جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د سهار په نهاره تړمې اوبه څښل مو له ډېرو ناروغیو ساتلی...

د سهار په نهاره تړمې اوبه څښل مو له ډېرو ناروغیو ساتلی شي

لیکنه ډاکټر ش میره‌کی

 د روغتیا نړيواله اداره وايي، سهار مهال په نهاره تړمې یا شیر ګرمې اوبه څښل د ډېرو ناروغیو لکه نري رنځ، سردردۍ، دهډوکو درد، د زړه د ناروغیو او د وزن په کمېدو کې خورا ډېره مرسته کولی شي.

د همدې ترڅنګ د ټولو هغو ناروغیو چې په انسان راتلونکې وي او په خاص ډول د معدې، کولمو او د ښځو د میاشتنۍ ناروغۍ له دردونو څخه د خلاصي اسانه لاره ده.

د اوبو اندازه د روغتیايي چارو  ماهران ۴ ګیلاسونه ښیي او که څوک ۴ ګيلاسه اوبه په یو ځل نه شي څښلی نو په کرار کرار دې ځان ور سره بلد کړي او بله اړینه خبره دا ده چې له اوبو څښلو وروسته دې ۴۵ دقیقې څه نه خوري او له ۴۵ دقیقو وروسته دې د معمول په شان خپل سبناری وکړي.

فکر مو وي چې دغه کار ته ادامه ورکړئ ځکه دا کار هېڅ راز جانبي عوارض نه لري د ځينو ناروغیو علاج په کمو ورځو کې وشي او ځینو نورو ته بیا تر ۱۸۰ ورځو پورې اړتیا شته.

یادونه: اوبه دومره ګرمې کړئ چې خوله مو و نه سوځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب