جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهتاجکستان له روسیې سره د افغانستان په پوله کې د ګډې ګزمې...

تاجکستان له روسیې سره د افغانستان په پوله کې د ګډې ګزمې د بیا پیلېدو په اړه په خبرو کې بوخت دی

تاند (چهارشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۲مه) درې تاجک امنیتي سرچینو د سې شنبې په ورځ رویټرز ته وویل چې تاجکستان له روسیې او د مسکو په مشرۍ د امنیتي تړون له سیمه‌ییز ائتلاف (CSTO) سره خبرې کوي، چې روسي ځواکونه د افغانستان – تاجکستان د پولو په اوږدو کې د ګډو ګزمو لپاره بېرته ځای پر ځای شي.

تېره اوونۍ د افغانستان له خاورې د شويو بریدونو له امله پنځه چینايي اتباع وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ له خپلو امنیتي ادارو سره د وضعیت په اړه خبرې کړې وې، او چین خپلو اتباعو ته چې په کان‌کیندنه او سوداګریزو چارو بوخت دي، مشوره ورکړې چې له دې سرحدي سیمې ژر تر ژره ووځي.

یوې سرچینې، چې د تاجکستان د امنیت شورا غړی بلل شوې، رویټرز ته وویل چې چارواکو له روسیې سره خبرې کړي چې د روسیې د پوځ هغه ځواکونه دې، چې د دې هېواد په لویه پوځي اډه کې مېشت دي، د افغان – تاجک پولې د ګډو ګزمو لپاره استخدام شي.

د روسیې دغه پوځي اډه چې د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې ترڅنګ پرته ده، په نړۍ کې د روسیې تر ټولو ستره بهرنۍ پوځي اډه ګڼل کېږي.

سرچینې وویل: «اوس مهال خبرې روانې دي. زه فکر کوم دا اوونۍ به پرېکړه وشي.»

دوو سرچینو، چې د تاجکستان د ملي امنیت له دولتي کمېټې سره تړاو لري هم له روسیې سره د خبرو موضوع تایید کړې ده. د هغوی په وینا، که موافقه وشي، روسیه به د څرخکو په وسیله د ۱۳۴۴ کیلومتره (۸۳۵ میله) اوږدې پولې د ساتنې په کار کې مشارکت وکړي. دا پوله په سختو غرنیو سیمو غځېدلې ده.

د روسیې او تاجکستان د دفاع وزارتونو د دې خبرو په اړه د رویټرز پوښتنو ته له څه ویلو ډډه کړې ده.

سرچینې وايي، د ډله ییز امنیتي سازمان، چې په خبرو کې شامل دی، تر اوسه څه نه دي ویلي. د افغانستان طالبان وايي چې په امنیت کې به له تاجکستان سره همکاري وکړي.

تر ۲۰۰۰مو کلونو پورې، د روسیې پوځي اډې او روسي سرحدي ځواکونو د تاجکستان ـ افغانستان د پولې ساتنه کوله، خو له ۲۰۰۵ کال راهیسې تاجکستان دا پوله په خپلواک ډول څاري.

د طالبانو حکومت په تاجکستان کې د پنځو چینايي کارګرو د وژل کېدو پېښه د هغو عناصرو کار بللی چې د دوی په وینا په سیمه کې د بې ثباتۍ او بې باورۍ د رامنځته کولو هڅه کوي.

که څه هم طالبانو د چا نوم نه دی اخیستی خو داسي ښکاري چې اشاره یې پاکستان ته وي.

له افغانستان سره د پاکستان له ناندریو وروسته په پاکستان کې دا پوښتنه ډېره کېږي چې افغانستان شپږ ګاونډیان لري نو ولې یې ستونزه یوازې له پاکستان سره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب