تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۹مه) د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي ځینې افغانان، چې د امریکا د سخاوت له مخې دې هېواد ته راوستل شوي، د امریکا خلکو ته تاوتریخوالی او زیان رسوي.
یاد وزارت د هغو افغانانو لېست خپور کړی چې د دوی په وینا مجرمین دي او په ټینګار سره یې ویلي چې د دغو کسانو کړنې د ټولنې لپاره جدي خطر جوړوي.
سرچینه وايي، جمال ولي د بایډن ادارې له لارې امریکا ته راغلی او په ویرجینیا کې یې دوه پولیس افسران په ډزو ژوبل کړي او هغه د پولیسو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.
دغه راز عبدالله حاجي زاده او ناصراحمد توحیدي دواړه افغانان دي چې قانوني استوګنې یې ترلاسه کړې وې او د اوکلاهاما ټاکنو د ورځې لپاره د ترهګریز برید د پلان په تور نیول شوي.
همدارنګه محمد خاورین د ترهګرو د څار په لیست کې شامل افغان و چې د امریکا سرحدي ځواکونو له لوري ونیول شو خو وروسته خوشې شو.د سرچینې په وینا هغه یو کال وروسته بېرته ونیول شو.
جاوید احمدي ناقانونه افغان کډوال و، په ۲۰۲۵ کې د ICE له لوري ونیول شو او د دوهم درجې برید په جرم محکوم شو. مخکې حکومت ورته د پاتې کېدو اجازه ورکړې وه.
بهرالله نوري افغان ایوکیو دی چې د ویسکانسن په فورت مککوې کې د کوچني ماشوم د جنسي ځورونې په هڅه او څو نورو ورته تورونو له امله ونیول شو.
د امریکا کورني امنیت وزارت زیاته کړې، چې ذبیح الله مهمند یو بل افغان دی چې په مونټانا کې اوسېده او پر یوې نجلۍ د جنسي تېري په تور میسولا هوټل کې نیول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې همدا تېره اوونۍ دوه افغانان، محمد داوود الکوزی او رحمن الله لکڼوال، د ترهګریز ګواښ او د ملي ګارډ پر سرتېرو د برید په تړاو ونیول شول.
که څه هم دا هغه ادعاوې او د امریکا کورني امنیت په وینا جنایتونه دي چې د دغو افغانانو له لوري شوي دي، خو ګڼ شمېر افغانانو ویلي چې، د دوی د کړنو له امله باید ټول افغان ملت او په متحده ایالاتو کې مېشت افغانان زیانمن نه شي.
یو شمېر افغانان وايي چې پر دغو تورونو سربېره، په متحده ایالاتو کې په تېرو ۶ میاشتو کې یو شمېر افغانان بیا په جنايي پېښو کې ناحقه وژل شوي، خو تراوسه یې نه په تړاو څوک نیول شوي او نه محاکمه شوي دي.