پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+په دې ورځ لوی احمدشاه بابا مرهټیان مات کړل

په دې ورځ لوی احمدشاه بابا مرهټیان مات کړل

تاند- (جمعه/جنوري۱۴) له نن څخه 265 کاله پخوا د ۱۷۶۱ ع کال د جنورۍ په څوارلسمه ډیلي ته نژدې په پاني پت کې د لوی احمدشاه بابا او د هند د مغول پاچا د لښکرو ترمنځ لویه جګړه ونښته.

افغانانو په دې جګړه کې د هند مرهتیانو او مغولو ته ماته ورکړه.دا جګړه د مرهټې په سیمه کې وشوه چې د جنوبي اسیا اکثره قومونه پکې له یو بل سره مخامخ شوي دي.

احمدشاه بابا ،چې د مرهټیانو له لاسه د مسلمانانو په بلنه د مرهټیانو د ځپلو لپاره دې جګړې ته دانګلي وو، دښمن ته له سبق ورکولو وروسته افغانستان ته راستون شو او د افغانستان اصلي پولي یې ټینګې کړې.

روهیله پښتنو او د دوی مشرانو امیر الامراء نواب نجیب الدوله نجیب خان یوسفزی او حافظ الملک حافظ رحمت خان بړیڅ د احمدشاه بابا په پلوۍ له خپلو ۴۰ زره جنګیالیو سره د هغه ملاتړ کاوه .په دې جګړه کې د مرهټه‌وو نامتو جنګي قوماندانان سداشیو راو بهاو ، ملهاوراو هولکر، رګونات راواوبالاجي باجي راو وو.
د پاني‌پت درېيمه جګړه په شمالي هندوستان کې د احمدشاه بابا او مرهټه‌وو ترمنځ یوه لویه جګړه وه. په دي جګړې کې احمدشاه بابا هندوستاني مرهټه پوځ ته، چې سکهان او جټان یې هم په ائتلاف کې ملګري ول، ماته ورکړه او تقریبًا ۰۰۰، ۵۰ هندوستاني سرتیري ووژل شول. دا جګړه د پانی پت د مخکنیو دوو جګړو پرتله ځکه ډیره مهمه وه چی د دواړو هېوادونو (افغانستان او هندوستان) معاصر تاریخ تیې بدل کړ. په دې جګړه کی د افغانانو د سوبی ستراتیژیک اهمیت دا دی چی نه یوازې یې د مرهیټه‌وو ستر ځواک پر ګونډو کړ ، بلکی یو داسي تن په تن شدید جنګ و چی تر هغه مهاله یې ساری نه و لیدل شوی.

په ۱۷۷۳ ع کال د احمدشاه بابا د وفات په وخت د افغانستان د نفوذ ساحه د اوسني چین له تبت رانیولې، د هند د سمندر تر غاړو او په لوېدیځ کې تر نیشاپوره پورې رسېدلې.

هغه وخت افغانان دومره ویاړلي اوغښتلي وو چې د نورو برخلیک یې ټاکه او د هغو خلکو دفاع یې کوله چې دوی او د دوی نیکونو په خپلو مبارزو او سرشیندنو مسلمان کړي وو خو نن د هغو کسانو له لاسه د اسلام په نوم پرې لوبې کېږي چې د افغانانو د تورې په زور مسلمانان شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...