Homeخبرونهکورنیو چارو وزارت ویلې چې د هلمند جګړه کې ۱۵۲ پاکستاني جنګیالي...

کورنیو چارو وزارت ویلې چې د هلمند جګړه کې ۱۵۲ پاکستاني جنګیالي وژل شوي

تاند(یکشنبه، د عقرب ۲۵) کورنیو چارو وزارت وایي چې طالبانو په دې وروستیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت په وینا د هلمند او کندهار په جګړو کې یې طالب وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده او دې ډلې ته یې سخته ماتې ورکړې ده.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې د هلمند او کندهار په وروستیو جګړو کې د ۵۵ طالب قومندانانو په ګډون لسګونه وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان شوي دي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې په همدې جګړه کې لږ تر لږه ۱۵۲ پاکستاني جنګیالي هم وژل شوي دي.

طالبانو تر دې وړاندې په خپلو لیکو کې د بهرنیو وسله والو جنګېدل رد کړي دي خو تازه یې د کورنیو چارو وزارت ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

د کورنیو چارو وزارت داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو تاوتریخوالي زیاتوالی موندلی او په ولایتونو کې جګړو زور اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...