ملالۍ د پښو د ګوتو په سرونو د کړکۍ خواته تیره شوه. پرده یې لږ کش کړه، د راد کغا شوه، ژر یې شاته وکتل چې څوک ویښ شوي نه وي. لاسونه یې د کړکۍ پر چوکاټ تکیه کړل، مخ یې پر ایینه ولګاوه، دباندې تپه تیاره وه. بیرته خپل ځای ته ولاړه.
پر ښي مټ یې لاس تیر کړ. د دې پلار کوترې ساتي، کله چې یوه نیمه کوتره د دوی کور ته ورشي پلار یې د هغې وزرې تړي، دغه وزر تړلې کوترې چې کله ناکله وزر ووهي الوتلی نه شي بیا په مښوکه کوښښ کوي چې وزر پرانیزي نه یي شي پرانیستلی. د ملالۍ زړه ورته په تنګیږي، غواړي چې وزر یې خلاص کړي خو د پلار له ویرې کوترو ته لاس نه وروړي.
دی سر پر بالښت کښود. د باران ټکا شوه، په اړخ واوښته یو غوږ یې په توشک بل یې په بالښت پټ کړ. غږ شو:
-لورې نه یې پاڅیدلې
ملالۍ په اړخ واوښته، بړستن یې پر سر کش کړه:
-سر مې څیړکي کوي
یو وخت چې یې مخ لوڅ کړ. له کړکۍ رڼا رالویدلې وه. سر یې لږ سپک شوی و، ادې یې چای راوړی و. ګولی هم ورسره وه:
– دا د درد ګولۍ په چای پسې وخوره
-ادې دا دې د خپل فشار ګولۍ راوړې ده هاغه د زمري عکس چې لري هغه د درد دي، زه به یې راواخلم
چې دا پاڅیده سر یې وګرځیده. بیرته کښیناسته. ادې میوند ته ووایه چې رایې وړي. مور یې ټیکری په خپل سر سم کړ:
-وررک دې له خیره مکتب ته ولاړ
دباندې د مکتب د زنګ ټنګا شوه. ملالۍ کړکۍ ته ورغله، په غولي کې څو کوترو غمبر واهه، یوې کوترې خپل وزر ته مښوکه نیولې وه، دې سر په دواړو لاسونو کلک کړ د زنګ ټنګا یې په مغرو کې وڅرخیده راوڅرخیده.
پای