پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسهپښتنه | عبدالکریم حقانیار

پښتنه | عبدالکریم حقانیار

د لرګیو پر چوتره لمر ته اوږد وغځېد، اسمان ته یې و کتل. خال خال سپیني وریځي، کرار کرار مخ په ختیځ رواني وې. د خولۍ پیک یې پر سترګو راکښ کړ. پر خوایې نرۍ وږمې په ښځینه اواز کې د نرمي زمزمې غږ راوُړ. ځوانکي غوږونه څک کړل، پر چپ اړخ واوښت، د لرګې تر چولې چولې دیوال (کټارې) یې د څنګ حویلۍ ته ور وکتل. پېغله ګاونډۍ یې په چمن کې خلاص کتاب ته لکه پیروَته غځېدلې وه، و ده ته یې شا وه.


زلمي اړخ بدل کړ، په سمارټ فون کې یې پښتو سندره راوسته. د بې بې شیریني ټپه به یې ورسره زمزمه کړه، غږ به نور هم لوړ شو. سندره به لا پای ته نه وه رسیدلې، سر به یې کړه. ګاونډۍ یې تر څه باندي نیم قد سپیني کټارې سر را هسک کړ، په جګ غږ یې وویل:

ـــ  هلــــوو
ځوانکي ټکان و خوړ، د شا پر خوایې پورته وُر وکتل:
ـــ  هلـو هلـو

نجلۍ منګولي سره چمبه کړې، پر نوکانو پروت اناري رنګ یې لمر ته و ځلېد. نازکي څنګلي یې د کټارې په اره اره څوکو ولګولې. ژیړ اوربل یې د سره بخون مخ پر یوه خوا سیوری وکړ، په لوړ غږ یې ورته وویل:

ـــ  دا سندره دي لکه چې زښته ډېره خوښیږي؟

ځوان ژر د مبایل د اړخ تڼۍ کېښکله، اواز ټيټ شو. شونډي یې سره کښ کړې:

ـــ  هو هو، همداسي ده.

پیغلي وویل:

ـــ  کولای شې یوه برخه یې راته وژباړې؟

ـــ  که فیس راکړې، ولي نه.

د ګاونډۍ شنې سترګي پریوه بله خوا ورغړیدې، موسکه شوه:

ـــ  ها ها، له ما څخه هم؟

ـــ  یا، هسي ټوکه مې درسره وکړه. له تا به نو کنجوس فیس غواړي.
له غبرګې خندا سره یو دم د سندري غږ لوړ شو:

« زما شیرین جانان را پریږده  +  بیلتونه سوال په عاجزۍ در ته کومه »

زلمي وژباړله، نجلۍ خندنۍ شوه، هسکه غاړه یې د خپلي حویلۍ پر خوا کږه کړه، بیرته یې مخ راواړاوه، اوربل یې واوښت را واوښت، څو ول ول ریښکۍ یې د مخ پر نیمه خوا را وښویېدې. د شونډو تر چوله یې وُرپوه کړل، د چمبه کړيو لاسونو یرغوي یې سره وسرویل.

سندرغاړي بله ټپه وویله:

« ته مې له حاله څه خبرېږي  +  بیګا مې ستا له غمه ډېر ژړلي دینه »

ګاونډۍ یې د ترجمې په اوریدلو خندا واخیسته، لاسونه یې بډوګیو ته یووړل. د سندري اواز خپ شو، پیغله بیرته پرکټاره راړنګه شوه. د هلک پر سپوږمو د لیډی میلون (lady million) عطرو نرمې څپې یوه په بله پسې و لګیدې، غلچکې یې د کور خوا ته وکتل، ور ولټېد. د ښي لاس یرغوی یې د کټارې پر مثلث ډوله څوکه کلک تېر و بېر کړ، سوکا یې تر خوله ووتل:

ـــ  ډېره مې یادیږي، پَسي خپه یم.

نجلۍ تر لږ مکث وروسته نیغه ودرېدله، سترګي یې دده و سترګو ته مړې ور واړولې، په موسکا یې ورته وویل:

ـــ  مین خو به نه یې؟

ـــ  یم.

ـــ  له څه وخته راهیسي؟

ـــ  شپږ میاشتي کیږي.
د پیغلي اوږې پر غوږونو وُر وغورځېدې، شونډي یې بو څي کړې:

ـــ  شپږ میاشتي! ولي زه نه وم خبره؟

د ځوانکي سر کښته کېخوُت، نري بریتونه یې پر شونډو سره کښ شول. نور هم ور نږدې شو، د خپلي نامزادي عکس یې د مبایل په ډیسپلی کې ور ښکاره کړ.

ګاونډۍ یې سکرین ته ځیر شوه، ببر باڼه یې ورپیدل: 

ـــ  ښایسته ده.

ځوان سر و ښوراوه، ګردۍ بوري سترګي یې و ځلېدې، ژر یې شاته وکتل.

نجلۍ وویل:

ـــ  وروستی ځل دي څه وخت لیدلې؟

ـــ  له سره مې نه ده لیدلې، په وطن کې ده.

ـــ  نو څرنګه ورسره نامزد شوې؟

ـــ  پلار و مور مې په کابل کې لیدلې وه، ما یې عکسونه ولیدل. تليفوني هم ورسره وغږیدلم.

پیغلي غبرګي وروځي پورته کښ کړې، ساه نیولې شوه:

ـــ  څه ته معطل یې، ولي یې نه راغواړې؟

ـــ  د اقامت کارونه چې یې خلاص شي، بیا…

ـــ  نو که هغه پښیمانه شي، یا هلته له بل چا سره جوړه شي؟
د زلمي سر لکه لاسي ببوزی (پکه) چټک و ښورید:

ـــ  یا، هیڅکله نه، وفاداره ده. له نامحرم سره خبره لا نه کوي.

ـــ  ته خو یې داده کوې.

ده، خوله ورته جینګه کړه:

ـــ  خو ګاونډۍ مې یې نو.

نجلۍ په بوڅو شونډو تر سترګو لاندي ور وکتل:

ـــ  ښا، نو له ګاونډي هلک سره خو به مجلس کولی شي.
د ځوانکي تندی تریو شو، مخ یې سور واوښت. له کټارې پرشا شو.
پیغلي ور باندي غږ کړل:
ـــ  خفه شوې؟

ده، تر چپه اوږه برګ ور وکتل، و بنګېد:
ـــ  رنډۍ، هغه پښتنه ده!

ستوکهلم
کال ۲۰۲۰، د اګست ۲۷ مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب