شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرد ایمل مړوند څو غزلونه

د ایمل مړوند څو غزلونه

ګل مې رسم کړی دی، چینه مې رسم کړې ده

بس د زندګۍ یوه شیبه مې رسم کړې ده

اوس ورسره ټوله شپه لمن، لمن کیسې کوم

ځانله په دېوال د چا څېره مې رسم کړې ده

زه ددغې دور عجیبه شان مصور یمه

ښار مې رسم کړی، هدیره مې رسم کړې ده

دغه یو تصویر مې د خپل زړه په رنګ جوړ کړی دی

شپون مې رسم کړی دی، رمه مې رسم کړې ده

ځانله پرې ټپی، ټپی مړوند ټکوره ومه زه

ستا رخسار ته ورته سره لمبه مې رسم کړې ده.

ــــــــــــــــــــــــ

هر ښکلی ته مې سترګو کې سلام ساتلی دی

خو زړه مې په دې ښار کې په ډېر پام ساتلی دی

ما تل د هر انسان د پښو خاورې ځان ګڼلی

ما هر وختې د هر چا اخترام ساتلی دی

بلا محبتونه مې دې ښار کې دې شیندلي

سینه کې مې د مینې یو پيغام ساتلی دی

ته چرته يې ته څوک يې تصور کې راسره یې

وجود مې لا تر اوسه ستا په نام ساتلی دی

ماتیږي مې خمار ستا د نظر په خوږلنیو

په سترګو کې دې ډګ د میوو جام ساتلی دی

که ودریږي روان شي له نړۍ نه به باج اخلي

پښتون يې په همدې خبر بدنام ساتلی دی

زما او ستا د مینې انتها ته و، خاموشه

عجیبه نزاکت ګوره ماښام ساتلی دی

بس یو ځل مې بنګړي د چا مړوند ته وو راوړي

تراوسه مې په ځان دغه الزام ساتلی دی

_____

یمه ژوندی خو، په قبرونو باندې شپې کومه

زه هره ورځ د قامتونو جنازې کومه

له دې نه وروسته په دې ښار کې لکه مړی ګرځم

زه له کفنه په ژوندون ځان ته جامې کومه

هغوی په تمه دي زما د اندامو ایرو ته

اور مې اخیستی دی، سوزیږمه، لمبې کومه

وخت به ضرور راته سزا د بې غورۍ راکوي

چې انتظار، رانه د تللې قافلې کومه

تر څو چې کاڼي ځان سره ښار ته راکوز نه کړمه

په دغه غره کې اوازونه تر هغې کومه

ــــــــــــــــ

ځمکه يې پښو لاندې روانه ده اسمان ولاړ دی

د خپل ارمان غوندې خاموشه یو انسان ولاړ دی

کاڼی مې لاس پورې نښتی کنه ولم يې پرې

په اینه کې مخامخ راته خپل ځان ولاړ دی

د چا دیاد غم رانه مه اخله قادره خدایه!

د سینې فصل مې د اوښکو په باران ولاړ دی

سترګې مې نه وې له هوا به مې غیږ ژر تاوه کړه

چې چا به تش ویل په مخکې دې جانان ولاړ دی

ددې نه هم شته دی د جبر بې وسۍ انتها

دربار يې لوټ شو او پاچا ورته حیران ولاړ دی

نمجنو سترګو کې یې څرک د کامیابۍ نه ښکاري

مړوند د خپل ژوند په یو داسې امتحان ولاړ دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب