یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+وو نه و یو شپون او یو پښتون ملا و | دوکتور...

وو نه و یو شپون او یو پښتون ملا و | دوکتور ازمون‎

دویمه برخه

ـ هغه داسې سره رنګونه دي چې کسي سېزي.

ـ خو ما ته هغو رنګونو د ژوند خوږې کیسې لوستي.

د خولې له لوړ نري او لاندني پنډ چاودلي سره بخن دېواله یې پوکی وایست:

ـ د ژوند خوږې کیسې! په لاس نه یې ورغلی، د ژوند په خوږو به دې په خاور موړ کړي.

ـ ژوند له خاورو راټوکېږي.

ـ والکه، بېخي دې د مجروح به ژبه غږېږې!

ـ دا خبرې مې له تا زده کړي.

د هغه پر شونډو بیا هغه جمله ونڅېده:

ـ ور به شې خبر به شې!

ما د هغه مخ رنګونه کتلي وو، زږه پښتانه وو، ذهنا برابروم، ده ته مې وویل:

ـ زه خبر یم!

هغه د پاسته جیپ موټر چې پجیرو یې بولي، موټر ښيښه بیا ښکته کړه او له خولې نه یې د سپېرې هوا پر مخ شنه وشیندل. غاړه یې تازه کړه:

ـ قربان یې له سپېرو ګردونو شم، پوهېږې! ډېر خواږه را باندې لږي.

ـ احمد شاه بابا په همدې ګرد پسې د ډیلي تخت پرېښود.

ـ خو ما هم د امریکا ښیښه محل پرېښود، له هغه نه کم نه یم.

ـ له دې ښکاري چې بېرته نه ځې.

شونډې یې ونڅېدې:

ـ دا په تاسې پورې ده چې زما د شپېلۍ څومره قدر کوئ!

ـ اجر یې شته!

په ډډه یې را وکتل:

ـ زه یې له تاسې قدر غواړم.

ـ خو بیا وایو.

ـ تاسې څه واییئ؟

ـ زه یې چا لره وهم قدر یې چا  زده

ـ نو زه یې هغه چا لره وهم چې قدر یې زده

ـ له دې خلکو به دا تمه نه کوې!

ـ ولې؟

ـ که دې دا تمه وکړه، نو بویه چې پر ځای به ولاړ یې! اجر یې غواړه!

ـ اوجره یې څنګه؟

ـ هغه نشته!

ـ دا څنګه؟

ـ جبونه تش دي!

سر یې وښوراوه:

ـ ما دا نغمې ددې خلکو له خبرو زده کړي، ددې خلکو د ویښوولو پروړی یم چې ساه راکې وي، دا شپېلۍ به غږوم، د ژوند رمې به پيایم او دښتې به پرې زرغونوم!

ـ دا خو به ښه شي، خو بیا مه ځه!

ـ دا مه وایه؟

ـ ولې؟

شپېلۍ یې پر شونډو وتخنېده:

ـ ځمه، دا ځل هلته د فتحې توغ رپوم.

ـ بیا؟

ـ بیا بیا راځم!

ـ نو ښکاري چې دلته نه اړوې؟

ـ زه خو څه بستره یم نه یم چې په یو ځای واړوم، لاس وپښې مې حرکت ته دي.

ـ ته لکه د ځمکې خاموشي ګرځې او چغې وهې.

د بزرګې څوکې په خوګیاڼۍ ژبه یې را ته شاباسی راکړ:

ـ شابس دغسې جملې شغوه!

ـ وایمه یې، خو چې ته مې د رنګونو د اندېښنو په چوکه و نه وهې؟

هغه بیا د خپل ښکلي او شوخ خوي د شپېلۍ په نغمه را ته کړه:

ـ  ته ودرې، هغه رنګونه چا سره ټوکې نه کوي، نېغه دې په مرۍ چاړه ږدي.

دده د شونډو په کوڅه کې پټې نغمې ډاډه کړم:

ـ چې ستا په مرۍ یې کېنښوده، زما په مرۍ یې نه ږدي!

ـ زما مرۍ په لاس ورنغله! ګنې اوس به نه شپون وایئ او نه یې شپېلۍ

ـ اوس خو دا دی په لاس ورځي!؟

ـ اوس د هغه لاسونه رېږدي، چاړه سمه نشي نیولی!

ـ نو بیا خو زه هم  بچ یم!

ـ ستا مرۍ تنکۍ ده چې زنګوهلی چاکو ورته تش اودس هم وکړي، نو هغه به بیا پرې وي.

ـ چې ستا د شوخو نغمو د شپېلۍ کوڅه کې یې دېوال و نه واهه، نو پوه شه چې سړی په ژوند میېن دی!

وروځې یې ببرې کړې:

ـ د شپېلۍ په کوڅه کې چې د نغمو تګ راتګ وي، هیڅوک پکې دېوال نشي وهلی. پوه شوې که نه؟

ـ هغه یې د شپېلۍ په کوڅه کې دېوال ځکه نه واهه! پوهېده چې د شپېلۍ په خوږه هوا مړي را ژوندي کېږي! نو په ژوند یې فکر کاوه!

ـ هلکه! ته لکه چتې نېغ نېغ الوځې!

ـ زه ده مستۍ ټوپونه ستا په سر وهمه

شپېلۍ موسکه شوه، د نغمو لړ یې وغځېده، خو موټروان د پکول په ولونو کې تاو را تاو کړ او سترګې یې ونڅولې:

ـ دلته خو هېڅ نه ښکاري؟!

بیا یې وړاندې یوه کوډله تر نظره شوه:

ـ یاره  ګومان کوم چې هغه پورې کوډله به دده وي؟

ـ نو هغه خو د شپانه په خبره پاچا دی! نو پاچا او سپېره کوډله؟

شپانه د شپېلۍ له کوڅې غاړه هسکه کړه، یو دم قیامت شو،  لکه لمر یې له مغربه سر را پورته کړ:

وو نه و یو شپون او یو پښتون ملا و | دوکتور ازمون‎

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب