شنبه, اپریل 27, 2024
Home+ما چې د هندي سبک شاعري کوله نو کاظم خان شيدا مې...

ما چې د هندي سبک شاعري کوله نو کاظم خان شيدا مې لا نه و لوستی

عصمت الله بهیر دا مرکه لومړی پلا د ۲۰۱۵ د اګست په ۱۹ په تاند حکې خپره شوې وه.

مرکه کوونکی: عصمت الله بهير

بهیر: استاده پيل به ستاسې د شخصي ژوند او زده کړو په اړه وکړو؟

استاد پسرلی: د پیدایښت ورځ مې نه ده په یاد خو د ۱۳۰۷ کال په حمل کې مې د غزني قره باغ کې سترګې غړولي، قسمت مو کډه تر کندهاره ورسوله او بیا زه شپږ کلن وم چې کندوز ته راغلو، هملته په کندوز کې مې د دیارلس کلنۍ تر عمره څلور صنفه درس ولوست او نور په ټول کندوز کې ښوونځی نه و.

پلار مې لا ښه و هغه له ادبیاتو، ناولونو، سفرنامو، تاریخ او نورو کتابونو څخه وړه کتابخانه جوړه کړې وه،  زه چې فارغ شوم نو همدا کتابونه مې څو څو واره ولوستل، بیا مې شعر ته پام شو، دیوانونه به مې لوستل، په ما کې هم د شعر فطري احساس په وړکتوب کې راپیدا شو، خو په دې نه پوهیدم چې شعر څه شی دی، وزن، قافیه او ردیف یې څه ته وایي؟ خو لنډه دا چې د دیوانونو له برکته شاعر شوم او تر ننه مې همدا کار دی.

 بهیر:  تاسو وویل چې د دیوانونو مطالعې راکې د شعر فطري احساس راپیدا کړ، دا وخت به تاسې څومره ويئ چې شاعري مو پيل کړه؟

استاد پسرلی: که شعر مازې قافیې او وزن ته ووایو نو له دوه کلنۍ نه به مې داسې جمله له خولې ووته چې هم به یې وزن درلود، هم قافیه خو مفهوم به یې نه درلود، خو که شعر دا وي چې مفهوم وړاندې کړي نو له پینځلس کلنۍ یا شپاړس کلنۍ نه مې شروع کړی. د مطالعې په زیاتیدو به مې پخواني شعرونه ټول له منځه وړل.

که حقیقت درته ووایم نو په غزلبڼ کې زما ټولې غزلې لا نه دي راغلي، تقریبا ۲۰۰ نورې هم لرم. والي صاحب ((هغه مهال د وردګ والي، محترم محمد حلیم فدايي)) ویل چې ټولې غزلې یو ځای چاپوم، ما ویل کتاب به غټ شي، کوم بل وخت به یې چاپ کړو، همدارنګه روایات، قطعات، قصاید، او نظمونه هم ډیر دي.

  بهیر: د غزل بڼ د چاپ انګېزه څه وه، ایا همدا چې په بازار کې نور ستاسې کتابونه په اسانه نه پیدا کیدل او که څنګه؟ بله دا چې ولې مو یوازې غزلې چاپ کړې؟

 استاد پسرلی: داسي ده چي ما د غزل دوې مجموعې پخوا چاپ کړي وې  او هغه په دې کتاب کي هم شته. هغه خلکو ډیري خوښي کړې نو دوستان او رفیقان را پسې  وو چي ګرد  یو ځای چاپ کړه. بیا والي صاحب ((حلیم فدايي)) که څه هم تر دې مخکې مې ورسره نه پېژندل، دا کتاب یې چاپ کړ او زبیر شفیقي د کتاب تصحیح وکړه.

  بهیر: که څوک مو وپوښتي چې تاسې ته تر هجرت د مخه شاعري په زړه پورې وه که اوسنئ؟ نو ځواب به مو څه وي؟

 استادپسرلی: خبره داسي ده چي شعر خو د شاعر د زړه اواز دی. له هجرت نه مخکي  غم او  درد دومره نه وو، نو  کوښښ مې کاوه چي په شعر او شاعرۍ کي منظرکشۍ زیاتې وکړم . مثلآ د بهار تعریف وکړه د غره تعریف وکړه، په ښار کی به مو یو ځای خوښ شوو هغه تعریف به مو کاوه تر ډېره به همدا شیان وو . خو د هجرت په وخت کي درد ډیرزیات  و. وطن مو په سره اور کي و. وروڼه، عزیزان مو شهیدان کېدل، زخمیان کېدل او  اینده هم ډېره مجهوله وه، خو لنډه دا چې ټول غم و.

