شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeجنرال وزیريتر ذهن مخکې شه: دويم لوست| جنرال دولت وزیري

تر ذهن مخکې شه: دويم لوست| جنرال دولت وزیري

تر ذهن مخکې شه

د ماتيو مککي او کاټرین ستکر ليکنه

د ښاغلي صالح محمد صالح پښتو ژباړې غورچاڼ

دویم لوست

ستاسو سوچونه ستاسو له ژوند سره څه کوي؟

ډیر داسي څیزونه شتون لري چې د انسانانو له ژوند سره تل ملګري دي. ځينې يې بیا داسې دي چې په هيڅ صورت له هغوی څخه که زموږ خوښ وي او یا مو خوښ نه وي، ځان ترې نه شو ژغورلای. یو له هغو څیزونو څخه د انسانانو ذهني سوچونه دي.

ستونزه دا نه ده چې دا سوچونه به ټول غلط وي. ستونزه داده چې ایا تاسو د دې سوچونو په لومه کې ګير یاست او خپلو سوچونو ته د کتو پر ځای ور سره ښکیل یاست که څنګه؟ په دې ځان پوهول په کار دي چې زموږ سوچونه څومره زموږ په ژوند اغیز لري او څرنګه کولای شو چې د خپلو سوچونو څخه د خپل ژوند په ښه کیدو کې ګټه پورته کړو.

په عمومي توګه موږ نه شو کولای چی د سوچونو له ایجاد څخه مخنیوی وکړو، خو زموږ هلې ځلې باید په دې را وڅرخي چې موږ يې په تحليل او څیړلو کې واک ولرو په خپله ګټه يې را وڅرخوو او وکولای شو چې ( ولې ) ته يې ځواب و ویلای شو.

موږ باید د دې وړتیا ولرو چې پر خپلو سوچونو قضاوت وکړو او دا پوښتنې ځواب کړو چې دغه سوچونه زموږ په ژوند کې کوم مثبت بدلون راوستلای شي؟ هغه څه چې موږ ته په ژوند کې مهم دي دغه سوچونه موږ ورته نیږدې کولای شي,؟ موږ ته د خوندیتوب احساس را کولای شي؟ او که بر عکس موږ له دې ټولو څخه لیرې کوي؟

د بیلګې په توګه که سهار د خوب څخه د پاڅېدو سره سم په دې سوچ کې شو چې نن نه غواړم چې کار ته لاړ شم. موږ باید د دې وړتیا ولرو چې خپل دغه سوچ تحلیل او تجزیه کړو او که چیرې يې په پټو سترګو ومنو مانا دا چې موږ د خپلو سوچونو په منګولو کې ګیر او په خپله ګټه تری استفاده نه شو کولای.

که سوچونه کتګورې کړو په اووه ډلو يې ویشلی شو:

لومړی- خاطرات: ډ خاطراتو په مرسته موږ کولای شو خپل معلومات تازه کړو، خو که په پخوانیو خاطرو کې دومره بوخت شو چې حال په کې ورک شي مانا داچې ځان مو په خپله په مشکل کې ګیر کړي دي.

دویم- د حال زمانې ارزونه: د اوسنۍ شیبې ارزونه بايد سکون را په برخه کړي او که دا ارزونه د وخت د ضایع کیدو په مانا وي، نو لازمه ده چې عملي ګام پورته کړو.

دريم- قضاوت کول: قضاوت په هغه صورت کې په ګټه وي چې وګورو کوم سوچونه زموږ په ګټه دي او کوم سوچونه زموږ په زیان دي. ځینې وخت قصاوتونه له دوستانو سره اړيکې کمزورې کوي. مانا داچې هر قضاوت زموږ په ګټه نه تماميږي.

څلورم- کیسه یا روایت: د شیانو توضیح ښه کار دی خو په بې ځایه توضیحاتو خپل وخت ضائع کول په ګټه نه دي.

پنځم- وړاندوینه او پلانول: وړاندوینه زموږ سره مرسته کوي چې د راتلونکي له پاره چمتو اوسو. خو ځينې کسان په وړاندوینه او پلان جوړولو دومره وخت ضایع کوي چې بیا هیڅ د دوی په ګټه نه تماميږي.

شپږم- د راتلونکي له پاره سوچونه یا وړاندوینه: د راتلونکي له پاره وړاندوینه مرسته کوي چې تاسو د احتمالي کنډو کپرو څخه وساتي. او که وړاندوینه په عذاب بدله شي بیا نو باید ترې ځان وساتل شي.

اووم: تخيلات: کله چې په تخیلاتو کې ځانونه ډوب کړو، سمه ده چې موږ به په تخیل کې په خوندونو کې وو، خو په عمل کې له تخيلاتو هيڅ په لاس نه راځي. وايې:

په تخیل کې مې ځان باچا کړ

چې سر مې پورته کړ ګدا د دنیا وومه

موږ که دې يوې کیسې په هکله چې زموږ په ذهن کې راګرځي دې پوښتنو ته سم ځواب وویلی شو مانا دا چې موږ د سمو او ناسمو سوچونو فرق په اسانه کولای شو:

ایا دغه کیسه ستاسو په ګټه تمامه شوي ده؟

ایا دغه کیسه موږ نور هم تشویقوي که برعکس؟

ایا دغه کیسه تاسو ته سم سوچ درکوي او که بد سوچ درکوي؟

ایا تاسو خپل کار ته هڅوي او که مو د مخکې تګ مخه نیسي؟

سوچ په هغه وخت کې موثر وي چې زموږ ذهن ته پراختیا ورکړي او د ژوند کولو له پاره ډیرې کړۍ پرانیزي. د ستونزې د پيدا کولو پر ځای ستونزې حل کړي.

او که د ژوند کړۍ مو تنګې کړي، د وړاندې تګ مخه مو ونیسي مانا دا چې دا سوچونه په زیان او پوچ سوچونه دي.

پایله

هغه سوچونه چې په ګټه مو نه دي، ستاسو د پر مختګ مخه نیسي، یواځې ستاسو وخت ضايع کوي او په تخیلاتو کې در نه باچا جوړوي، دا ډول سوچونه پوچ سوچونه دي ځان ترې وژغورئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب