یکشنبه, مې 5, 2024
Home+دا/ اجمل پسرلی

دا/ اجمل پسرلی

نن یې تلین دی. کوروال هدیرې ته تللي دي. زه ایسار شوم، په هدیره کې مې زړه په تنګیږي، د تیر ژوند فلم مې په ذهن کې چالانیږي.

 درې کاله مخکې دغه د ناستې کوټه داسې نه وه، که دا وای اوس به یې څه ویل چې دا شیان سم ایښودل شوي که نه دي؟

بالاخانې ته وختم. په تحویلخانه کې مې پخواني کتابونه او کتابچې واړولې راواړولې. هاغه کتابچه مې ومونده چې دې خپلې لور ته اخیستې وه. کتابچه سپیره وه:

«په دې بنده کوټه کې خاورې له کومه شوې»

کتابچه مې پرانیسته. په یوه پاڼه کې مرغۍ رسم شوې، بیا څو پاڼې سپینې دي، په بله پاڼه کې بې پاڼو ونه انځور شوې. د خاورو ګړز ته ټوخي پسې واخیستم. کتابچه مې راسره راواخیسته. د ناستې په خونه کې د لوښو المارۍ ته تم شوم:

« په دې دریو کلونو کې به څومره لوښي مات شوي وي؟»

«دې ډوډۍ په څه کې خوړه؟»

د یوه بیشقاب ژۍ لږ څه الوتې وه، هغه مې راپورته کړ:

« دا زوړ دی کله چې به میلمانه و، دی به هاغه سپیره بیشقاب خپلې مخې ته ایښوده…همدا لکه چې د دې و»

بیشقاب مې کیښود. په تشه کوټه کې لکه د تالندې ګړمب شو. کړکۍ ته ورتیر شوم. د پردې ژۍ مې جګه کړه. یوه مرغۍ په ونه کې غونجه منجه ناسته وه:

«دا به دې ته څرنګه ښکاریده؟»

په هاغه ورځ چې شنه کوتره زموږ کورته راغلې وه او غاړه یې لمر ته رنګارنګ ځلیده ما پوښتنه ترې وکړه چې څرنګه ده؟

شونډه یې په غاښ کړه…

 د پردې ژۍ مې پریښوده د میز پر سر مې ایښې کتابچه بیا راواخیسته. هاغه د مرغۍ د انځور شاته یو ځای کرښې وې، منظمې، بې نظمه کرښې:

«چې دا به څه وي؟»

«کرښې پخې دي د ماشوم د لاس نه دي»

«لکه د قلم رنګ چې خلاص شوی وي»

کتابچه مې کیښوده. په تشه کوټه کې چې کړکۍ یې پورې دي، پردې یې کش دي دا داسې پکې څرخي راڅرځي لکه شمال چې دې کوټې ته راننوتی دی له یوه کونجه بل ته له بله بل ته ځي خو زه یې څیره نه شم سهي کولی…

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب