یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د عبدالباري جهاني دوه غزلونه

د عبدالباري جهاني دوه غزلونه

ما چي خوب لیدلی وو تعبیر یې ریشتیا کیږي

سیند د اباسین به له هیلمند سره ګډیږي

وروڼه به له سواته تر کنړه اولسونه وي

زموږ به په رګونو کي یوه وینه بهیږي

نوري به تربور ته توري کښلي سترګي سرې نه وي

وراني د پېړیو، په قرنونو کي ښخیږي

نور به د خوشحال توره یوه، د ټولو خپله وي

شرنګ د کندهار به تر اټک پوري رسیږي

ږغ د منظور ویښ کړل د پېړیو له درانه خوبه

وار د پښتنو دی د زمرو په څېر غوریږي

اوس به د غلیم د غلامانو جنازې وینو

ښار به مو د شیخ پر هدیره باندي نڅیږي

چاچي پښتونخوا د پنجابي خاوره بللې وه

ځي به له ناسیالو سره مخ به یې توریږي

چاچي تویي کړي پښتنې شهیدي ویني دي

اور د انتقام به یې په مېنه کي بلیږي

نور به جهاني هم « ګیله من» شعرونه نه لیکي

زموږ له حماسو به د غلیم خونه لړزیږي.

د ۲۰۲۴ کال د جولای شلمه، ویرجینیا.

========

پروطن به پسرلی وي زما قسمت به پکښي نه وي

می به اوري له جامونو او نوبت به پکښی نه وي

ټول به خپل وي اولسونه مخ به تور وي د پردیو

شیخ به پروت وي په خلوت کي خو قدرت به پکښي نه وي

چا منله چي یو وخت به داسي هم پر زاهد راسي

هم به حوري هم غلمان وي خو جنت به پکښي نه وي

تور جلاد به ژبي پرې کړي د میوند د ملالیو

د ایوب اولس به ګرځي خو غیرت به پکښي نه وي

یوه ورځ به داسي هم وي د چړي پر کور به غم وي

محتسب به وي بې حورو او شهوت به پکښي نه وي

هم مطرب هم به بهار وي ښار به ټوله شالمار وي

نه به شیخ نه به یې دار وي شرارت به پکښي نه وي

شور به ګډ وي د بلبلو ږغ به راسي د پایلو

مار به نه ګرځي پر پولو شیطانت به پکښي نه وي

بیا به ښکلي د کابل وي بیا به ټیک بیا به اوربل وي

پر پردیو به اور بل وي شهامت به پکښي نه وي

ملالۍ ته به پرې ایښي فرنګي وي میدانونه

د لښکر زور به یې ډېر  وي خو همت به پکښي نه وي

جهاني قول مي کړی تر لحده درسره یم

قول یو پښتو یوه ده او غفلت به پکښي نه وي.

د ۲۰۲۴ کال د جولای د میاشتي شلمه، ویرجینیا.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب