شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرنظم، قیس هاشمي

نظم، قیس هاشمي

شپه دې نه راځي وېرېږم
دا څو شپې کېږي چې ماته
زه چې سترګې کړمه پټې
يوه خور زما و خواته
ايشارې کوي رازغلي
لاس راواچوي ګرېوان ته
راته وژاړي په چېغو
راته وايي اله وروره
اله وروره مه را ګوره
اولادونه مې را ژغوره
يو شو پاتې په زانګو کې
بل له ډېرو منډو وروسته
را نه ولوېد په اوبو کې
اله وروره کور مې وسو
لولپه شو په لمبو کې
اله وروره په جګړو کې
لوپټه مې شوله پاتې
وارخطا شوم په پالنګ کې
اله وروره اله وروره
بې عزته شوم په جنګ کې

شپه دې نه راځي وېرېږم
دا څو شپې کېږي چې ماته
زه چې سترګې کړمه پټې
يوه مور زما و خواته
ايشارې کوي را زغلي
لاس را واچوي ګرېوان ته
راته وژاړي په چېغو
راته وايي اله زويه
اله زويه چې ړنده شوم
عيال تپه شوم سپېره شوم
درې لاليان مې دي خوړلي
انږورګانې او لورګانې
خپل لمسيان مې دي خوړلي
اله زويه کور مې ورک شو
له وطنه له خپل کلي
اله زويه په جګړو کې
لېونۍ شومه له غمه
اله زويه زه وېرېږم
له انسان له بنادمه

شپه دې نه راځي وېرېږم
دا څو شپې کېږي چې ماته
زه چې سترګې کړمه پټې
يو سړى زما و خواته
ايشارې کوي رازغلي
لاس را واچوي ګرېوان ته
راته و ژاړي په چېغو
راته وايي اله وروره
اله وروره مه راګوره
پېغلې لوڼې مې را ژغوره
رانه پاتې شوې په کور کې
زړې مور زړې انا ته
حق حيران يمه څه وکړم
اله وروره راته وايه
په دې جنګ کې يې اوس بوځم
اله وروره کومې خواته
رسوا کېږمه را ويښ شه
څنګه پروت يې په پالنګ کې
اله وروره اله وروره
بې عزته شوم په جنګ کې

شپه دې نه راځي وېرېږم
دا څو شپې کېږي چې ماته
زه چې سترګې کړمه پټې
يو بابا زما و خواته
ايشارې کوي را زغلي
لاس را واچوي ګرېوان ته
راته و ژاړي په چېغو
راته وايي اله زويه
اله زويه مه راګوره
سپين قران مې راته ژغوره
را نه پاتې شو په کور کې
تلاوت مې شو نيمګړى
لولپه به شي په اور کې
اله زويه يو څه وکړه
هلته ايښى وو په کټ کې
نه چې ماين پرې انفجار شي
لېونى شومه له غمه
اله زويه اله زويه
دا راپېښ شوله له بمه

شپه دې نه راځي وېرېږم
دا څو شپې کېږي چې ماته
زه چې سترګې کړمه پټې
ماشومان زما و خواته
ايشارې کوي رازغلي
راته وژاړي په چېغو
څوک مې کلک کړي له لاسو نه
څوک مې غېږه کړي راتاوه
وارخطا وي له پښو نه
څوک را غږ کړي کاکا جانه
هغه ګوره هغه ګوره
کاکا جانه زما نانزکه
زما نانزکه شوله ورکه
څوک را غږ کړي کاکا جانه
مور مې څه شوه ډوډۍ غواړم
کاکا جانه ډوډۍ غواړم
بل مې کش کړي وايي پاڅه
ته ويده يې په پالنګ کې
کاکا جانه کاکا جانه
زه يتيم شومه په جنګ کې

شپه دې نه راځي وېرېږم
دا څو شپې کېږي چې ماته
زه چې سترګې کړمه پټې
شهيدان زما و خواته
ايشارې کوي را زغلي
راته وژاړي په چېغو
لاس راواچوي کرېوان ته
خجالت مې کړي خپل ځان ته

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب