د ښکلا له نوم سره مو سملاسي د ذهن سترګې پر يو ښکلي انسان لګېږي. خو داچې ذهن فردي دی نو د ښکلا خوښونې معيار يې هم فردي دی. ليکن موږ په فردي ذهن سربېره ټولنيز يا مشترک ذهن هم لرو، مشترک ذهن په ډېرو دا ډول مسايلو کې لکه ښکلا چې ټولمنلی تعريف نه لري يو نسبي منلی تعريف لري. سره له دې چې د ښکلا ټولمنلی تعريف نشته خو هروخت چې ټولنې ته د ښکلې مخ او مناسب جوړښت لرونکی انسان وړاندې شوی هېچا يې هم له ښکلا انکار نه دی کړی نو ويلی شو چې دا د ښکلا نسبي ټولمنلی تعريف دی. که څوک ووايی، چې دا خو يوه مشخصه ښکلا شوه او په يو شخص پورې محدوده شوه نو موږ وايو چې د ښکلي ټولمنلي انسان مثالونه حتی په زرګونو وړاندې کولی شو. په همدې ډول د طبعيت د ښکلا مثالونه هم درواخلی.
ځينې کسانو د غړو تناسب ښکلا بللې. (خو د غړو تناسب په خپله ښکلا نه شو بللی بلکې د غړو تناسب د ښکلا مظهر دی، هغه که په انسان کې وي او که په طبعيت کې)، ځينو نيکي/ ښه خويونه ښکلا ګڼلې او ځينو نورو بيا زړه د ښکلا زرکاڼی ګرځولی.
خاطر افريدی وايي:
زړه په دې نه دی چې ناولی مخ دی
چې کوم يې خوښ شي هغه ښکلی مخ دی.
کاظمخان شيدا وايي:
چې له ښاخ سره وفا پالي په اور کې
لا تر ګله يم مين د ګل په خار زه.
الله تعالی فرمايي؛ د التين سورې د څلورم ايت ژباړه:
يقيناً چې انسان مو په ډېر ښکلي صورت سره پيدا کړی.
د پورتني ايت په ضمن کې د مطلق انسان په ټولو اړخونو خبرې کولی شو؛ يعنې د انسان د ظاهر، باطن جوړښت او خويونو/ کړنو په ښکلا پوره پوره غږيدلی شو. مطلب داچې د ښکلا کلمه پراخ مفهوم لري، چې په يوه لنډه جمله کې يې تعريفول که ناممکن نه دي خو خورا سخت کار دی.
په ديني لارښوونو کې د ظاهري ښکلا په اړه هم ځانګړې لارښوونې لرو؛ د واده لپاره د مناسبې پېغلې په څلورو انتخابي صفتونو (تقوا، مال، نسب، ښکلا) کې د ښکلا صفت هم شامل دی.
پوښتنه داده چې د ښکلا بشپړ يا ټولمنلی تعريف ولې نشته؟ يا داچې پورتني تعريفونه ولې ټولمنلي يا بشپړ نه دي؟
اصلاً پوښتنه دا نه ده چې په پورتنيو تعيرفونو کې ټولمنلی تعريف ولې نشته؟ بلکې پوښتنه داده چې پورتني تعريفونه هر يو کومه ـ کومه ښکلا راپېژني؟ او تر دې مهمه پوښتنه لا داچې ايا دوی بشپړه ښکلا تعريف کړې او که د ښکلا بېلابېلې برخې يې بيان کړې؟
ځواب دا دی څوک چې د غړو تناسب ته ښکلا وايي هغوی د شيانو يا انسانانو ظاهري ښکلا ته متوجې شوي.
څوک چې ښکلا نيکي بولي د هغوی پام د انسانانو خويونو/ کړنو او د شيانو فطري ښېګڼې ته اوښتی.
او څوک چې ښکلا د زړه په خوښه پورې تړي هغوی خپلې مينې مقابل طرف ته په مشخص ډول ځير کړي.
که څوک ووايي چې د ښکلا وړاندې شوي تعريفونه دې هم تجزيه کړل، بل تعريف دې هم وړاندې نه کړو او خبره دې لا پسې ورانه کړه نو زه وايم چې ښکلا يا بشپړه ښکلا [د غړو له تناسب سره د نيکۍ/ خير له يو ځای کېدو راڅرګندېږي يعنې چرته چې تناسب او نيکي وي نو بشپړه ښکلا ورته ويلی شو]
که څوک ووايي چې غر ښکلی دی، سيند ښکلی دی، ځنګل ښکلی دی، شعر ښکلی دی، خبره ښکلې ده او… خو د دوی نيکي کومه ده؟ نو زه وایم چې غر، سيند، ځنګل او… يو هم بې نيکۍ/ بې خيره نه دی او ظاهري ښکلا يا د غړو تناسب خو يې تا خپله ثابت کړو نو دلته بيا هم د غړو له تناسب سره نيکي/ خیر يو ځای شو. که ووایی چې د ځنګل، غر، سيند او… غړي او د غړو تناسب کومه دی؟ نو زه وايم چې د سيند رڼې، تېزې او ډېرې بهيدونکې اوبه، د اوبو شور، د اوبو ډېروالی يا کموالی، کنارې او … د سيند غړي دي او داچې تاته ښايسته ښکاري نو دا د يو طبعي يا موضوعي تناسب له امله ښایسته ښکاري. په همدې ترتيب غر، ځنګل، شعر، وينا او … هم درواخله.
بل مثال: يوسف(ع) د غړو له تناسب (چې ظاهري ښکلا ورته ويلی شو) ترڅنګ نيکي/ خير(چې د باطني ښکلا ظهوريا ثبوت ورته ويلی شو) هم لرلو. د يوسف(ع) ظاهري ښکلا زليخا متاثره کړه او خير يا باطني ښکلا يې باچا اغېزمن کړ نو يوسف(ع) د بشپړې ښکلا يو عادي مثال و خو حضرت محمد(ص) د بشپړې ښکلا يو بشپړ مثال و، هم يې د غړو تناسب لرلو او هم يې پوره پوره باطني ښکلا/ خير ښېګڼه لرله.
خبره مو د ښکلا کوله خو ډېره اوږده شوه، رالنډه به يې کړو، کاظمخان شيدا په پورتني شعر کې وايي چې دی د ګل پرتله په ازغي ډېره مينه کوي. ولې؟ ځکه چې ګلان له ګلبوټي سره تر یو محدود وخت پورې وي خو ازغي ان د ګلبوټي د وچو لرګو د سوزيدو په وخت کې هم ورسره وي، دې صفت ته فطري وفا ويلی شو نو شيدا د بېوفا انسانانو تر ظاهري ښکلا د نورو وفا ته چې ظاهري ښکلا نه لري او د ازغي غوندې وي ترجيح ورکوي خو زه وايم چې څوک يا څه شی به هغه وخت بشپړه ښکلا ولري، چې هم ښکلې څېره، ښه بڼه، مناسب جوړښت/ د غړو تناسب ولري او هم باطني ښکلا/ ښه خويونه ولري.
۷ دلو ۱۳۹۸
حيدرآباد – خوست