د هجرت په مهال به مې چې هر څو کوښښ کاوه عشقي شعر ووایم، نو غم به را په سر و، بس داسې به ووایم چې د هغه وخت شاعري مې د غم، درد او سوز شاعري وه او همدا د هجرت شاعري مې خپله ډېره خوښه هم ده.

بهیر: استاده ستاسو شاعري خو د هندي سبک شاعري ده. له دې سبک څخه په پښتو کي موږ حمید بابا او کاظم خان شیدا هم لرو. ولي مو د هندي سبک پیروي وکړه، آیا دا سبک درته د نورو په پرتله ښه  وایسيدی. که بله کومه خبره  پکې شته؟

 استاد پسرلی: داسي ده چي له ابتدا څخه زما سبک هندي نه و. هسې به په وزن او قافیه پسې ګرځېدم.  ما خو هغه څلور صنفه هم په دري ویلي وو، هغه وخت پښتو نه وه، په کور کي مي هم د پلار کتابونه ټول  په دري ژبه وو. د کندوز په بازار کې هم پښتو کتابونه نه پیدا کیدل، نو په هغه وخت کې به مې د هلالي شعرونه لوستل. بیا چي مي د واقف او ندیم کتابونه پیدا کړل بیا هغوی خوند را

کاوه هغه د نیمه هندي سبک پيروان وو. بیا مې د اصفهانی او  کلیم دیوانونه پيدا کړل، دې سره مې هندي سبک ته ډېر میلان پیدا شو.

د منوچهر او خاقاني شعرونه به مې لوستل، د هغوی په څېر منظر کشۍ به مې کولې. زما په اولو اشعارو کې د منوچهر پیروي هم شته، د ایران د معاصرو شاعرانو لکه د فروغ فرخ زاد، سیمین بهبهاني، پژمان بختیاري د اشعارو پیروي مې هم کړې، خو په اخره کي  بیدل چي مي پیدا کړ، بیا نو فنا فی البیدل شوم ( خندا…)

ما هغه وخت د هندي سبک شاعري شروع کړه چي د کاظم خان شیدا دیوان په لاس هم نه و راغلی، بلکې لا خبر هم په نه وم.

په پښتو ادبیاتو کي مي پخوا هم خوشحال خان خوښيده او اوس هم تر هغه پورته شاعر نه لرو. نور شاعران هم وو ځیني به مي ډیره خوښیدل او ځیني لږ، ذوقونه مخلتف دي. زما ذوق داسي جوړ شوی دی.

بهیر: تاسې وایاست چې د شاعرۍ لارې مې په فارسي شعر کې سهي کړې، خو  زه چي ستاسو شعرونه لولم د فارسی ژبي ډیر تاثیر پکښي نه وینم. د دې اصلي علت څه کېدای شي؟

 استاد پسرلی: هو، هغه وخت مي یوازې مطالعه په فارسی کي درلوده، که درته ووایم هغه وخت مې شعرونه هم په فارسی ژبه لیکل که به مې په پښتو کي یو نظم او یوه غزل و لیکل نو په فارسی کي به مي  سل لیکلی وې. دوه زره، دوه نیم زره بیته فارسی شاعري مي کړې وه.

بیا ما چي درته کیسه وکړه، د صائب او  بېدل کلیات په لاس راغلل، له ځان سره مي داسي فکر وکړل، چي که خدای سل کاله عمر راکړي، شاعري هم وکړم، روغ  او جوړهم یم  نه له ما صائب جوړیږي او نه له ما بېدل جوړیږي، نو هغه مي ټول له منځه یووړه.

و مي ویل، هغو ته سلام راځه دا پښتو ژبي کي شاعري وکړه دا مې مورنۍ ژبه ده، راته آسانه به وي  بیا مي دغه شروع کړه. نو د دري اثر به  خا مخا  وي، د هر چا په شعر کي د بل چا اثر وي  خو اثر تر اثره پوري وي.

 بعضي کسان  خو هغه مضمون  غلا کوي دا کار فضل د خدای دی ما نه  دی کړی، ټولې  غزلي مې وګورئ. مضمون د بل چا نه ده پکښې او که کوم مي راخیستي وي، ورته لیکلي مي دي چي، دا د بېدل د فلاني شعر ترجمه ده یا ازاده ترجمه او یا هم پوره ترجمه او دا د فلاني… په رباعیاتو کي مي هم داسي راغلي دي.  په هغو کي مي هم ورته لیکلي دي.

بهیر: استاد که درته ووایم چې فارسي شاعري مو ولې له منځه وړې، کاشکې هغه هم وای او کتاب مو ترې چاپ کړی وای، تاسې په کې څه وایاست؟

  استاد پسرلی: نه یو څو غزلې چي مې  په دې وروستیو کي لیکلې وې. هغه به پاته وي خو هغه مخکي مي بې مفهومه وې  مطالعه مي کمه وه، ډیري کمزورې وې او بل د فارسي ضرورت دې ته نه و. په  فارسی کي په لسګونه زره دیوانونه شته، نو چي یو پر ور اضافه شي څه شي به وي؟ (خندا…)

 بهیر: استاد تاسې یو شمېر منظومې هم لیکلي، د دې د لیکلو په اړه درته څنګه فکر پیدا شو؟ او بله دا چې که لوستونکو ته په پښتو ادبیاتو کې د منظومو لنډه تاریخچه هم ووایاست څنګه به وي؟

استاد پسرلی: هر هغه څه ته نظم وایې چي وزن او قافیه ولري . هر شعر نظم دی خو هر نظم شعر نه دی ځکه هغه څه چې غیر شاعرانه  خبري  پکې را ځي هغه بیا په نظم کي حساب دی، نه په شعر کي.

راغلو دې ته چي دا منظومې چي اوس رواج دي یو خاص مفهوم لري. داسي تاریخچه يې نه  ده را معلومه، چې په افغانستان کي څه وخت د منظومو لیکنه شروع شوې ده؟ چا شروع کړې ده؟ خو په ایران کي  ګومان کوم دا د پهلوي حکومت د شروع سره را شروع شوه، چي په هغه کي د ابتدا څخه نور کسان وو خو را وروسته  یې دا کسان مشهور دي.

پروین اعتصامي  هغې اخلاقی شاعري کول او په ډېره اوچته سطحه او چي عشقي یارندانه  شاعري  يې کوله په هغوی کي  فروغ او سیمین بهبهاني ډېره ښه شاعره وه. په نارینه و کې یې نادر پور، پیماني بختیاری او ډاکټر مهدي حمیدي وو. دوی نظمونه  هم ډېر خوندور لیکلي ول او غزلې یې هم ښې وې. خو که رښتیا درته ووایم دغه دوه یا درې چي اوس مشهور دي  لکه اخوهان ثالث او بل نیما یوشیج، چي دوی د معاصر شعر بنسټ ګر بولي.

د دغو شعر ما ته خوند نه راکوي  زه خو دا د زړه خبره کوم  که څه په دې هم پوهیږم چي ډېری پیروان به یې  په دې را څخه  خپه شي. ما ته خپله خوند  نه را کوي، زه یې په کیفیت نه یم پوهیدلي،  نو دا علت و چي  منظومې  مي ولیکلې.

بهیر: کله چي یو لیکوال منظومې لیکي، نو موضوع یې تر ډېره د ټولني یوه کیسه وي. چي یا مخکي پېښه شوې وي او یا کېدای شي پېښه شي. تاسو پر کوم آساس منظومې لیکلي دي؟

استاد پسرلی: هو، همدا دوه حسابه دي. چي یو خو هغه ریښتینی کیسه وي چي لیکوال یې نظم کوي او بل یې لکه دا لنډي کیسې چي دا خو ټولي رښتینی نه وي د لیکوال د ذهن تخلیق وي. لیکن د واقعیت سره نژدې وي. یعني  امکان یې د پېښېدو وي. نو دا منظومې  همداسي دي.

ځینی یې هغه واقعیتونه  دي چي د یو سرګذشت او یا یو شخصیت لکه د میرویس نیکه، احمدشاه بابا او یا اوسني یو سړی حالات بیانوي، چي دا منظوم تاریخ شو او که پېښه نه وي ته وغواړې ویې لیکې نو امکان لري په راتلونکي کې پېښه شي. ما هم دغه ډول منظومې لیکلي دي.

  بهیر: ښه استاد اوس هم شعرلیکئ او که پریښی مو دی؟

  استاد پسرلی:  نه شعر خو مې نه دی پریښی، اوس مي هم زړه غواړي شاعري وکړم، خو هغه پخوانی تخیل او خیال نشته اوس نو پیري ده. لکه وجود چي  ضعیف شي فکر او  خیال هم ضیعف شي.

 بهیر: استاد ستاسې د ځوانئ له وخته تر دې مهاله په ادبیاتو کې څه پرمختګونه راغلي او تاسې مشاهده کړي دي؟

 استاد پسرلی: د پخوا په پرتله هر شي تغیر کړی دی. دا شعر دی پخوا به حکومت ډېره توجه ورته کوله. په کال  کي به یې  دو ه ځله مشاعرې جوړولې. په دغو دوو مشاعرو کي به چي ډېر کسان را ټول شوه.  نو به شل تنه بالا نه وه. په دغو شلو شاعرانو کي به د دوو او درو تنو شعرونه د اورېدو وړ وو. نور به هسي په اورېدو هم نه ارزېدل.

اوس د خدای فضل دی تر دوو سوو (۲۰۰) زیاتې ټولني، یوازي د افغان ادبي بهیر دی. اته یوازی د ښځو ټولني او بهیرونه دي.  اوس چي حساب وکړې، تنها دا د پښتو شاعران یې تر دوه زره، درې زره زیات دي. په دوی کي ډېر ښه شاعران هم پیدا شوي دي  یعني اینده یې ډېره اوچته ده. دغسي د لیکوالۍ په برخه کي هغه وخت خو ناول بیخي په صفر کي وو. لنډي کیسې به لا یو چا، چا لیکلې. چي په هغوی کې د مرحوم شفیق یو دوه دری کیسې خوندوري وې. مګر اوس چي ګورو  په فضل د خدای په لسګونه ناولونه چاپ شوي او لنډي کیسې خو د سلګونو څخه زر ګونو ته واوښتې. ډېری ښې او

اوچتي لنډي کیسې پکښې پیدا شوې. نو هر شی مخ پر وده دی. خو پخوانیو ته موږ په دې په احترام قایل یو چي د هغو نه  شروع شوې ده.

بهیر: تاسې افغان ادبي بهیر یاد کړ. دغه بهیر د یو پوهنتون حیثیت لري او ډیر زیات کسان یې روزلي، زه چې څومره معلومات لرم د دې بهیر بنسټ هم تاسې ایښی، دا راته ووایاست چې د کوم فکر له مخې مو دا ستر ګام پورته کړ؟

استاد پسرلی: دا فکر خو هغه وخت ما ته  پیدا شوی وو چي دا جنګونه منګونه نه وو. هغه وخت موږ په کندوز کي وو. زه په دې فکر کې وم چې په دا کندوز کي  یو څو نفره سره را ټول کړو. یو انجمنګی جوړ کړو په هفته کي او یا په پنځلسو ورځو کي به یوه  غونډه کوو. عین په همدې شکل سره چي اول به پکښی یو شی هغه که شعر او که نثر وي نقد به ور باندي کیږي. بیا به خپل شعرونه سره اورو. خو هغه ملګری سره را ټول نه شوه زه هم پسی  ډېر ونه ګرځېدم. دغه ارمان مي په زړه کي و،  پیښور ته چي  ولاړو. مهاجر شوو. هلته دا پيښوریانو  غونډو  ته ور وبلل شوو. برخه به مو پکښي اخیسته. څه وخته مي پکښی ګډون وکړی نو  ومو ویل چي دلته خو شکر ډېر یو.  راځئ یو بهیر به جوړ کړو. بیا نو په هغه وخت کي چي په وطن کي جنګ ډېر شدید وو، او روسان لا نه وو وتلي نو رفیع صاحب، غروال صاحب او صمیم صاحب سره کیښناستو. چي  راځئ  که  پیښوریان غونډه کوي موږ به هم یوه ورځ  غونډه کوو. په هفته کي ونه شوه په میاشت کي به یې یوه ورځ کوو. هغه وخت  کي هر چا هر څه غوښته دا وطن کي جنګ وو، روسان وو، بد حالت وو. نو جهادي  مشاعره  مو شروع کړه. په دې کي دوه علته وو :

 یو  خو دا چي خپل یو اواز اوچت کړو. ځکه موږ نه اخبار درلود او نه هم مجله او  یو دا مشکل وو چي دا تنظیمونو  یوه  ستونزه  جوړه کړي وه. هغه دا چي  یو ورور به په جمعیت کي و او  بل به حزب اسلامي کې، دغو دوو به په بازار کي  په خپلو منځو کي  خبري سره نه کولې چي بیا به هلته د حزب مرکز ته خبر ورشي . موږ وویل  دوی پوه شه،  کار یې  و کردار یې پوه شه. دا شعر و ادب  په دنیا  کي دا شیانو پسي نه ګرځي.  نو مو ټول سره را ټول کړه، اعلان مو ورته وکړ، چې راځئ جهادي مشاعره ده.. نو په دې کي  حزبونو، جمعیتونو، افغان ملتیانو، محاذیانو او حتی پیښوریان مو هم راخبر کړه هغوی هم راغلل، څلور پنځو پيښوریانو شاعرانو  جهاد شعرونه  وویل، بیا وروسته  زموږ یو  پيښوری ملګری و چي هغه دا شعرونه راټول کړه  او یوه ټولګه یې ځینی جوړه کړه (وینې بهیږي سپرلی به راشي) تر دې عنوان لاندي.

نو دا کار موږ وکړ. میاشت په میاشت مو  غونډي کولای، یو تناسب مو ورته پیدا کړ. بیا  چي هغه  لږه سړه شو خبره او د حزبو  تر منځ هم  یو ه لږه ذره حساسیت کم  شو. بیا نو  ادبی خوا ته مو توجه وکړه. یو څو غونډي مو داسي وکړې  بیا چا ځای نه را کوی. د پاکستان (ای، ایس، ای) ورته ویلي وو. چي په هغه ځای کي چي پیښوریانو ته اجازه شته. ولي افغانانو ته د غونډي کولو اجازه  نشته په دې خاطر چي  دلته بم  کینږدي. نو ځای یې چې راڅخه واخیستی. غونډي  پاته شوې  بیا دا څو نفره ځوانان وو. چي هلته پر هوټل سره را ټولېدل. هلته به یې  یوه پیاله چای څښلی او په عین وخت کي به یې یو بل ته  خپل شعرونه لوستل.  چي په هغوی کي یو کاروان و،  یو زما زوی و، چی بیا وفات شو ساهو، یو  دوه درې پیښوریان وو، سالک و، عابد  و دا  اووه، اته نفره ول.  دوی به غونډي  سره کولې. بله ورځ زه  پرې خبر  شوم.  ما  ویلي دا غونډي چي کوی.  اووه، اته نفره یاست.  بیرته به  یو ځای ورته پیدا کړو، عمومي به یې کړو. وایی بلکل ښه ده .

  بیا به هر هفته د یکشنبی ورځ چی هلته رخصتی وه غونډه به مو کوله، پیښوریان به هم راتله ، ان د سوات شاعران به هم راتلل. غونډه داسې شوه چې  د پیښور هیڅ  یوه غونډه دومره غټه نه وه. حتی حزبیان، خلقیان او پرچمیان به هم بهیر ته راتلل. زه به ورته خوشاله وم چې فرهنګیانو وحدت پیدا کړ او د ټولو ادبیاتو ته مخه شوه.

 بهیر: استاده که په وروستیو کې کوم پیغام لرئ نو مهرباني وکړئ؟

  استاد پسرلی: دوی  ته خو زما دغه پیغام دی چي هر څوک دي  خپله آصلی وظیفه وپیژنئ. د شاعر  آصلی وظیفه شعر ته وده ورکول دي. سیاست دي هم سر وخوري بل شی دي هم سر وخوري. د یو محقق وظیفه  تحقیق دی هغه دې شعر نه وایې.

 د نجار وظیفه نجاري ده، هغه دی ګېلکاري  پريږدي او د ګېلکار وظیفه رنګ مالي نه ده، هغه دي پریږدي  یعني هر څوک دي هغه خپل کار ته وده ورکړي یو ځای ته دی يې ورسوي. زموږ خو بدبختي دا ده چی د شاعر نه هر څه غواړو. وایې جنګ هم وکړه، سوله هم وکړه، حکومت ته هم ښکنځلي وکړه، قوم ته یې هم وکړه نو دا خو نه ده؟  نو زما پیغام دا دی چي دغه لاره تعقیب کړئ چي نوره هم وده وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب