Homeخبرونهاقتصادي خبرونهازبکستان د ټرانس–افغان رېللارې د پروژې په لور مهم ګامونه واخیستل

ازبکستان د ټرانس–افغان رېللارې د پروژې په لور مهم ګامونه واخیستل

تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدې ۲۴ مه) د ازبکستان د ترانسپورت وزارت په حواله، «ټرېنډ» خبري اژانس راپور ورکوي چې ازبکستان د ټرانس–افغان رېللارې پروژې اړوند مهمې ستونزې هوارې کړې دي، او دا مهال د پروژې د امکان‌سنجۍ (Feasibility Study) د چمتو کولو چارې روانې دي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د چین–قرغیزستان–ازبکستان د رېللارې پروژې ساختماني چارې هم دوام لري. دا پروژه د ازبکستان د ترانزیتي ظرفیت د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو مهمه برخه بلل کېږي.

د نړیوال ترانسپورت په برخه کې، ازبکستان له قرغیزستان او اذربایجان سره په ګډه د برېښنايي جواز (E-permit) سیستم معرفي کړی دی. د دې نوښت موخه د پولو هاخوا ترانسپورت اسانه کول او د لوژستیکي بهیر د موثریت لوړول دي.

سربېره پر دې، د هېواد په کچه ۲۴ ترانسپورتي او لوژستیکي مرکزونه د نړیوالو وچو بندرونو (International Dry Ports) په توګه ټاکل شوي دي، چې دا کار د سیمې په کچه د ترانسپورت او لوژستیک د مهم مرکز په توګه د ازبکستان دریځ لا پیاوړی کوي.

د ټرانس–افغان رېللارې لپاره درې‌اړخیزه همکاري

د تېر کال د جولای په لومړیو کې، په کابل کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ درې‌اړخیزه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې بین‌الحکومتي تړون لاسلیک شو، چې د ازبکستان–افغانستان–پاکستان د ټرانس–افغان رېللارې پروژې د امکان‌سنجۍ د مطالعې لپاره یې بنسټ کېښود.

د پروژې مسیر او اقتصادي اهمیت

د درې‌اړخیز تړون له مخې، وړاندیز شوې ۵۷۳ کیلومتره رېللار به د ازبکستان له ترمذ ښار څخه پیل شي، د افغانستان د مزارشریف او لوګر له لارې به تېرېږي، او د خیبرپښتونخوا تر خرلاڅۍ سیمې پورې به وغځېږي. تمه ده چې د دې دهلېز له بشپړېدو وروسته به هر کال تر ۲۰ میلیون ټنه پورې بار په رېلګاډي کې انتقال شي، چې له امله به یې د ترانسپورت لګښتونه او د لېږد وخت په څرګند ډول راکم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ابن بطوطه پر پلونو | نورمحمد سعید

ډېر یې مراکش ولي، خو مراکش یې یوازې یو ښار دی او د ټول مملکت رسمي نوم المغرب دی. مراکش خو یې کلېشه‌يي نوم...