وراثت
ماته خپل پلار،
کړ وصيت را ښکاره
چي پکې ماته يې
زما لپاره
د يوې نوې جلاوطنۍ وه وړاندوينه کړې
د يوې نوې جلاوطنۍ.
***
فلسطينى شاعر
عز الدين المناصره
_____________________
د پولې دېوال
لمر چي تر پولې اوړي
خو هيڅ عسکر يې په مرمۍ نه ولي
چي يو ورک خر کله تر پولې اوړي
هيڅوک خو هم ورباندې بريد نه کوي
خو چي دا زه
اې زما خاورې مورې!
دا زه ستا زوى
يمه بېل شوى له تا
زما او ستا تر منځ
ولاړ دى دنګ د پولې دېوال.
***
سليم جبران
____________________
د ډاګي اندېښنه
د شاوخوا ټولې نړۍ بنديانو!
ماته را ولېږئ هغه چي دي ليدلي تاسې
ډار، چيغې او د تنهايۍ له زګېرو ډکې ورځې
اې کب نيوونکو د دې ټولې نړۍ!
ماته را ولېږئ هماغه چي يې غوره ګڼئ
خپل تش جالونه او څپاند سمندر
د شاوخوا ټولې نړۍ بزګرو!
ماته را ولېږئ خپل ټول شيان
ټوټې ګلان، زخمي سينې، وږي نسونه او پرې- پرې لاسونه
ماته دا ټول شيان را ولېږئ زما په پته
د دې نړۍ د يوه دوکان، يوې کوڅې په نامه
تيارومه زه يو اوږد فهرست
د انسانانو د دردونو- کړاوونو فهرست
هغه فهرست چي شي تيار کله
او پر هغه د پاسه
د څو پېړيو منتظرې سترګې
او وږي تږي لبان
خپله ټاپه ووهي
بيا به زه خپل فهرست
د خداى حضور لره ور ولېږمه
خو
اې د نړۍ بدمرغو
ده خو له ما سره تر ټولو زياته دا اندېښنه
چي خداى “نالوستى” نه وي.
***
سوريايي شاعر
محمدالماغوط
______________________
لفظ
لفَظ
يو پورته غورځېدونکى ګين دى
چي يو واکمن يې
تر خپلې کړکۍ
دباندې و غورځوي
خلک
په دې ګين پسې
د وږيو سپيو غوندې
ژبې ايستلې له خولو
منډې وهي
دي له اوومې پېړۍ
له لفظه ترياک جوړ شوي
داسې ترياک دي چي
واکمن پرې خپل ولس،
بې حسه کړ تل
لفَظ
ده داسې فاحشه
چي ورسره
اديب، خبريال او د مسجد امام
ټولو همبستري کړې ده
او ډېره ستړې ده اوس.
***
نزار قباني
_________________________
وړاندوينه (پېشبيني)
اې مشرانو د قوم
خپلو بچو ته ورکړئ ډېرې شودې
د دوى لپاره و خورئ غم د روڼا
د دوى لپاره
اورلګيت
څراغ
او تېل
دغه هر څه و ساتئ
ځکه
چي شپه زموږ د بخت به وي لا ډېره اوږده.
***
مريد برغوتي
________________________
د زړي ساتونکى
زموږ مځکه و سوځوئ
زموږ خوبونو ته هم اور واچوئ
تېزاب را وشيندئ زموږ پر بارخوګانو باندې
واړوئ خاورې پر سرو وينو،
د شهيدانو زموږ
زموږ د بنديانو چيغې
تاسې د خپلو مشينو په شور او زوږ ورکې کړئ
خاوره تباه کړئ زموږ
کښت کروندې مو په اور و سوځوئ
زموږ د پلرونو د نيکونو په لاسونو ودان
زموږ هر ښار، هر کلى
هر کور او هره ونه
هر يو کتاب، هر قانون
کړئ په بمونو ويجاړ
تاسې زموږ ماضي
زموږ ادب،
زموږ استعارې،
نېست و نابود کړئ واړه
تاسې دا هر څه وکړئ
او له دې پرته هم چي زړه مو غواړئ وکړئ هغه
زه خو دا ستاسې د دې ظلم څه پروا نه کوم
ځکه دى ما يو زړى پټ ساتلى
چي دى د داسې يوې ونې زړى
چي له پلرونو له نيکونو زموږ
له يوه پښته تر بل پښته يې مزل راکړى
او يوه ورځ به زه هماغه زړى
د خپل وطن پر پاکه خاوره کرم.
***
فوامن ترکي.
_____________________
عرب مهاجر
مېږي يې ګرځي د بدن پر غوښو
کارغې يې هم وهي مښوکې پر بېسده بدن
دى را ځوړند پر سر د دار باندې عرب مهاجر
—
يو مهاجر عرب دى
شپې د اورګاډي پر تمځاى تېروي،
خير غواړي
په تودو اوښکو څڅولو تېروي زندګي
—
هغه د خپل صلاح الدين يادونه
د هغه آس
د هغه سپر
خرڅ کړي
هغه قبرونه هم د ټولو مهاجرو خرڅ دي
—
آيا څوک شته چي دا عرب مهاجر
د يوې ټوټې ډوډۍ په بيه واخلي
زما وينه وچه شوه خو
تاسې خندېږئ پر ما
زه د سيند باد يم
زه مي خپلې خزانې
خوندي په زړونو کې دا ستاسې د بچيو ساتم
—
مېږي يې ګرځي د بدن پر غوښو
کارغې يې هم وهي مښوکې پر بېسده بدن
يو مهاجر عرب دى
ستاسې د کور تر دروازې راغلى خير غواړي.
***
عبدالوهاب البياتي
______________________
خپل هېواد
يوه هغه ورځ وه،
چي ما
په پسته اور باران کې
ستا غوندې
جېبونو کې خپل
شَناختي کارډ لټاوه
په هغه وخت کې يې
ما هيڅ د ورکې غم نه کاوه
ځکه چي ما خپل يو هېواد لارۀ
او يوه دا ورځ ده،
چي زه
په تاوده لمر کې
ستا غوندې
پخپل جېب کې
د کار جوازنامه لټوم
ځکه چي ستا غوندې،
ما هم دى خپل هېواد بايللى.
***
رياض الرئيس
_______________________________________
د عربو شاعرانو پورتني نظمونه يوه کاناډا مېشتي پاکستاني ليکوال او شاعر ډاکټر خالد سهېل اردو ته ژباړلي وو او ما له اردو پښتو ته و ژباړل، که څه هم له ژباړې ژباړه او هغه هم د شعر دويمه ژباړه ډېره ښه نه وي، خو ما په دې خاطر چي په دغو نظمونو کې د خپلې جنګځپلې خاورې عکس راته ښکاره شو، تر خپله وسه مي د ازاد شعر په بڼه را و ژباړل. [بارکوال]
مننه مياخيل صیب ډیرپه زړه پوري وو
په زړه پورې هيله چې لا هم دنورو ژبو له شعر و ادب څخه مو خبر کړئ
مننه
اقبال خيبر
Salam!
der sha kar de karay day