Homeخبرونهپه متحده عربي اماراتو کې د بېلابېلو ښارونو ترمنځ د رېلګاډي لویه...

په متحده عربي اماراتو کې د بېلابېلو ښارونو ترمنځ د رېلګاډي لویه پروژه پیلېږي

تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدې ۲۴ مه) په متحده عربي اماراتو کې سږ کال د ملي مسافر وړونکي رېلګاډي شبکه پیل کېږي، چې د دې هیواد ۷ واړه امارتونه له یو بل سړه نښلي.

دا شبکه به د متحده عربي اماراتو په ۷ امارتونو کې ۱۱ ښارونه او سیمې له یو بل سره ونښلوي.

د «الاتحاد ریل» د رېلګاډي خدمت به ابوظهبي، دوبۍ، شارجه او فجیره سره وتړي او همداراز به د ابوظهبي د لوېدیځې سیمې له الظفره څخه د شارجې تر لرې دښتو پورې د تګ راتګ اسانتیا برابره کړي.

د اتحاد ریل چارواکو ویلي چې دا رېلي خدمات به په عصري اسانتیاوو سمبال وي، چې پکې وای‌فای انټرنټ، او د موبایل چارج کولو اسانتیا شامله ده، او هر رېلګاډی به د ۴۰۰ مسافرو د لېږد وړتیا ولري.

دا ملي رېل ‌پټلۍ په متحده عربي اماراتو کې د مسافرو د سفر د چټکتیا، هوساینې او خوندیتوب لپاره یو مهم ګام بلل کېږي، او د هېواد ښاري او کلیوالي سیمې به له عصري ترانسپورتي شبکې سره ونښلوي.

اماراتي چارواکو د دې پروژې یو بل مهم هدف د هوا د ککړتیا له کمېدو سره مرسته بللې ده.

دا پروژه به وروسته همداراز عمان هیواد او د خلیج نورو عربي هیوادونو ته هم وغځول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...