او کیسو د کرکټرنو ټولنیز اړخ هم روښانه دی. دا چې دوی په ټولنه کې کوم موقف لري، روښانه شوې ده. که کرکټر ښونکی دی، بزګر دی، نجار دی او که په ټولنه کې هر بل موقف لري لوستونکي ته ورپېژندل شوی دی. 

نوښت 

د احمدي صاحب د ناولونو د کرکټرونو یوه ځانګړنه دا هم ده، چې له یو بل څخه بېل دي. بېلې څېرې لري او عادتونه یې سره ورته نه دي. دا کار په کرکټرونو کې نوښت راولي او لوستونکی په ناول کې له بېلابېلو څېرو سره مخ کېږي، لکه په خونکار ناول کې د جانکو څېره:

(په خرې پسې یوه خیرن ځوان ګامونه اخیستل… دی هډور سړی و، مړه ږیره یې درلوده، سترګې یې غټې وې، پر تندي یې د کالدانې لوی داغ ښکارېده.)(احمدي، ۱۳۸۹: ۱۰)

په ټول ناول کې بل داسې کرکټر نه وینو چې جانکو ته ورته څېره ولري، ان ښایي دا څېره د ارواښاد په نورو ناولونو کې هم پيدا نه کړو.

احمدي صاحب د کرکټرونو له کلیشه شوو ځانګړنو هم ځان ساتلی، د ملک دا انځور کلیشه شوی، چې چاغ، ظالم او بدرنګ به وي؛ د خونکار ناول یو کرکټر ملک عطا الدین دی، دا د ملک د کلیشه شوي انځور خلاف دی، یعنې ملک عطا الدین نه بدرنګ دی او نه ظالم :

(په عکس کې ملک عطا الدین شخه لونګۍ تړلې وه، بریتونه یې پر شونډو پراته ول، سترګې یې ځلېدې.)(احمدي، ۱۳۹۸: ۱۸)

د کرکټر بدلون

داستاني کرکټرونه د بدلېدو له اړخه په دوه ډوله دي، یو ساده کرکټرونه دي بل پېچلي. ساده کرکټرونه هغه دي چې د کیسې په جریان کې بدلون نه کوي؛ خو پيچلي کرکټرونه د کیسې په جریان کې بدلېږي. د دې کرکټرونو د بدلون لپاره باید قوي دلیل موجود وي. 

خویونه په اسانه نه بدلېږي خو په ځینو افغاني کیسو نیوکه کېږي چې د کرکټر خوی پکې په اسانه بدلېږي او په اوله کې چې څنګه معرفي شوی وي، وروسته بیا په اسانۍ سره یو بل څوک ورڅخه جوړ وي. زموږ په ډرامو یا کیسو کې ممکن په یوه عادي نصیحت باندې یو څوک بیخي خپل خوی بدل کړي چې دا هم باید سره اړونده وبولو.( غضنفر، منلی، ۱۳۹۹: ۳۵)

د احمدي صاحب د ناولونو ډېری کرکټرونه پرته له دلیله نه دي بدل شوي.

 په رڼا ناول کې ملک هغه کس دی، چې له دروغو کرکه لري، د ناول په یوه برخه کې د اصلي کرکټر له خولې، چې د ملک زوی دی، اورو:

(ما دروغ نه شو ویلای، پلار مې له دوو شیانو بد وړل، سوچ کوپر ورته ښکارېده، دروغ او ناحقه قسم. یو وخت زموږ یو درمند وسوځېد، لوی درمند و او خروارونه غنم ترې راوتل، پلار مې په غوسه و، دهقان یې راوغوښت، هغه لړځېده، خبره یې سپینه وه، ویې ویل چې چیلم یې څکاوه، شاید کوم سوه کی ورباد شوې وي.

پلار مې دهقان ته هیڅ ونه ویل، یوازې په دې خاطر چې خبره یې سپینه وه او دروغ پکې نه و ګډ.) (احمدي، ۱۳۸۷ل: ۱۱۱)

د دې ځانګړنو له درلودونکي کرکټر نه موږ د دروغ ویلو اونا حقه قسم تمه نه لرو؛ خو یاد کرکټر دومره بدلېږي، چې د ناول په یوه بله برخه کې دروغ وایي او ان په ناحقه قسم خوري:

(هغه یې له چرسي خیرو سه په کادانه کې ونیوله، د غزني په اولیاوو لو (قسم) درته خورم، که زما په ویلو کې کوم شک درلوېږي، د خپلې مور خبره خو به منې.)(احمدي، ۱۳۸۷ل: ۱۲۴)

کله چې کرکټر دومره بدلېږي؛ نو باید دلیل ولري. په رڼا ناول کې د ملک صاحب د دروغ ویلو او دومره بدلون لامل دا دی، چې دی د رڼا راتګ خپل کور ته د خپل شان سره سم نه بولي:

(پلار مې هماغه شېبه هېڅ ونه ویل، خو د غرمې د ډوډۍ پرمهال یې په کلکه رایاده کړه چې رڼا له زړه وباسه! نه زموږ کور کومه یتیم خانه ده او نه هم د یوې خوارې کونډې لور د ملک عبدالکریم خان کلا ته را ودېدی شي.) (احمدي، ۱۳۷۸: ۱۱۶)

ملک عبدالکریم ډېره هڅه وکړه چې زوی یې له رڼا تېر شي؛ خو کومه ګټه یې نه درلوده، ځکه خو اړ شو چې دروغ ووایي.

تور او سپین کرکټرونه

تور او سپین کرکټرونه دا مانا چې د داستان کرکټر یا داسې کس وي، چې هېڅ عیب نه لري او یا داسې کس وي، چې هېڅ ښېګڼه نه لري یا که یو څوک ښه سړی دی؛ نو ټول ښه خویونه لري او یو څوک بد وي ټول بد خویونه پکې وي. د کیسې اتل یا اصلي کرکټر تل ښکلې څېره لري؛ خو ضد یې بیا تل بدرنګ وي. 

په افغانستان کې په کیسو باندې دا نیوکه هم شوې ده چې کرکټرونه ډېر ځله یا تک تور وي یا تک سپین وي. که لیکوال غواړي یو څوک ښه کس معرفي کړي، نو ممکن پلار او مور یې هم ښه کسان وي، ممکن رنګ یې هم د ښه سړي وي. (غضنفر او نور، ۱۳۹۹: ۳۶)

د احمدي صاحب د داستاني اثارو کرکټرونه دا ځانګړنه نه لري، داسې نه ده چې اصلي کرکټر به تل ښکلی وي. په (یوه خبره درته وکم؟) ناول کې د اصلي کرکټر ظاهر داسې څرګند شوی:

(د پراته سړي سترګې پټې وې، په پکه ککرۍ پورې نښتي تار تار وېښته یې لانده ښکارېدل. په لمر وهلي تور تندي یې څاڅکې – څاڅکې خوله پرته وه. ده په تېزۍ ساه اخیسته، ارتې سږمې یې کښته پورته کېدې.)(احمدي، ۱۳۹۰:۴)

دا د ناول اصلي کرکټر دی، او په ټول ناول که به ښایي تر ده بدرنګ بل څوک نه وي.

داسې هم نه ده چې ظالم به تل بد رنګ وي، په رڼا ناول کې ملک صاحب جابر او کبرجن سړی دی؛ خو څېره یې ښکلې ده. 

په خونکار ناول کې حمید یو قاتل سړی دی؛ خو بدرنګ نه دی.

انفعال

په پښتو داستانونو کې د کرکټر انفعال ته هم ډېره ګوته نیول کيږي. فعال کرکټرونه داستان جالب کوي او دا د بریالۍ کرکټر کښنې یوه ځانګړنه بللی شو. 

منفعل کرکټر نه پيښه جوړولی شي او نه پيښه په ده باندې داسې اثر غورځولای شي چې کیسه ورسره روانه شي.(غضنفر او نور، ۱۳۹۹: ۴۸)

یو کرکټر که فعال نه وي، د لوستونکي توجه نه جذبوي. فرضا یو بزګر دی. د پټي څښتن د ده محصولات خوري. له ده نه په زور محصولات اخلي. د ده لور ته هم په سپکه سترګه ګوري. وهي یې هم. خو دی بیا هم همداسې ورته ګوري. دغه منفعل کرکټر دی. په داسې ځایونو کې کرکټر باید عکس العمل وښیي.( غضنفر او نور،۱۳۹۹: ۴۷)

د عکس العمل ډولونه ډېر دي، په پورتني مثال کې ضرور نه ده چې منفعل کرکټر جنګ وکړي، دی کولی شي دهقاني پرېږدي، یا وتښتي، دا خپله عکس العملونه دي. 

د احمدي صاحب د ځینو ناولونو کرکټرونه هم منفعل دي. د بېلګې په توګه په زرو ناول کې د اصلي کرکټرونو انفعال د پام وړ دی. د دوی تېښته عکس العمل نه؛ بلکې انفعال دی.  

د دواړو کرکټرونو منفعل حالت زرو وژلې ده. ښه به دا وای، چې نه وای تښتېدلي، د غزني په همدې غرنیز طبیعت کې پاتې شوي وای او خپله ټولنه یې ننګولې وای. که بریالي شوي نه وای، خوندوره تجربه خو به یې راکړې وای. (ښکلی، ۱۳۹۶:۳۷۰)

د منفعل کرکټر بله بېلګه په رڼا ناول کې د رڼا کرکټر یادولی شو، په هغې تورونه لګول شوي؛ خو هغې هېڅکله له جمال نه ګیله ونه کړه. د رڼا دومره صبر د نه منلو خبره نه ده، اول خو دا چې رڼا پښتنه ده بل دا چې هغه په داسې محیط کې لویه شوې چې له دې یې زغمونکې ښځه جوړه کړې ده؛ نو که د رڼا کرکټر منفعل هم وي، نه یې مبالغه بللی شو او نه د کرکټر کښنې نیمګړتیا. 

د احمدي صاحب د ناولونو او لنډو کیسو د کرکټرونو توپير

دا چې په ناول کې د کرکټر ظاهر او باطن تر ډېره انځورېدی شي، دا ښکاره خبره ده، ځکه چې د ناول لمن پراخه وي او د کرکټر د لا بشپړېدو امکان پکې ډېر وي. په لنډه کیسه کې هم د کرکټر درې‌ګوني اړخونه بیانېدی شي، خو دا چې لنډه وي؛ نو د ناول پرتله لږ څرګندېدای شي. 

د احمدي صاحب د ناولونو او لنډو کیسو په کرکټرونو کې هم همدا توپیر تر سترګو کېږي، د ناولونو کرکټرونه یې د لنډو کیسو د کرکټرونو پرتله ډېر ښکاره دي. د ناولونو د کرکټرونو ظاهري، باطني او ټولنیز اړخونه یې ډېر څرګند دي. 

بله خبره د کرکټرونو د شمېر ده، په لنډه کیسه کې کرکټرونه د ناول پرتله کم وي؛ نو ځکه خو دا خبره د احمدي صاحب په ناولونو او کیسو کې هم ده.    

ماخذونه 

احمدي، نصیر احمد. (۱۳۸۷ل). رڼا. کابل: دانش خپروندویه ټولنه.

احمدي، نصیر احمد. (۱۳۸۸ل). بړبوکۍ. کابل: مومند خپروندویه ټولنه.

احمدي، نصیر احمد. (۱۳۸۹ل). خونکار. کابل: مومند خپروندویه ټولنه.

احمدي، نصیر احمد. (۱۳۹۱ل). یوه خبره درته وکم؟. کابل: مومند خپروندویه ټولنه.

ښکلی، اجمل. (۱۳۹۶ل). ادبستان. ننګرهار: کلاسیک خپروندویه ټولنه. 

غضنفر، اسد الله، منلی، نجیب. (۱۳۹۹ل). د ادبیاتو دنیا. کابل.

یادونه: دا لیکنه هغې غونډې ته لیکل شوی وه چې د افغان ښځو ان لاین ادبي بهیر د احمدي صاحب په یاد جوړه کړې وه. یاده غونډه د ادبي بهیر د خواله رسنیو له پاڼو په ویډیويي بڼه خپره شوې ده. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب