شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهتوپير (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

توپير (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني

د روغتون په انتظار خونه کې يې په لرګينه چوکۍ اړخونه بدلول، د روغتون سپين سرې خدمتګاره ور غوږ ته شوه.

زويه اندېښنه مه کوه! خداى به هر څه په خير سم کړي، دا د څوم اولاد دى؟

سړي په اندېښنه سر اوچت کړ

 پينځم… ټولې لوڼې دي. کاش چې خداى دا ځل زوى راکړي.

سپين سرې لږ  جدي او غوسه  شوه.

هى زويه! دا څه وايې، لور او زوى يې چا په کې را اېستلي، هېڅ توپير نه لري، په دې خبره ګنهګارېږې، د خداى غضب به درباندې نازل شي…

سپين سرې د زوى او لور د برابرښت په اړه خبرې کولې چې د دهليز په کونج کې له لګېدلي وړوکي لاسپيکر غږ وشو.  سپين سرې په منډه ولاړه او يوه شېبه وروسته بېرته هغه کس ته راغله.

مبارک شه! په خير تېر شو، د اولادونو مور رکه روغه ده او …

سړي خبره ورپرې کړه

ياني بيا هم نجلۍ ده؟

سپين سرې د هو په دود سر وخوځاوه او د سړي په جيب يې سترګې وګڼدلې.

زما زېرى…

يوازې درې سوه اوغانۍ که هلک وى، بيا مې اووه سوه افغانۍ درنه اخيستې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب