د دریم منزل کړکۍ یې پرانیسته، پرې کړې ساه یې واخیسته لکه سلګۍ چې یې وي. شمال دفتر ته راننوت. چوکۍ یې ورکش کړه. د پاڼو پر سر یې سټیپلر کیښود. د رییس ایمیل یې بیا له سترګو تیر کړ:
« سه شنبې په کار کې غفلت شوی… »
«چا شیطاني ورته کړې؟»
کړکۍ ته ودرید. لاندې پر سړک سګریټ پلورونکي پر چورۍ د خپلې ریړې د سر خاورې پاکولې.
« بختور د خپل سر پاچا دی»
د سګریټو ډبی یې پرانیست. ویې شمیرل اوولس سګریټه پکې و. ډبی یې د کمیس په جیب کې کیښود. له دفتره ووت. د سګریټ پلورونکي کراچۍ ته ودرید:
-مارلبرو مې پکار دي
هغه ورته ونیو. ده د قوطی تر ملا نری تار ورو پرانیست:
-ژوند څرنګه دی؟
سګریټ پلورونکي د ده د کمیس جیب ته وکتل:
-د خدای فضل دی
ده نکټایي سسته کړه، د کرتۍ د جیب دننه یې پر خپل لایټر ګوتې ووهلې. د سګریټو له نوي اخیستي ډبي یې یو سګریټ په شونډو کې ونیو:
-لایټر شته؟
هغه سګریټ ورته بل کړ. ده د سړک خواته لوګی پف کړ. سګریټ پلورونکي ته یې وویل:
-شکر په سر رییس نه لرې
-هر پولیس او د ښاروالي نفر زموږ رییس دی صاحب
ده نیم څکولی سګریټ تر پښې لاندې کړ. دفتر ته ستون شو. رییس په دهلیز کې قدم واهه :
-چیرته وې درې ځله مې زنګ درته وواهه هاغه د اجنډا ایمیل لا نه دی راغلی، بیخي په کارونو کې غرق یم؟
د کرتۍ له جیبه یې د سګرټ ډبی راوایست:
-سګریټ مې خلاص شوي و
رییس د ده د کمیس پورتني جیب ته وکتل:
-په پورته جیب کې دې دا خالي قوطی ولې ایښی
ده تندی په ګوتو ټینګ کړ:
-سر مې درد کوي
-راشه له ما سره په دفتر کې ګولی شته
رییس ګولۍ او د اوبو ګیلاس ورته ونیو. ده ګولۍ تیره کړه. خپل ځای ته راغی. شمال د میز د سر کاغذونه شیندلي و. له کړکۍ یې سر وروایست. د سګریټ پلورونکي د ریړې پر سر د نظر مات سره ټوټه شمال ته رپيده.
پای