شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهد بېلابېلو لیکوالو لنډې کیسې

د بېلابېلو لیکوالو لنډې کیسې

کاغذ/ عصمت الله صالح

ځوان د کتنځي ور ټک ټک کړ، سر یې وځړېد، غوږونه یې څک شول…
ډاکټر غږ وکړ:
— راځئ، مهرباني وکړئ!
ځوان د بوډۍ مړوند په لاس کې ټینګ کړ، ښۍ اوږه یې د کتنځي پر وره تخته کړه. بوډۍ زګېروی وکړ، د کتان‌ ډوله ټکري پیڅکه یې پر سیمنټي زینو څښېده…
ډاکټر سترګې کش کړې، د فشار اله یې پر ښيښيي مېز کېښوده، پوزه یې غونجه کړه، شین قلم یې د کاغذ پر ټوټه کېښود، سړي ته یې وویل:
— ځوانه! دا د مور ده؟
ځوان د واسکټ اوښتې څنډه سمه کړه، په خرېیلو برېتو کې وموسکېد، په خوښۍ یې وویل:
— هو ډاکټر صاحب مور مې ده.
شېبه پس ډاکټر په انګریزي تورو لړلی کاغذ ځوان ته ونیو او زیاته یې کړه:
— د مور دې عصبي فشار ډېر لوړ دی، واخله په دې نسخه کې مې ورته اړین درمل لیکلي.
ځوان نسخه ور ‌واخیسته، جېب ته یې لاس کړ، په چټکۍ یې کات شوی کاغذ راوویست، لنډه سا یې وکښه، کاغذ یې مور ته یې ونیو:
— مورې، ته دا درسره ونیسه، زه دوا راوړم، په یوه شېبه کې بېرته راځم…
بوډۍ په نیم‌پټ مخ ډاکټر ته وکتل.
ډاکټر زیاته کړه:
— کومه خبره نه ده؛ خو ځوانه زر راځه چې مور دې پاذاب ده.
ځوان په خوښۍ پاڅېد او په ډېره تېزۍ له کتنځي بهر شو.
پوره نیم سات تېر شو؛ خو ځوان رانغی، هله هله- یو سات، دوه ساته، آن څلور ساعته ورځ تېره شوه؛ خو بیا هم د ځوان کوم درک ونه لګېد…
ډاکټر ورخطا و، ناڅاپه یې د ښځې په لاس کې کات کاغذ ته وکتل، بیا یې زیاته کړه:
— مورې ته دا کاغذ راکړه چې څه پکې لیکلي.
بوډۍ کاغذ په لړزانده ګوتو ډاکټر ته ونیو.

عصمت الله صالح

د ډاکټر پر تندي کې ګونځې زیاتې شوې، سر یې داسې ګنګس شو لکه کوم چا چې د لرګي وار پرې کړی وي، د بوډۍ نیم پټ مخ ته یې وکتل، غلي یې وویل:
— پر دې کې خو لیکل شوي؛ “مورې نوره مې نه یې پکار”!!!
ښځې وټوخل، د ټکري ګونځې پیڅکه یې خولې ته کړه، وسونګېده…
ډاکټر د بوډۍ په نیم‌پټ مخ کې د یوه دروند ویر وحشي تصویر ولید، چورت یې خراب شو، غلې یې شونډې پرانیستې:
— مورې هېڅ خبره نه ده، ځه چې کور ته ځو، زه یوه مور لرم، دویمه مور به مې ته یې…

***

قضا مازدیګر ډاکټر له یوې پردۍ بوټۍ سره د خپل کور پر دروازه ننوت…
د ماسختن اذان وشو، ډاکټر له خپلې کورنۍ سره پرانیستي دسترخوان ته ناست و؛ خو د بوډۍ غبرګې ژامې نښتې وې، له دسترخوان لرې په لوړه توشکه ځوړند سر ناسته وه…
شپه مخ پر پخېدو وه، ډاکټر له ټولې کورنۍ سره یو ځای بوډۍ ته مخامخ ناست و او له هغه یې د ستړي ژوند رښتینې، اوږده او د حیرانتیا پر کاغذ لیکلې کیسه اورېده…
بوډۍ به کله وژړل، کله به یې یوه عجیبه موسکا وکړه…

***

سپېدې وچاودې، چرګان وکړسېدل، د جومات له ممبره د حق غږ وشو، ډاکټر پاڅېد، مېرمنې ته یې وویل:
— پورته شه، هغه زما نوې مور ته د اوداسه اوبه برابرې کړه…
ښځه وخوځېده، له تناره یې تودې اوبه راواخیستې، د بوډۍ کوټې ته ننوته، پرله‌پسې یې څو چیغې پرې وکړې؛ خو د بوډۍ له بړستنې کوم آواز را ونه وت…
ښځه ټیټه شوه، د بوډۍ له مخه یې نرۍ بړستن لرې کړه. ناڅاپه یې د هغه پر وچ مخ او خلاصو سترګو سترګې خښې شوې…


سقط ( ماشوم غورځیدل)

یوه لنډه کیسه

لیکوال: سمیع الله خالد سهاک

د سهار څلور بجي وي. د ښځی په نس کی درد پیدا شو او له نا آرمی سره له خوبه پاڅیده. میړه یی وخوځوه. او میړه یی چی اکثراً ډیر ناوخته له خوبه پاڅیده، په قهر سره له ښځی وپوښتل

“څه خبره ده. پریمیږده لا وختی دی”

ښځه یی چی ډیره وارخطا وه په ناارامه حالت کی میړه ته ووئیل

“نس کی می درد دی”

میړه یی بیا وپوښتل

“څه دي خوړلي دي. ”

“هیڅ خراب شی می نه دی خوړلی. هماغه وریژي او سابه چی تا وخوړل ما هم و خوړل”

 میړه یی ووئیل. ښځی ووئیل“خدای دی خیر کړی”

“آمین…”

د آمین ویلو سره ، له ځایه پاڅیده او ورو ورو یی په کوته کی په ګرځیده پیل وکړ. خو نور یی طاقت ونشو او له کوټې بهر ووته. ښځه له کوټی ووته او بیرون دهلیز ته ولاړه. ها خوا دیخوا وګرځیده خو نس یی آرام نه شو. بیا تشناب ته ولاړه. څو دقیقی لا تیري نه وی چی بیرته کوټی ته راغله او د کوټی په کنج کی کښیناسته. بیا یی  ورو ورو په ژړا پیل وکړ.

میړه یی چی هم نا آرامه وو، د ښځی له ژړا سره نا آرامه شو او له ښځی یی وپوښتل

“څه خبره ده. ولی ژاړی؟”

د ښځی چی لا ژړا ختمه نه وه. په ژړغونی آواز یی ووئیل

“دا ماشوم هم وغورځید…”

د سړی خوب ورک شو او په وارخطایی یی د ښځی په لور حرکت وکړ او ورو یی ورته ووئیل

“رښتیا وائی”

ښځی چی لا هم ژړلی سر یی د هو په علامت ښکته او پورته کړ او د ژړا آواز یی جګ شو.

پای

سمیع الله خالد سهاک

مونتری، کالیفورنیا

د می ۱۵، ۲۰۱۸ کال


لس کلنه|عزت الله نورزی

 ښځې شاته وکتل، څوک نه ښکارېدل، له کوره ډېره لرې راغلې وه، په ویاله کې یې له روانو اوبو سره پر نرۍ لاره ورو ورو ګامونه اخیستل، وغوسمېده:

 — خدای دې درسره پوه شي.

 ښځه د لښتي پر ژۍ کېناسته، د څيرې ټکري پیڅکه یې سمه کړه، مخ یې پکې پټ کړ، له رڼو اوبو یې لپه ډکه کړه، خولې ته یې کړې، وټوخېده، سر یې وځړېد، د اوبو پر سر باندې سرې لاړې روانې شوې… روان هلک ښځې ته وکتل، بېلچه یې پر ځمکه ووهله، په نیولې ساه یې شونډې پرانیستې:

 — له خولې دې وینه راوځي، ځه چې ډاکټر ته دې بوزم…

 ښځه ودرېده، لړزانده لاس یې ملا ته ونیول، له هلک یې په ستړي انداز پوښتنه وکړه:

 — نه، قربان دې شم زویه! په جومات کې جمع خلاصه شوه؟

 هلک د ناپوهۍ په دود غبرګ لاسونه تاو راتاو کړل:

 — نه پوهېږم، خو اذان وختي وشو.

 ښځې د زاړه ټیکري پیڅکه وخوځوله، په ژړغوني اواز یې وپوښتل:

 —زما لېور دې ونه لید؟

  —عیسی خان یادوې؟

 — هو، زویه!

 — هغه خو لږ مخکې جومات ته روان و.

ښځې لومړی شاوخوا وکتل، بیا یې د جومات په لور ګډ وډ ګامونه واخیستل، د جومات دېوال ته نږدې شوه، پورته یې وکتل، پر بام یې لوډسپیکر ولید، له ځان سره وبنګېده:

 —په دې کې به اذان کوي؟

 ښځې د جومات دروازه ټېله کړه، په دهلېز کې یې په ډېرو بوټانو کې پر یوه جوړه سترګې خښې شوې، تندی یې تریو شو، په غوسه یې وویل:

 — اوس به درسره ګورم!!

هغه څوشېبې په وره کې ناسته وه، څوک راونه وتل، یو ځل بیا یې د وره په چاک کې لاس بند کړ، کش یې کړ، غنګ شو، په جومات کې ناست خلک په دعا وو، د ښځې په لور یې راوکتل، ښځه غلې د وره په خوا کې کېناسته، له ځان سره یې وویل:

— خدای دې زما حق درپکې شین دود کړي.

ملاصاحب دعا خلاصه کړه، لاسونه یې پر مخ کش کړل، خلک پاڅېدل او یو ـ یو بېرون ته روان شو. ښځې په زاړه ټکري کې ځان نغښتی و، ناڅاپه یې وویل:

 —اې خلکو تاسو مسلمانان یاست؟

ولاړو کسانو ورغبرګه کړه:

 — اوس مو لمونځ وکړ.

د ښځې په حلق کې لاړې وچې وې، دوی ته یې وکتل، وژړېده، د ټکري پيڅکه یې راونیوه، اوښکې يې پرې پاکې کړې، په بېوسۍ یې وویل:

— اې خلکو! تاسې خبر یاست، چې لېور مې شتمن سړی دی او زه یې له خپله کوره ایستلې او په پردۍ کلا کې پرته یم، د ورځې بوټی وهم، مال څروم، د شپې مرۍ جوړوم او ژوند پرې تېروم. یوه لس کلنه لور لرم هغه مې د کور څراغ ده، زامن مې خدای رانه واخ��ستل؛ لېوره مې نن څو کسان راوستي وو، چې په زور یې رانه بوځي او له زوی سره یې کوژدن وتړي.

 ښځه سر ټیټ کړ، پر غولي یې پرتې قالینې ته وکتل او پرله پسې سلګۍ یې وهلې.


د درملو کڅوړه
ــــ
لیکوال: نورالله غازي

نورالله غازي

نيمه شپه وه، چې ماشوم په ځانګو کې وژړېدو، مور يې له کټه پاڅيده، ماشوم يې راواخيست او تي ته يې واچاوه، د ماشوم خوله ګرمه وه، تی یې ښه نشو رودلی. چې مور يې پر تندي لاس کېښود، له خولې يې بې واره ووتل:
ـ  وی! وړکی خو داسې سور دی، لکه سکروټه، تبه يې ده….!
خاوند يې په کټ کې راجګ شو، سترګې يې وموښلې، د لاټېن په تته رڼا کې يې د ماشوم وچې او توربخونې شونډې وکتې:
ـ  لکه چې وړکی رنځور دی؟
ــ   هو، داسې سور دی، لکه اور!
ــ   دا څنګه تبه وه، پرون خو رک روغ و؟!
ــ   پرون يې هم لږه تبه وه؛ خو دومره سخته نه وه….
خاوند چې تر نيمايي په بړستنه کې پټ و، زياته کړه:
ـ ته دې لږ ټيکری ورته لوند کړه، پر تندي يې پرې کېږده، که لږه تبه يې کمه شوه….!
ښځې يې همداسې وکړل، څو شېبې وروسته د ماشوم تبه لږه کمه غوندې شوه. په کوټه کې نور ماشومان هم راوېښ شول شور او خبرې يې پيل کړې.
تور ګل دوه زامن او درې لوڼې درلودې، لومړی يې درې لوڼې پيدا شوې وې، چې دوی يې ډېر خواشيني کړي وو، په هر لمانځه کې به يې له خدايه نارينه اولاد غوښت. شيرېنو په ډېرو زيارتونو ګرځېدلې وه او په ډېرو جنډو پسې يې ځانګوګانې تړلې وې، له درې لوڼو وروسته خدای پرلپسې دوه زامن ورکړل، مشر زوی يې دوه نيم کلن و او دې کشري يې اوس شپږ مياشتې پوره کيدې. دواړه زامن يې ډېر نازولي وو، خو دا وړوکی يې پر ټولو ګران و، ټوله ورځ به خويندو په غېږ کې ګرځاوه.
سهار يې چې شیرینو ماشوم راواخيست حالت یې ښه نه و، ژړغونې یې خاوند ته وویل:
ـ وه سړيه وړکی ماته ښه نه برېښي(ښکاري) لږ يې ډانګتر مانګتر ته وروښيه، هسې نه چې….
تور ګل سوړ اسويلی وکړ:
ـ هی هی، څه ووايم ښځې! په جيب کې مې يوازې همدا اويا اتيا روپۍ دي، په دې به نو څه وشي….؟
شرينو، چې ماشوم يې په غېږ کې خوځاوه، په خواره خوله وويل:
ـ خدای خو شته، په پور به لږه دوا راکړي، چې کله دې د غره روپۍ راووتې، بيا به يې ورکړې….
تورګل چې پښه يې په بله اړولې وه، وویل:
ـ  ولاکه پوهېږم، نوره پيسې يې هم راسره دي، چې نور پور به راسره وکړي که نه؟
ښځې د ماشوم مړاوې څيرې ته وکتل:
ـ که وړکی تر سبا همداسې وي، نو څه ووايم، چې روغ پاتې شي….
ـ  وړل خو يې سخت نه دي، راځه راوايې خله، چې وړو يې.
***

ډاکټر د ماشوم خوله وازه کړه، سر یې وخوځاوه، بیا یې روڼي پرې پرانیستل، پر سینه یې ورته اله کیښوده.
شيرينو ورته وويل:
ــ   ډانګتر صیب هيڅ تبه يې نه شکېږي، ټوله شپه يې راباندې تېره کړه.
ډاکټر د معاینې اله له غوږونو خلاصه کړه او په غاړه کې يې واچاوله:
ـ  ترورې! ماشوم درنه سينه بغل شويدی، بايد په وخت مو رارسولی وای؛ خو خېر زه به دوا درته درکړم، په خپل وخت يې ورکړئ، انشاالله روغ به شي.
ډاکټر پر چوکۍ کېناست، قلم يې پر غاښونو ټکاوه او په الماريو کې ايښودلو درملو ته يې کتل، وروسته يې ژر ژر نسخه وليکله، درمل يې راواخيستل او په کڅوړه کې يې واچول، بیا يې د حساب ماشين راواخيست، ژر ژر يې سره وټکاوه، تور ګل ته يې وکتل:
ـ  تورګل ماما! څلور سوه اويا روپۍ درباندې راغلې.
تورګل د واسکټ د جيب ځنځير کش کړ. پيسې يې راواخيستې، ګوته يې ورته خيشته کړه او په خورا غمجنه لهجه يې وويل:
ـ  ډانګټر صیب، پيسې خو کمې دي، دا خو شپيته اويا روپۍ شوې، څلور سوه دې پاتې کېږي غره کې مې کار ….
ډاکټر خبره په خوله کې وروچه کړه:
ـ تورګل ماما، تا پسې نورې پيسې هم دي، نوره قرضه نشم کولی، پخوانۍ قرضه يو وار راکړه، بيا به ګورو، ټوله دواخانه مې قرضو وخوړه….
تورګل په سختۍ لاړې تېرې کړې، شيرينو چې پر مخ يې سور کتان ټیکری تر سينې راخور و، په زاريو وويل:
ـ  ډانګټر صيبه، وړکی رانه مړ کېږي، دوا مه رانه ستنوه….
ـ  ډاکتر چې له بل ناروغ سره په خبرو لګيا و، وويل:
ـ  ترورې مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی؛ خو زه قرضه نشم ورکولی، دادی دوا مې دلته درته ايښې، چې کله مو پيسې راوړې دوا به درکړم ….
دواړه له درملتون څخه راووتل، تورګل بيا وروګرځيد.
ډاکټر ته يې وويل:
ـ  هغه دوا راته غلته نه کړې، زه پيسې درته پيدا کوم….
شيرينو په لاره ډاکټر ته ښېرې کولې او د ټيکري په پيڅه يې اوښکې او پوزه پاکول، تورګل ورته وويل:
ـ  ځه مه ډېره سونګېږه، زه ځم که د حاجي زيارت خان دوی نه مې دا پينځه سوه روپۍ راواخيستې….
تورګل ګړندی ګړندی روان و، په لاره کې يې د حاجي زيارت خان زوی جنت خان ولېد، چې دده نه مخکې  د کور په لور چابک ګامونه پورته کوي، ده غږ ورپسې وکړ، هغه مخ ورته راواړه :
ــ   څه وايې؟ زر راځه، چې ضرور کار لرم، تورګل په تيزۍ ځان ورورساوه، په خوا کې يې ودرېد او په وچو شونډو يې يوه دردوونکې موسکا جوړه شوه:
ـ  زه اوس کور ته درتلم، خو ښه شوه چې دلته مې وليدې، زوی مې ناروغ و، ډاکتر ته مې وروړ، پينځه سوه روپې يې راباندې پاتې شوې، دوا يې رانه ستنه کړه، که پينځه سوه روپۍ په پور راکړې، څو ورځې وروسته….
جنت خان چې پر څيره يې د خفګان او پريشانۍ نښې وې، وويل:
ـ  موږ ګوره په څه حال يو او ته وګوره، وايي يو له ولږې مړکيدو او بل يې سر ته پاستی لټاوه، جيب ته يې لاس کړ، يوه کڅوړه يې راوويسته:
ـ  دا وګوره! دا پيچکارۍ مې همدا اوس له ډاکټره راوړې، حاجي صاحب ډېر سخت ناروغ دی، له ورځې نه بلې ته خرابېږي، د خدای پيسې مو پرې مصرف کړې….
تورګل په خبره کې ورولوید:
ـ خېر دی، په دې پينځو سوو ستا هيڅ نه کېږي، خو زما زوی له مرګه پرې بچېږي، دعا به درته وکړو، خدای به حاجي صاحب درته روغ کړي ….
له دې سره جنت خان  د کور پر لور ګامونه واخيستل:
ـ ستا کار نشته، زه وايم په کور کې مې ناروغ پروت دی، ته لکه ازغی راپورې نښتی يې….

دا يې چې وويل نور په ګړنديو ګامونو روان شو.
تورګل څو شېبې حيران دريان ځای پر ځای ولاړ و، نور يې نو ټولې لارې پر مخ وتړل شوې، يوازې يوه لاره يې پر مخ پرانيستې وه، هغه هم د خپل کور پر لور، پر زړه يې د غمونو تورې وريځې راخورې شوې، غوښتل يې چې ښه په چيغو چيغو وژاړي؛ خو ژړا يې په زړه کې په يوه قهرجنه بريښنا بدله شوه، چې په ټول وجود کې يې وغځېده، حاجي جان ګل يې په زړه شو:
ـ  جانګليه که خدای دې په لاس راکړي، يوه يوه روپۍ به دې والله له کونې وباسم… کار وکړه ځان ستړی کړه او پيسې يوه نه درکوي…، که دا وار مې ولیدې، ولا له سپيو سره دې وتړم….
چې کور ته راغی ښځې يې ترې وپوښتل:
ـ څه دې وکړل سړيه له چا نه دې پيسې واخيستې که نه؟
ـ خاوند يې هيڅ ونه ويل، بې واکه پر توشک وروغورځېده، له سترګو يې ټپ ټپ د  اوښکو څاڅکي پر شنه ږيره وځليدل، شيرينو چې دی ولېد، هغه هم په سلګيو شوه، تر ډېره دواړه چوپ وو، وروسته تورګل چوپتیا ماته کړه:
ـ  څنګه دی وړکی؟
شيرينو چې ځانګو يې څنګوله، اوښکې یې پر لمنه پاکې کړې:
ـ  چې تا ليدلی و، له هغه نه بتر شوی، ښه شوی نه دی…
تور ګل اوږد اسويلی وکړ او يو ځل بيا د خيالونو په يوه توره نړۍ کې ورک شو، داسې نړۍ چې نه يو لوري ته لاره ښکاري او نه د رڼا څرک.
ماشوم ټول شپه زګيروي کول، له سينې يې خرپا اوريدل کيده، مور يې ټوله شپه تر سبا تېره کړه، کله کله به يې کورني دارو ورکړل؛ خو هغه به يې بيرته راقی کړل.
سهار چې تورګل لمونځ ادا کړ، د جمعې جومات لاسپېکر وډنګول شو، غوږونه يې ورته څک کړل، د چا د مړيني اعلان و، چې کړکۍ ته پورته شو؛ نو پوی شو چې حاجي زيارت خان مړ دی.
ښځې يې ورته وويل:
ـ څوک مړ دی؟
ـ حاجي زيارت خان ولې نه پېژنې؟
ـ  همغه پيسه دار زيارت خان؟
ــ   هو، همغه مړ دی، پرون يې زوی ډېر پرېشان مالوميدو، ويل يې حاجي صاحب په سختۍ کې دی.
څو ساعته وروسته تورګل د حاجي زيارت خان په جنازه کې ناست و، دومره خلک وو، چې تورګل تر اوسه په بله جنازه کې نه وو ليدلي. چې کله په خلکو سکات ويشل کيدو، د تورګل زړه بې واکه په درزېدو شو، ده ليدل چې پر خلکو شنه شنه د پېنځو سوو لوټونه ويشل کيږي، ده خپل ناروغ زوی په زړه شو، زړه يې د خوښۍ کمزورې درزا پيل کړه اود فکرونو په يو زرين سين کې ډوب شو: دی ژر د پينځو سوو لوټ په جيب کې ږدي په يوه منډه ځان تر ډاکټره رسوي، ډاکټر د درملو کڅوړه ورکوي، دی يې په منډه تر خپل کوره رارسوي، زوی يې د درملو په خوړو رغېږي او په خندا خندا دده غېږې ته ورخېږي، د تل په څېر ږيره په منګولو کې ترې رانيسي او دی يې بې درېغه پر اننګيو ښکلوي….
د يو کس په لاس يې د خيالونو لړۍ وشليده، د پېنځو سوو لوټ يې د هغه له لاسه واخيست، په منځ يې قات کړ، د واسکټ د جيب ځنځير يې کش کړ او لوټ يې پکې کېښود. دی اوس په جنازه کې داسې و، لکه په سکروټو چې ناست وي، جنازه چې قبر ته وړل کېده، تورګل د خلکو له مېنځه ځان وويست او ډېر په تيزۍ يې ځان ډاکټر ته ورساوه، ډاکټر ته يې د پينځو سوو لوټ ونيو، د درملو کڅوړه يې راواخيسته او په ګړنديو ګامونو د کور په لور روان شو، چې د کور د انګړ دروازه يې پرانيسته، د ښځې چيغې او ژړا يې واورېده، د کور انګړ يې د ګاونډ له ښځو ډک و. د تورګل پر سترګو توره تياره خپره شوه، سر له نوکه يې يوه څړيکه د بريښنا په څېر په ټول وجود کې وغځیده او د درملو کڅوړه يې پر ځمکه وويشته.


شین کارت!
لیکوال: امیرشاه یاد
د شپې دولس بجې وې د کړکۍ پردو کې د مخامخ کوټې پیکه رڼا راتله، په ډډه اوښتم چې د میسج کړنګ شو د مبایل له سکرین نه نرۍ رڼا پورته شوه.
خوب نیولی وم د میسج د کتلو حوصله مې نه درلوده سترګې مې په خوب ورغلې، سهار شو پېغام مې ولوست لیکلي یې و
” تل مې هڅه کوله نمبر دې پېدا کړم او زنګ درته ووهم خو اخیر هم یو کال روسته مې سل زړونه یو کړل او میسج مې درته وکړ سبا به کابل کې ووینو “
شاوخوا لس بجې سړک غاړه کې د کرېډټ بېل بورډ ماشین ته ودرېدم، مخې ته مې شین کارت ونیول شو څنګل سره مې څوک ولګېد، شاته مې پسې وروکتل یو هلک د ګڼه ګوڼې په منځ کې منډې وهلې!
کارت مې وکتلو لیکل شوي و مخامخ د موټرو تمځای ته وګوره!
د موټرو تمځای ته په بیړه ورغلم خو څوک نه وو یوازې هغه شین کارت مې بیا ولید، چې پر یوه چوکۍ پروت و بیا پکې لیکل شوي و، د ښار موټرو د اډې ترڅنګ پوهنتون ته مخامخ هوټل مخې ته ولاړه یم.
هوټل ته ور روان شوم د سرک له بلې غاړې نه لاس جګ شو ورغلم، تورې عینکې یې اچولې وې د کالیو بېک یې په ځان پسې راښکه زما په لور راروانه وه!
اورځلا ته!؟
هو ځه!
څه وشول په یو کال کې دې له یاده ویستلي یو؟
ښه شېبه مې ورته وکتل خو د ویلو دپاره هیڅ په خوله نه راتله دا هر څه راته یو نوي خوب په څېر ښکارېدل،
ځکه چې ما هیڅکله له اورځلا نه دا تمه نه لرله چې هغه دې دومره جرأت وکړي ځکه، چې هغه به په ټولګي کې ډېره غلې وه.
له سترګو یې نري ویښته پورته کړل
خوله یې پرانیسته دا مې لویه موقع ومونده چې له مزاره د ماسټرۍ نوملیکنې دپاره کابل ته راغلم،
نوملیکنه یې وکړه بېرته همغه هوټل ته راغلو
د سبانۍ نېټې پورې مو یوه کوټه ونیوله
کوټې ته د ننوتو سره له مړوند ونیول شوم لړزې ونیولم،
د لاسو ګوتې مو سره وروستې دېوال ته مې تکیه کړه سر یې پر اوږه راکېښود ښه ساعت غاړه غړۍ شو،
د کوټې په بر سر کې په تخت ورپرېوتو
وجود مې سړې خولې ونیو ساه مې ماته— ماته کېده د ستړیا احساس مې وکړ.
لږ روسته مو د خواږه خوب ټالۍ ووهله
د لمر رڼا مې سترګې وبرېښولې له خوبه پاڅېدم سترګې مې وسولولې د مبایل په ښیښه مې ګوتې کش کړې د سهار اته بجې وې، مخامخ مې د کړکۍ په خوا کې د پراته مېز پر سر یو ځل بیا شین کارت ولید پکې لیکل شوي وو، باید وختي سفر وکړم ځکه که ایله ماښام مزار ته ورسېږم، نه مې غوښتل چې له خوبه دې خراب کړم خدای پامان ښه وخت.
————————————————–

توره اوښکه / عصمت الله صالح

عصمت الله صالح

ښځې د ټکري پیڅکه وڅنډله، د ماشوم تر ستوني یې لاس تاو کړ، په زوره یې وویل:

ـــ رانږدې شه، چې پاک یې کړم…
ماشوم وټوخل، لاسونه یې د مور پر ګونډو تخته کړل، په زارۍ یې وویل:
ـــ خیر دی مورې! اتي پاک شو، هلکان رانه ځي…
د لرګینې دروازې له چولو د لمر پرېوتې وړاندې ورکې شوې، په کوڅه کې ولاړ ماشوم چیغه کړه:
ـــ ادریسه! زر راووځه، ناوخته شو، ګوره بیا مو راشړي…  ښځې د لوجروملې سر بند کړ، څنګ ته یې کېښوده، د ماشوم تورو سترګو ته یې وکتل:
ـــ زویه ورځه؛ خو پام کوه، چې ملا صاب ته شوخي ونه کړې…
ادریس د تناره تر څنګ د کتابونو کڅوړې ته لاس کړ، پاڅېد، یوه خوا- بلخوا یې سترګې واړولې، د دالان په کږو زینو کې خپلو زړو څپلکو ته ځیر شو، شاته یې وکتل:
ـــ مورې تا خو بېګا راته ویل، چې سهار به جومات ته نوې څپلکې په پښو کړې…
ښځه وپرنجېده، جارو یې دېوال ته تکیه کړه، ولاړ ماشوم یې ځانته نږدې کړ، غلي یې وویل:
ـــ زویه نوې څپلکې دې پلار درته راوړي، خو بېګا رانغی، خیر ته دا نن هم پر پښو کړه، چې…
د ماشوم پر تندي ګونځې پیدا شوې، مخ یې سور شو، د مور خبره یې ورغوڅه کړه:
ـــ پلار به مې کله راځي، هغه خو شهید دی…
ـــ ښځې په ډنګرو ګوتو د ماشوم مټې تخته کړې، سا یې بنده شوه، وتلې شونډې یې پرانیستې:
ـــ  زویه داسې مه وایه، دا چا درته وویل، چې پلار دې نه راځي!؟
ـــ د کلي هلکانو…
ماشوم د دالان په زینو کې خپلو شکېدلو څپلکو ته وکتل، وسونګېد، پر سپین غومبوري یې توره اوښکه رغړېده… .


ږیره

لیکوال: نورالله غازي

نورالله غازي يار

د چا د شيخۍ ذکر چې راشي، زما سترګو ته ملا شيرين جان کلک ودرېږي. ښه مې په یاد دي، چې څو کاله وړاندې يوه ورځ د کلي د جومات پيتاوي ته له کليوالو سره ناست و، په وېړه خوله يې ټولو ته کتل، په يوه لاس يې د تسپو دانې اړولې او په بل لاس يې په خپله توره او اوږده ږيره لاس راتېراوه، چې کوم  ويښته به لاس ته ورغی، په خورا اختياط به يې په خوندي ځای کې کېښود. مجلس ښه ګرم و، ټوله خبره په ږيره راڅرخيده، د ټولو سترګې د شيرين جان په ږيره ښخې وې، شيرين جان ته خلکو له ملا نه هم ويل؛ ځکه چې د جهاد په دور کې يې ورپسې ډېر لمونځونه کړي وو، ځینو ته یې نیکاحګانې هم تړلې.
سرور چې کونډۍ ږيره يې درلوده، شيرين جان ته وويل:
ـ ملا صیب! تا ګيره کله خريلې هم ده، که نه همداسې . . . .
هغه په ږیره لاس راتېر کړ:
ـ  چې کله ستا غوندې ژڼکی وم، ژڼيتوب و، بياکل توب و، نو هلته مې خريله، يره غاړه مې بنده مه کې، درې څلور کاله مې خريلې وي، دا اته ويشت دېرش کاله کېږي، چې بيا مې ګوتې ام نه دي وروړي.
سرور بيا پسې زياته کړه :
ــ   یره ګيره له تا سره ډېر خوند کوي، ډېره ښکلې ګيره دې ده.
د شيرين جان به خوله جينګه شوه او په ږيره به يې پرلپسې لاس راتېر کړ.
نازک ماما دې خدای وبښي، هغه ګډه وډه سپینه اوږده ږیره درلوده، په غوږو دروند و، د عادت سره سم يې په لوړ غږ وويل:
ـ وه ملا! لکه چې دا ګيره توروې، که څنګه داسې توره مالومېږي، ته خو ډېر ځنډينی (پخوانی) يې . . .
شيرين جان خندني وويل :
ـ نازک ماما، توروم خو يې نه . . .
له جيب نه يې ایېنه راوويسته، مخ ته يې ونيوه، چې د ږيرې د وېښتو بيخونه يې سپین ورته مالوم شول، هينداره يې بيرته په جيب ته واچوله، ده چې خبرې ته ځان جوړاوه، نعيم چې تر ډېره غلی ناست و، په وېړه خوله زياته کړه:
ـ نه ملا صاحب، خو هماغسې وړکی دی، ګيره يې نه ده سپينه شوې، هسې د سر ويښتان يې ورته دې شامپوګانو سپین کړي دي….
شيرين جان چې پر خوله يې موسکا خوره وه، وويل:
ـ ګيره ډېر ښه شی ده، سړي د مخ نور ورسره په ځای وي، تاسې وګوری، د چا چې ګيره وي، ښه ښکاري….
ما ته یې په موسکا وکتل:
ـ  او که خړمخی! چې ماته خو څوک د ګیرې په یو ويښته یولک روپۍ راکړي هم، که د ګيري يو ويښته هم خراب کړم، ګیره خو د پيغمبر صلی الله عليه وسلم سنت دی، څوک چې په ګيره چاړه ږدي لکه د پيغمبر په زړه چې چاړه ږدي.
موږ ټولو چې تر اوسه مو په خوله موسکا وه، جدي بڼې خپلې کړې او په یو غږ مو وويل:
ـ  هو والله ….
*  *  *
څه مود ه وروسته لندن ته د تګ خبره ګرمه شوه، چې چا به يوه څه شته درلودل، نو لندن ته د تګ غم به يې کاوه او په خيالونو کې به يې د لندن لوړپوړيزه ماڼۍ جوړولې، څوک چې لندن ته رسيدلي وو، هغوی خو د خلکو په زړونو کې لا پړي واچول، هغوی ویل چې لندن خو لندن دی، پيسې پکې د خاورو غوندې تلې دي، د مياشتې يو لک روپۍ جوړوو.
دې خبرې شيرين جان هم په نويو نويو سوچونو کې کړ، ده زړه کې وويل،  که چېرې زما تربوران لندن ته ورسيدل، هر يو به موټرونه اخلي، غټ کاروبار به يې وي…. زه هم بايد کرار کېننم، يو څه خو بايد وکړم، زامن او ورارونه مې که واستوم، هسې نه چې هلته خراب شي، دوی مې هم له لاسه ووزي او پيسې هم.  که زه ځم، کور به ګوښی او بې مشره پاتې شي. تر څه وخته یې همدا سوچونه په سر کې کرځیدل. اخېر د پيسو په راغونډولو لګیا شو. څه وخت وروسته پېښور ته روان شو او هلته يې له قاچاقبرانو سره خبرې وکړې، شيرين جان چې پيښور نه بيرته راستون شو، په لاس کې يې د تسپو په ځای د انګلیسي ژبې د زده کړې کتاب ښکاريده او پر شونډو يې د ذکر پر ځای د انګلیسي نوې نوې کلمې.
خلکو به کله کله ورسره ټوکې کولې:
ـ  ته خو ملا يې، لندن کې څه بلا غواړې؟ دا دومره اوږده ګيره به ورته خريې، که څنګه؟
شيرين جان به په جدي لهجه وويل :
ــ   نه، ګيره څنګه خريم، که لږه وړه غوندې شوه وي به؛ ګنې که ډېر مجبور هم شم ږيره به ونه خريم.
څه موده وروسته شيرين جان پسې احوال راغی، چې بله ورځ دې پرواز دی. شيرين جان دوه مياشتې وروسته لندن ته ورسيد، په لندن کې يې ښه کاروبار جوړ شو، څو مياشتو کې يې کور ته دوه لکه کلدارې هم راولېږلې. يو کال وروسته يې کور ته عکسونه راولېږل، په عکسونو يې د کور غړي راپنډ وو، ناڅاپه د شيرين جان څلور کلن زوی سيلدلی له بهره راننوت، په عکسونو يې ورټوپ کړ:
ــ   د لالا عکس مې راکړئ، د لالا جان عکس….
يو عکس يې راواخيست، ورته ځير شو، سترګو ته يې نږدې ونيو اوبیا یې بيرته وغورځاوه :
ـ  ماته مې د لالا عکس راکړئ، دا سور مخی ناولی خو زما لالا نه دی….
له دې خبرې سره ټولو د کور غړو يو بل ته وکتل او پر شونډو يې پيکه غوندې موسکا وغوړيده.

————————————–

سیاسي کارپوه

لیکوال: کفیل نیازی

کفیل نیازی

د لمر وړانګې یې ورو ورو په مخ رالوېدلې چې له خوب یې رابیداره کړ. دیوال باندې مخامخ ساعت ته یې وکتل د ساعت ستن په نهو او شلو دقیقو ولاړه وه، له کټ راپورته شو د خوب کالي یې بدل کړل.

تشناب ته لاړ په هندي کریم یې غاښونه برش کړل مخ یې په یو لوکس امریکایي فیس واش ومینځلو له غسل کولو وروسته یې رنګا رنګ عربي عطرونه په ځان پش پش کړل.

میرمن یې سهارنۍ ورته تیاره کړې وه د بیرې شات، جوش کړې هګۍ، مختلفې مربعاوې او ګڼ نور شیان یې په میز ورته ایښي وه. د چایو پیاله یې لا نیمه نه وه څښلې چې د مبایل زنګ راغی له ستړي مشې وروسته یې ورته وویل تاسې انارګل مجاهد یاست؟

انارګل ورته وویل هو تاسې؟

زه رحمت الله باران یم د زمریانو غږ راډیو د سیاسي بحثونو خپرونې مسول یمه نن شپه اته بجې موږ له راډیو خپرونه لرو که وخت لرۍ چې ګډون راسره وکړۍ.

انارګل ورته وویل: په سترګو ستاسې خپرونه مې خوښیږي کله کله یې اورم ستاسې مبارزه د ستاینې وړ ده تاسې لکه د نورو مجاهدینو په څیر چې سنګرونو کې جهاد کوي الله پاک هومره ثواب تاسې ته درکوي.

خبریال: مننه، مننه کور مو ودان که له خپرونې نیم ساعت مخکې سټودیو ته راشۍ چې ناوخته نه شي.

انارګل: سمه ده په سترګو د الله په امان.

ښځې ته یې وویل نن ورځ یو څو جلسو ته ځم بیا د ګوند دفتر ته ځم او د شپې راډیو کې میلمه یمه ما ته انتظار مه کوۍ شاید د شپې ناوخته راشم.

فسبوک کې یې پوسټ وکړ، سعودي عربستان کې د افغانستان د روانې جګړې په اړه د نړۍ د دیني علماو ناستې په اړه نن شپه اته بجې د زمریانو غږ راډیو کې میلمه یم.

لکه د نورو ورځو په څیر انارګل  ټوله ورځ مصروفه تیره کړه او په خپل وخت د راډیو سټوډیو ته یې ځان ورسولو.

د خپرونې چلونکې میلمه اوریدونکو ته معرفي کړ او بیا یې لومړۍ پوښتنه د سعودي عربستان د جدې ښار کې د نړۍ د سترو عالمانو د غونډې په تړاو وکړه چې ایا دا ډول غونډې چې اندونیزیا او دلته کابل کې جوړې شوې چې روانه جګړه په افغانستان کې ناروا ده او هیڅ شرعي امر نه دی چې جګړې ته دوام ورکړل شي تاسې څه نظر لرۍ؟

انارګل له سلام اچولو وروسته خپل ځواب ته ادامه ورکړه.

لومړۍ خو دا ډول غونډې چې کیږي بې ځایه او بې فایدې دي هیڅ ګټه نه لري زموږ ملت او خلک په د پوهیدلي دي چې دا ټولې د غربیانو پروژې دي او موږ هیڅکله نه شو دوکه کیدلی. هغه عالمان چې په دا ډول غونډو کې راټولیږي او افغانستان کې د روان جهاد په ضد فتواوي ورکوي کرایي شوي دي تر څو چې یو بهرنی فوځي په افغانستان کې وي دلته جنګ نه شي له مینځه تللی او نه هم د جهاد درول په کار دي دیني علماوو ته زما نصیحت دادی چې دا ډول غونډو کې ګډون ونکړي او خپل ایمان د نه ضعیفه کوي.

خبریال: ددې جنګ وروستۍ پایله څه کیدلی شي چې جنګ ورځ تر بلې زیاتیږي او څومره چې جنګ شدت اخلي بهرني فوځیان بیرته رادرومي؟

انارګل: افغان دولت په مکمل ډول ناکام دی او فکر نه کوم چې له یو کال زیات دوام وکړي موږ ټول وینو چې د دولت مهم چارواکي له افغانستان څخه په تیښته دي.

خبریال: زما پوښتنه د افغان دولت په اړه نه ده.

انارګل: زه ستا پوښتنې ته راځم، کله چې افغان دولت ناکام شو بهرني فوځیان هم ناکام دي.

خبریال: تاسې د اوسني دولت د بدیل په ځای څه نظر لرۍ چې د بهرني ځواکونو له وتلو وروسته به نړۍ د بل دولت دومره ستر ملاتړ وکړي؟

انارګل: هو ولې نه خامخا یې کوي موږ به یو خپلواک هیواد شو هر تصمیم به ملت په خپله نیسي البته چې نړیوال زموږ ملاتړ کوي.

خبریال: هسې نه چې موږ بیرته نویمې لسیزې ته ستانه شو هغه وخت چې روسان ووتل یو بهرنی فوځي افغانستان کې نه وه خو موږ خپلو کې دومره ووژل چې د روسانو د یرغل وخت کې نه وه وژل شوي؟

انارګل: دا خو د تقدیر خبرې دي خو موږ باید اوس ټول تمرکز پدې وکړو چې اوسني بهرني ځواکونه چې هر ډول وي له افغانستان وویستل شي او بس.

خبریال د موضوع په تړوا ډیر ورته پوښتنې وکړي او انارګل  د خپل فکر په اندازه ځوابونه ورکول چې خپرونه ختمه شوه.

د خپرونې په پای کې خبریال له میلمه او اوریدونکو مننه وکړه او خپرونه پای ته ورسیده.

انارګل چې له راډیو بهر راووت موټر ته کیناست مبایل یې خلاص کړ ګڼ شمیرملګرو ورته غږیز او لیکلي پیغامونه لیږلي وه.

چا ورته لیکلي وه افرین د نر زویه، زمری یې، ستا په څیر غیرتي ځوانان دې د هیواد کې تل ژوندي وي، ته زموږ ویاړ یې ته اتل یې.

د نجونو په نوم له مستعارو اکونټونو چې د دولت مخالفین یې په مخ وړي ورته له مینې ډک پیغامونه راغلي وه. د عایشه ګلالۍ په نوم یوې ورته لیکلي وه له لونګۍ د جار شم د سټو کنډو تصویر مې خپل مبایل کې ثبت کړی ورځ کې یې له شلو ځلو هم زیات ګورم. د عسل غزل په نوم یوې ورته لیکلی وه فسبوک کې مې ستا نوی عکس ولیدلو له کونډۍ مونډۍ ږیرې د جار شم نه غواړې ستا دوهمه میرمن شمه؟ نازو حیات ورته لیکلي وه، کاش زه ستا میرمن وای کله چې له خپرونې راغلی وای او تا ته مې په خپلو نازکو لاسونو خواړه تیار کړي وای پخلنځي که له مینې وروسته مو په ګډه خوړلي وای. انارګل  بریتو کې مسکی شو مسنجر یې بند کړ کور ته یې زنګ ووهلو د خوراک لپاره څه شی پاتې دي؟

میرمنې یې ځواب ورکړ هو یو څه شته.

انارګل: ښه خیر دی زه به له شهرنو یوه پیزا هم راواخلم.

د سرطان میاشت او دکابل د شپې یخه هوا یې په وجود خوږه خوږه لګېدله ګرمه پیزا یې له رستورانت څخه پارسل کړه مخ د کور په لوري روان شو. موټر ته یې ایکسلیټر ورکړ. د موټر راډیو یې چالان کړه چې خپله تکراري خپرونه واور خو د راډیو په څپو د استاد ناشناس دا سندره راغله

په دواړو لاسو مې نیولې ستا لمن محبوبه

اه په دواړو لاوس محبوبه


نامالوم چي ښه مالوم دي!

ليکوال: ح حقوېش،

وه سړیه نن څلورمه ده چي له کلي اوړه په پور راوړم، په کور کي کوم بل شیی هم نشته چي ګوله مو پرې لنده شي. دا واړه ماشومان دي داسي نه وي چي له لوږي راته مړه شي، ته له بورجان سره حال وکه، که یې یو څو روپۍ درته راولېږلې چي د کور لپاره يو څه خواږه او ترخه باندي واخلو؟
سړی خاموشه وو ښه تر ډیرو همداسي خاموښه ناست وو کښته يې کتل. ښځه هم له هغې خبري سره خاموشه شوه بيا يې څه ونه ويل. ښه ناوخته د سړي له خولې ورو ږغ راووت مدک او دادو ته دي چای ورکړې؟
وو ترخې اوبه یې په غاړه واړولې نه بوره وه نه ګوړه او نه وچه مړۍ وه‎ ‎چي دوه ګولې یې ورسره کړې وای.
څه شول؟
د سبقه لپاره مي ملاصېب ته ولېږل.
بیا خاموشي شوه، سړي چي ږيره، بريت او د سر وېښتان يې ښه پوره سپين وو، په وريځو کې هم سپين سپين وېښتان له ليري مالومېدل په سترګو يې سپيني غټي د نظر چشمې وې کښته يې کتل، ښځه هم سوچ په مخه کړې وه د خوني بام او کونجونو ته يې حيران حيران کتل. په خونه کي خاموشي وه هیڅ ږغ نه وو دوی دوه په دوه ناست وو. دواړه پرېښانه وو د ژوند خوند ورنه هېر وو، خپلو لمسیانو ته فکر وړي وو چي د هغوۍ راتلونکی به څنګه وي. بې مور ماشومان دي پلار یې مسافر دى چي يو څه پيسې وګټي، او زموږ د ګېډو لپاره ليږ خوراکي شيان واخلي.
سړي خپل په شاوخوا کي لاسونه وښورول، زما بيت څه شو زه به دباندي ورشم که مي څوک پيدا کړ په موبايل به مي له بورجان سره وږغوي.
ښځي دواړه لاسونه په مځكه کېښودل زور يې باندي وکړ خدايه توفيق راکړې ولاړه شوه د دېوال خواته زنګېدلې روانه شوه، بيت يې راواخيست، بيت دي دا ده. بيت يې په لاس کي سره سم کړ کيڼ لاس يې په مځكه کېښود په ښيي لاس كي بيت يې په مځكه ټينګ کړ ولاړ شو دوه قدمه مخته بيا ودرېدو. وه! هغه کتابچه(وړه کاپۍ) مي هېره شوه ته هغه راکړه د بورجان د موبايل لمبر پکښې دي.
چيري ده؟
زما له بالښته لاندي ده.
کتابچه يې په جيب کې واچوله په بيت يې زور کړ له خوني دباندي ووت په ورو ورو قدمونو د کور له وره ووت پړده يې پرېښودله په مځكه وڅخېده مړه دوړه جوړه شوه شاته يې ونه کتل ودرېدو کيڼ لاس يې په تندي ونيو په سترګو يې سايه کړه بيا يې شاوخوا وکتل په سترګو کمزورى وو خو څوک يې تر سترګو نشو. په بيت يې زور کړ په لاره روان شو. ليږ مخته يو کس په وچتو قدمونو تر مخته شو ژر يې پسې ږغ کړ دغه کوم يو يې؟ هغه قدمونه ونيول ورو شو جانک کاکا زه يم بيدالله؛
بيدالله زويه ته خو مي ستا په موبايل له بورجان سره وږغوه؟
هغه موبايل له جېبه راويست ژر ژر يې ګوتي باندي ووهلې، جانک کاکا زما په موبايل کي روپۍ نشته. زنګ نه ورته وهل کيږي.
ښه! نو سمه ده ته ورځه کار به دي وي زه به بل چاته ووايم. هغه روان شو دى هم له شا پسې روان شو خو داسي څوک په مخه نه ورغى چي دده اړتيا دي پوره کړي. په خواريو يې ځان د کلي تر دوکانه ورساوه، چي وې کتل دوکان بند دې يو څوک هم نشته بيا يې په تندي لاس ونيو يوې او بلي خواته يې وکتل خو څوک يې تر نظر نشو. ليږ ګړۍ په تمه شو چي ګوندي څوک راشي. په ولاړو ډير نشو ودرېدلى نو د دوکان تر څنګ اوږدې سايې ته کښېنست. چي څوک راشي او بورجان ته زنګ ووهي.
مخامخ له کوره يو کس راووت او دده لوري ته راروان شو تر رارسېدو له مخه يې باندي ږغ کړ خمټ يې؟
يا جانک کاکا بډنګ يم، څه کوې چي دومره وختي له کوره راوتلى يې؟
زويه له بورجان سره مي حال کاوو که دي په موبايل ورسره وږغولم، يو څه روپۍ مي ورنه راغوښتې چي په کور کي يو شيى هم نشته.
زما موبايل خو دا څو ورځي کيږي چي خراب دې ميستري ته مي ورکړى ده.
خاموشي شوه بډنګ يو دوه دقيقې په تمه شو بيا يې مخه وکړه او ولاړى.
جانک کاکا نن د څېښتن تعالاﷻ په دې لويه نړۍ کي يواځي يوه هيله لرله هغه د موبايل هيله وه، په خپل تېر عمر يې متبره خوله د هر چا په وړاندي د لېږ څه لپاره خلاصه کړې وه څو يوڅوک يې خبره ومني او د خپل زوى بورجان سره يې په موبايل وږغوي، او هغه دده له اوږو يو دروند بار ليري کړي، او څو ورځي بيا په ورين تندي او په خندي له خپلو لمسيانو سره تيري کړي، څو هغوۍ ته د مور غم ورپه ياد نشي، او ځانونه ناهيله نه کړي. که څه هم ده او مېرمني يې هڅه کوله چي تل د مور په څېر مينه ورکړي، خو بيا هم مور مور وي چي غېږه يې د ټولي نړۍ د پاچاهي څه غوره ده.
جانک کاکا په خاورو کي ناست وو ښيئ پښه يې غځولې وه او کيڼه پښه يې ورټوله وه بيت په مځكه ورته پروته وو سايې ته يې کتل، د دوکان مخته چي به څوک ودرېدو اوږده سايه به يې تر ليري پوري وه. جانک کاکا به سايي ته کتل چي هره سايه به ښه تر ډيرو پوري تېره شوه او اخر به يې پښې رانژدې شوي نو ږغ به يې باندي وکړ. په تمه وو چي د يوه کس سر په سايه کي راښکاره شو، لېږ مخته راغى اوږې يې ښکاره شوې په هم هغه ځاى ودرېدو، ورپسې يوه بله سايه هم پسې راغله سره ودرېدل په خپلو کي ږغېدل خو جانک کاکا يې ږغ سم نه اورېده يواځي دومره پوهېده چي دوه کسان سره ږغېږي. هغه په خپلو کي په خبرو وو خو د جانک کاکا انتظار ورته ونشو ورږغ يې کړ، دغه کوم ځينې ياست؟
هغوۍ حيران حيران سره وکتل جانک کاکا! هرومرو لکه چي خبر شوى دى. ژر ورته راغلل روغبړ يې ورسره وکړه، جومک په دوه تلې ورته کښېنست په حيرانتيا يې ورنه وپوښتل، جانک کاکا په ګهيځ وختي کي خير ده چي دلته ناست يې؟
وو زويه خير ده په کور کي د خورک يو شيى هم نه وو نو دلته راغلم چي د چا په موبايل له بورجان سره خبري وکړم که يې يوڅه روپۍ راولېږلې.
جومک زړه نازړه موبايل له جېب څخه راويست، ګوتې يې باندي تيري کړې، موبايل يې غوږ ته ونيو جانک کاکا په غور ورته کتل، جومک ژر موبايل له غوږ څخه رالير کړ دا خو کار نه کوي. جانک کاکا خاموشه وو څه يې ونه ويل. جومک خبره ورغبرګه کړه جانک کاکا که موبايل کار شروع کړ بيا به اړيكه ورسره ونيسو.
جانک کاکا د وو په ډول سر ورته وښوراوو. جومک ولاړ شو بادام ګل ته يې په سترګو اښاره وکړه روان شول، له جانک کاکا ليري ودرېدل. د بادام ګل رنګ زېړ وارخطايي وو جومک ته يې ناهيله لاسونه کاږه کړل تا اوس دا سپينږيرى کاکا ګوره چي هر څه يې له وسه تېر دي او دغه يوه زوى ته يې تمه وه چي يو دوه ګولې مړۍ به يې ورته پيدا کوله هغه هم ظالمانو ورته شهيد کړ، د هغه هم دوه يتيمان ورته پاتي شول. اوس به په دې تېر عمر د ځان، لمسيانو او د کور لپاره څه برابر کړي. خداىﷻ موږ پښتانه څومره بدبخته پيدا کړي يو، چي مړه مو هم کړي او قاتل مو هم پيدا نشي.
جومک:  همدغه نامالومه قاتل ښه راته مالوم دى، خو زموږ ملا ماته ده بيا هم وايو (پاک فوج کو سلام) هم دغه فوج زموږ قاتل دى.
بادام ګل:  اوس به جانک کاکا تر څو دلته په تمه وي چي بورجان ته زنګ وهمه؟ يو ډول مو کور ته لېږلى واى هڅي هم ماپښين ته د بورجان  جنازه راوړي؟
جومک:  زه به ورته ووايم چي ته ورځه کورته هر وخت چي د بورجان موبايل کار وکړ زه به زنګ ورته ووهمه.
دواړه سره راروان شول بيا جانک کاکا ته ودرېدل. جومک ورته په خبرو شو: جانک کاکا د بورجان موبايل کار نه کوي زه يې ګورم چي هر وخت يې موبايل کار وکړ ورته وبه وايم چي جانک کاکا ويل يوڅه روپۍ راولېږه د کور لپاره سامان باندي اخلم، ته اوس ورځه کورته نو څه کوې چي دلته هڅي ناست يې؟
جانک کاکا:  ته يې ګوره چي هر وخت يې کار وکړ حال به ورسره وکوې، زه به نو کور څه وکړم دلته به يو څه کښېنم بيا به ولاړ سم، خو ګوره چي خامخا حال ورسره وکړې هېر دي نشي.
سمه ده حال ورسره کوم.
زه نو بې غمه يم بل چاته نه وايم؟
وو! بې غمه اوسه زه حال ورسره کوم بيا تاته وايم.
خداىﷻ دي خير درکړي، خوشحاله اوسې.
دواړه سره روان شول، بادام ګل له ځانه سره ورو وويل جانک کاکا نو څه خبر دى چي بورجان يې ظالمانو ورته شهيد کړى دى.
ماپښين لمونځ قضا دوه موټره له لوى سړکه د کلي خواته راکاږه شول، ګڼي دوړې يې شاته پرېښودلې کلي ته راګډ شول، له جومات سره په يوه بريک ودرېدل په دوړو کي پټ شول او دوړه مخته تر تېره شوه. په شاته موټر کي خړ تابوت ښکاره شو يو ناولده کس يې يوې خواته او بل يې بلي خواته ناست وو. په دوهم موټر کي څلور کسان وو چي راکښته شول دوه کليوال جبار او منصور هم ورسره وو، کليوال د جنازې په موټر شاوخوا راوګرځيدل حيران يې ورته کتل په وارخطايي پوښتنه کوله څوک دى؟ چي د منصور ورته ږغ شو بورجان دى.
خلکو حيران سره کتل نو څه باندي وشو؟
منصور:  نامالوم خلکو په کراچۍ ښار کي په ډزو ووښت او شهيد يې کړ.
تابوت يې له موټره راکښته کړ د جومات مخته يې کېښود، څو دوى د بورجان کورنۍ خبره کړي. خو يوه ماشوم له مخه لا ځان رسولى وو او جانک کاکا ته يې د بورجان د شهادت خبر ورکړى وو. هغه او مېرمن يې دواړه سرتور سر له کوره راووتل دوو وړو ماشومانو يې هم ترڅنګ منډې راوهلې جانک کاکا له هر ځل ولاړېدو وروسته بيا بيا پرځېده، په چيغو يې لومړى مېرمني او بيا ده ځان د بورجان مړي ته راورساوو، له رارسېدو سره سم په تابوت ورونړېدو. يواځي خړ تابوت پروت وو او دننه پکښې داسي څوک بې روح پروت وو چي شاته يې څو ژوندي جسدونه پاتې وو او هغوى دده له ژونده خپل ژوند ته دوام ورکاوو. وړو ماشومانو حيران کتل په هيڅ هم نه پوهېدل چي څه شوي، خو د دواړو داسي تريخ ژوند په برخه شو چي لومړى بې مور شول او اوس بيا د پلاره له خوږې غېږي هم بې برخې شول. د بورجان پلار جانک کاکا او مور ببو يې ښه تر ډيرو تابوت ته وژړل اخر يې د ژړلو وس هم له لاسه ورکړ بې سيکه په مځكه يو يو واوښت بې هوشه شول، ماشومانو د نيکه او آنا بدحال ته په کتو سره دوى هم په ژړا کړل. کليوال ژر تر جانک کاکا، ببو او ماشومان لاندي شول کور ته يې يوړل. کور ته يې د کلي يوڅو زړې ښځي د تسلۍ لپاره پسې ورغلې.
خو د کليوالو همدا يوه خبره په خوله وه، بورجان په کراچۍ کي نامالومه خلکو  ويښتى ده.


سیاسي بدلون | حیات الله ستانکزی

په لړزیدلو لاسونو یې قفس کې خپل زرک ته تازه اوبه واچولې ، او قفس یې د مڼې د ونې یخ سیوري ته کیښود . له جیب څخه یې د نصوارو قوتۍ را واخست لومړۍ یې په ښیښه کې خپل مخ ته وکتل او په سپینه ږیره یې لاس تیر که خپله لونګۍ سمه کړه یوه خوله نصواریې واچول ، او په سیوري کې هوار شوي فرش باندې یې بالښت ته ډډه ووهله .

او بیایې خپل لمسي شمس ته غږ که : شمسه والکه  شمسه هغه توفداني خو را وړه ، څو شیبې وروسته د اتو کالو ماشوم توفداني په لاس د بابا څنګ ته کیناست ، بابا نصوار تو کول ، او زرک خپل آوازونه هوا ته پورته کړل . شمس په خوشالي وویل بابا جانه پلار مې زنګ وهلی وو نن کورته راځي . ددغې خبرې په آوریدو سره د سپین ږیري اسلم خوله له وارخطایي وازه پاتې شوه . د هغه اندیښنه په ځای وه ، ځکه یو ساعت مخکې معلم نسیم چې د ولسوالۍ له بازار څخه کورته راته نو وسله وال طالبان یې لیدلي وو چې په لویه لار کې یې موټر تلاشي کول او له ځینو کسانو به یې پوښتنې ګرویګنې هم کوالې .

د اسلم خان مشر زوی په ملي اردو کې دنده تر سره کوله او نن کورته را روان وو ، اسلم خان په سوچونو کې ډوب شو ، چې هسې نه زوی یې د طالبانو لخوا و پیژندل شي ، یا کارت ورسره وي او یا هم چا یې شیطاني کړې وي ، ځکه چې د اسلم خان دښمنان کم نه وو.

هغه د سوچو په دریاب کې غرق شو او هغه وخت ور په یاد شو چې خپله اسلم خان د روسانو په وړاندې په مسلح جهاد کې د مجاهدینو قومندان وو ، هغه افغان حکومتي مامورین او عسکر ور په یاد شو چې اسلم خان او کسانو یې وژلي وو . او هغه ځوان عسکر هم ور په یاد شو چې د ډاکټر نجیب الله د حکومت په مهال یې ژوندۍ نیولی وو ، هغه څو ځلې د اسلم خان پښو ته ځان ور آچولی وو او په زاریو یې ورته ویلي وو ، چې ما مه وژنه د مور یو زوی یم او دوه واړه ماشومان په کور کې زما د راتلو لار څاري ، خو اسلم خان ورباندې د تور ټوپک جاغور خالي کړی وو .

اسلم خان وارخطا شو او خپل زوی یې ذهن ته راغی ، چې د طالب یې سرته ټوپک نیولی وي ، ژر یې شیطان لاحولو که، په لړزیدلو پښو ودرید اود کلي د جومات خواته روان شو.


غپا | عصمت الله صالح

بڼ‌وال د باغ وره ته ورسېد، د شنې کورتۍ پر بغلي جېب یې ګوتې ننویستې، زنګ‌وهلې کیلي یې پر قلف کې تاوو کړه، د سپین‌ غر غوړیو له ټېمانو جوړ ور خلاص شو. سپي راټوپ کړل؛ خو د بڼ‌وال په لیدو یې بېرته هسکه لکۍ وښوروله، دوه- درې ځلې د بڼ‌وال په پښو کې ورغړېد. بڼ‌وال د سپي پر شا له لاس تېرولو وروسته د مڼو په باغ کې ګړندي ګامونه واخیستل…

بڼ‌وال هرې ونې ته په ځیر ځیر کتل؛ ناڅاپه یې په یوه لویه ونه سترګې خښې شوې؛ د ونې دوه کوچني ښاخونه ځړېدل، شنې مڼې پکې ګونځې ښکارېدې. بڼ‌وال د ونې په لیدو غوسه شو، پکول یې له سره لرې کړ، شاته یې وکتل، تورې شونډې یې پرانیستې:

ـــ د څښتن دوه زامن دې مړه شه، ته مې د خوب له‌پاره ساتلی یې، که مې د دې له‌پاره تربیه کړی یې، چې باغ له غله وساتې!؟ ته دې ونې ته ګوره، ستا په دې مرداره لکۍ یې بوزم!!!… له دې سره یې کش لغته د سپي خېټې ته سیخه کړه.

سپي کړونج وهل، لکۍ یې وځړېده او په یوه ساه یې تر خپلې کوچنۍ کوټې ځان ورساوه.

د بڼ‌وال غوسه زیاته شوه، د سپي کوټې ته یې وکتل، له ځان سره وبنګېد:

ـــ دا دې درېیم ځل دی، چې غل درنه غلا کوي، ته صبر نن به دې خوښ شوم!…

بڼ‌وال د خپلې شنې کورتۍ څنډه واړوله، څلور ستنو ته ورته سینجاق یې راوویستل، په لاس کې له نیولې کڅوړې یې د وچې ډوډۍ یوه ټوټه راواخیسته، سینجاق یې پکې پټ کړل، د سپي خواته ورغی:

ــــ توو!.. تووو!!…

سپی زړه نازړه له کوټې راووت، ځړېدلې لکۍ یې وښوروله. بڼ‌وال سپي ته د ډوۍ ټوټه ور‌واچوله او څو متره لرې د ناک تر ونه لاندې په کټ کې اوږد وغځېد.

سپي د ډوډۍ ټوټه تېره کړه، څو شېبې وروسته یې د خپلې کوټې ترمخ خرپلې شروع کړې، لکۍ یې وځړېده، له وازې خولې یې پرله‌پسې وینې روانې وې…

د باغ دروازه نیم‌کښه شوه، دوه ځوانان ورننوتل، غلي- غلي یې شاوخوا وکتل، د سپي په لیدو یې څېرې وغوړېدې، مخکیني کس شاته وکتل:

ــــ اې یاره، سپی چا ویشتلی، همدا یې ښه موقع ده، ته دې له جېبه خلطې راوباسه…

سپي نیم‌کښې سترګې خلاصې کړې، د خلکو په لیدو یې لکۍ پورته کړه، وخوځېد؛ خو د غپا له‌پاره یې خوله نه ټولېده، سر یې پر ځمکه وڅښېد، نیم‌کښې سترګې یې بېرته پټې شوې.

پای


حلوا ( لنډه کیسه) لیکوال/محمد خالص ادیب

د  وره غنګ شو، برابر ماشوم جومات ته را دننه شو، په لاس کې یې غټ پتنوس رانیولی و، د ګڼو ماشومانو، ځوانانو او سپین ږیرو  په منځ کې کېښود، ګل باران ځان په څادر کې نغښتی و، یوې ـ یوې تسبې اړولو یې په جومات کې مازدیګرنۍ چوپتیا ماته کړې وه، د حلوا  بوی یې حس کړ، ملا تپدانۍ ته لاس ور اوږد کړ، له محراب څخه را روان شو، په ګرمه تبۍ کښېناست، ګل باران پورته شو، دسترخوان یې هوار کړ، په ماشومانو یې سیاست وکړ:

  • کېنئ کرار(قرار)

ملا نصوار تپ کړل، ګل باران هېڅ لاس پرې نه مینځل، د  ډوډۍ په میده کولو یې پیل وکړ، اېخواته وړوکي هلک بل ته په غوږ کې لږ په زوره وویل:

  • اوس به الوکه(حلوا) وخورو

ګل باران بد بد ور وکتل، هغه یې په سترګو کې پوه کړ، غلی شو، مړې مړې سترګې یې  غړولې، په دې وهم کې شو چې اوس مې له خیرات څخه پرې نږدي کله چې نوبت ور ورسېد،  ماشوم راغلو، ده لومړی په خېټه کې د ګوتو په سرونو باندې چوغ کړ، بیا یې په تاو شوي پاستي کې حلوا ورکړه،  په قهرجنه لهجه یې زیاته کړه:

  • واخله الوږه(حالوږه)

ماشوم په مکي ( پاستي)  کې تاو شوې حلوا په جیب کې واچولو، خیټي ته یې لاس نیولی و، په مړه اواز یې ژړل، له  جومات څخه ووت.(پای)


د جرابو غل
(لنډه کیسه)
لیکوال: نورالله غازي
د سړي جرابې له خپل ځای نه بې درکه شوې وې، ښځې کړکۍ، الماري، د توشکونو خوا…پسې ولټول، خو جرتبې پیدا نشوې. سړي په غوسه وویل:
ـ  دا څنګه کور ده، چې جرابې پکې ورکېږي؟ بخارۍ ته مو نه وي اچولی، ستن خو نه ده چې نه پیدا کېږي؟!
ښځه سرګردانه یو خوا او بل خوا پسې ګرځیده، سړی ګوزیدو.
ځوان زوی یې د پلار غوسې ته زړه تنګ شو، ویې ویل:
ـ چې نه وي، اوس مې مور څه وکړي، د خوراک شی خو نه دی چې ویې خوري، واخله زما جرابې پښو کړه!
سړي ځوان ته په غوسه وروکتل، خو چې ځوان د توشکې لاندې خپلې جرابې راخیستې، نه وي، حیران شو، په داسې حال کې چې مور و پلار ته یې په حيرانۍ کتل، وویل:
ـ په خدای همدا نیم سات مخکې مې سره غوټه کړې او دلته مې کېښودې…..!
ځوان د مور پښو ته وکتل، جرابې یې نه وې په پښو، په موسکا یې ورته وویل:
ستا جرابې چیرته دي، داسې نه وي چې ستا جرابې ام پيريانو وړي وي…
ښځه په خندا شوه، لږ ځنډ وروسته یې د دروازې خوا ته د تو��ک خوا پورته کړه، میړه او زوی ته یې په حیرانۍ وروکتل، په موسکا یې وویل:
زما جرابې ام نشته….
 له دې سره ټول حیران شول. ځوان وویل:
ـ  دا څنګه کس و، چې له کوره یې یوازې جرابې غلا کولې؟
سړي قهرجنه څیره نیولې وه، ځوان موسک موسک کیدو، ښځه حیرانه وه.
ځوان په موسکا وویل:
ـ  جمیل خو به نه وي پښو کړي؟
مور یې په خندا  وویل:
ـ نه، هغه خپلې ښې ډبلې جرابې لری، دومره لویو جرابو باندې څه کوي؟
ځوان پلار ته وکتل، قهرجنې څيرې یې خوند ورکړ، په ټوکه یې وویل:
ـ نو دا جرابې به چا اخیستې وي، جمیل ام ډېر شوخ دی، هغه پکې پنډوسکه نه وې جوړه کړي….؟
ښځه چې لا هم د جرابو په لټه وه، وویل:
ـ نه، هغه چې ډوډۍ وخوړه، تاسې ونه لیدو، چې لاړو مدرسې ته مې په زور ولیږه….
سړی چې تر اوسه غلی او چورتي ناست و، وویل:
ـ ولا همغه پدرنالتي کې کار دی، تا چې له مدرسې ورته وویل، له هغه وروسته همدلته سره سغړیدو….
لږ ځنډ وروسته یې لاسي ساعت ته وکتل، پورته شو، بې جرابو له کوره ووت.
مازديګر مهال جمیل په ګډا او سندرو کوټې ته راننوت، لکه له زندانه چې راخلاص شوی وي، سيپاره او د مدرسې وړوکی کتاب یې په کړکۍ کې کېښودل. مور یې ناڅاپه پښو ته ورته وکتل، خپلې جرابې یې پښو وې، خو پښې یې ډبلې ښکاریدې، مور یې ورنږدې شوه، د پرتوګ پاچه یې پرې پورته کړه، د خپلو جرابو لاندې جرابې یې تر زنګنو رسیدلې وې.
له دې سره ټس شو، ماشوم د مور کلکه څپيړه په مخ وخوړه، سر یې له ديوال سره ولګيد، دواړه لاسونه یې سر ته ونيول، لکه سر چې له نورو ګوزارونو ساتي، ژړا یې زور واخیست.
 مور یې په غوسه ورته وویل:
ـ همدا پښې دې غبرګې ماتې شه، داسې ګز واوره تله ده، چې شل جوړه جرابې پښو کوې….
دروازه وازه شوه، سړی راننوت، د ماشوم ډبلو پښو ته یې وکتل، خندا ورغله، ماشوم دواړو ته په ویره کتل، مور یې په غوسه ورته وویل:
ـ  ولې دې دومره ډېرې جرابې پښو ته اچولي؟؟
ماشوم پلار ته وکتل، د جمپر په شلیدلي لستوڼي یې پوزه پاکه کړه، په ژړا یې وویل:
ـ قاري صیب مې هر وخت پښو ته په لښتو وهي….
نور سلګیو واخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب