سه شنبه, سپتمبر 17, 2024
Home+لر او بر | متقاعدجنرال دولت وزیري

لر او بر | متقاعدجنرال دولت وزیري

هر قوم او ټبر د خپل خوی او دود له مخې ځانته یو لړ ځانګړني لري او یا د نورو له خوا پر دوی د پیرزویني او یا دښمنۍ له مخې تپل شوې وي. کیدای شي دا ځانګړني د یوه ټبر د میلمه پالني، میړاني او یا هم د سپیتانی په هکله وي.

په دې لړ کې لر او بر هم هغه ټبر دی چې پیړۍ، پیړۍ دلته اوسیدلي او د ډیرو لنډغرو سره يې ډغرې وهلې دي. د دوی په هکله هم ډول ډول څرګندونې شوې دي.

جواهر لعل نهرو به د لر او بر په هکله ویل: لر او بر د موچیو کور دی، مه يې زوروئ که یو وار را وکریدل بیا د موچیو په څیر چې په اوبو کې ترینه ځان پټ نه کړئ خلاصون مو نشته!

لیډې سیل د افغان او انګلیس په لومړۍ جګړه کې به ویل: لر او بر چې یو وار سنګر ونیسي بیا بیرته ترې نیول او له سنګره شړل یې امکان نه لري.

د سکندر مقدوني د لر او بر په هکله مشهوره کیسه خو ټولو ته معلومه ده چې د لر او بر څخه یې له خاورو ډکه بوجۍ خپلې مور ته لیږلې وه!

سکندر مقدوني چې په ملاکنډ کې د لر او بر له لاسه سخت ټپي شو ويې ویل: لر او بر د منګري مار په څیر دي. خدای تعالی دې د دوی له کینې او انتقام څخه وساته!

فولادي امیر به ویل: لر او بر هغه روزل شوي جګړه ماران دي چې په جګړه کې په ستوانو او نينو ګذاره کوي، د سړو او ګرمۍ پر مهال يواځې يو څادر ته اړتیا لري او بس!

خوشحال خان خټک به د لر او بر په هکله ویل: لر او بر داسې جنګیالي دي چې په غرو او رغو کې بې له ستړیا مزل کوي او دښمن ته په نغارو ورځي!

د افغان او انګلیس په دویمه جګړه کې د پیواړ کوتل پر سر انګریز جنرال ویل: د لر او بر له ډول څخه مې نور ماغزه خراب دي. دول وهي او په اتڼونو جګړې ته را دانګي.

د لر او بر هغه مشهور متل خو ټول عالم ته څرګند دی چې وایې: سل کاله وروسته يې پلار وګاته بیړه یې وکړه.
سمه ده چې د لر څخه تر سلو کلونو زیاته موده تیره شوې ده، خو لر او بر پر هغه متل اوس هم ولاړ دی چې” بیړه یې وکړه.”

2 COMMENTS

  1. سلامونه ،
    جنرال دولت وزیري صاحب ! ژوند ژوند ژوند!!!
    ما یو حدیث اوریدلی چې فخر عالم سیدنا محمد ص.فرمایلي:” انسان لکه د شاتو مچۍ دی، تل د ښکلو ګلانو په بوی او خوندونو پسې ګرځي او تولید ې هم ګبین یا عسل(شات یا شهد) وي چې د ډیرو مرضونو دوا دی.”
    نو ستاسو فرموده، که لر اوبر د مچیو ځالې په شان وي ؛ خو بیا اصل انسانان همدوی دي ؛
    له پیښلیک، کلتور، او خبرو او کړو وړو نه ېې ښکاري چې اوس هم په خپله خاوره او سیمه کښې د ظلمونو پر خلاف د عدالت او بربریت پر خلاف د (لر اوبر یو افغان/اوغان /پښتون !…) نعره په جهر کړیده!او هر چا ته عسل غواړي! نه یوازې ظالمینو غاصبانو ته!!

  2. هو ، دا د پښتنو تاریخ او یو مشترک خاصیت دی خو لدی ټولو نه په زده کړی بیا هم پوخ قیادت یا قیادی شوری او په همدی تناسب پخې رهبرۍ ته هم اړ دی ،مرصوص صف ،مومنانه زیرکتیا ،د ټولو افغانانو پالنه،حمایت او تربیت ،د خاین او مزدور جنرالانو د منافقت او شر دسایس شنډول او خادم قیادت بیا هم ،اهم عناصر د قوت او عزت ګڼل کیږی نو بیا کولی شی د شر پسندو له شر نه په امان او د عزت عالی مدارجو سیر ته ځان تیار کړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب