شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د استاد پسرلي په شعر کې د ژوند شرحه

د استاد پسرلي په شعر کې د ژوند شرحه

همت عمرزوی

د لویو فکرونو خاوندان د ژوند د موخې، ارزښت او پایښت په اړه خپل برداشتونه او تعبیرونه انساني ټولنو ته وړاندي کوي، ژوند کوي، ژوند ته ګوري او ژوند تشریح کوي. د دوی د فکر کشف دغه ځواک لري چې نورو انسانانوته د زنده ګی نامريي او ناپېژنده اړخونه په ډاګه کړي. انسان د فکر په لرلو سره ممتاز دی. هرانسان فکرلري خو هر عادي انسان د فکري او شعوري ریاضت تر لوړو پوړیو نه رسېږي. د ځينو متفکرو انسانانو دغه قوه د خدای تعالی ج د تخلیقاتو، چې انسان او جهان يې په سر کې راځي، په اړه د کره او ژور فکر تر سنجشه رسېدلې او آزمایلې ده. د لویو فکرونو د تفکري نچوړ پایلې او اخستنې تر مونږه راسېږي او د فکر په سترګو لوستل کېږي. مونږ دغه شان فکرونه د معرفت د لا درک په پار بیا بیا لولو.

په اوسني بحث کې د دغسي یو لوی شاعر د شعر پر پېغامونو تم کېږو چې د ده د لوړ هنر پر زرینه نړۍ کې ژوند لا ښه وپېژنو. د استاد محمدصدیق پسرلي استادانه او شاعرانه لیدلوری د ژوند په اړه تر شننې او ارزونې لاندي نیسو.

د ژوند ښکلا مې غوښته هرڅه کې

په لمر، سپوږمۍ او په سین ، په غره کې

خو دا وه پټه زما له سترګو

زماپه خیال او زماپه زړه کې

استاد په هر څه کې د ژوند ښکلا ګوري او لټوي، د طبیعت ښایست ته له خپل لیدلوري نظر اچوي اوپه دې هنري فن پارې کې عجیب جالب ټکي ته اشاره کوي. دی راته وايې چې د ژوند ښکلی خوند اورنګ ستاسو په زړه او ذهن کې پټ دی اوبس، دا که تاسو له دې خوند او رنګ سره هر ډول چلند کوئ هغه مو خپل کار دی، خو د ژوند د ښکلا ورکه پر بل بازار مه پلټئ، اوپه ظواهرو کې د فکر سترګي مه بوختوئ.

ژوندون ښایست دی ځمکه فضا هم

غرونه، درې او دښت او دریا هم

بېګاه چې ستوروته هيلې شمېري

د ځوانۍ ځوان ژوند ښکلی شي لاهم

ژوند ښایست دی او د دې ښایست څخه د جمال برخه وړل شعوري ويښتیا او تفکري ځرکتیا غواړي، هیلي او امیدونه د زړه په کور کې پالل او ورسره جوخت د عمل سینګار سوي جامي وراغوستل د ژوند د لا زلمیتوب او نوي خوږتوب سبب ګرځي. د استاد له نظره د ژوند ماهیت همدا د هیلو ټوکېدل او خوځېدل دي.

هره ذره کې د مینې یاره

ستړی تلاش وي د ژوند لپاره

خوچې پوښتې يې له واړو ورک دی

مفهوم د ژوند اود پایښت لاره

شاعر مونږته وايي چې تاسو د ژوند مفهوم ولې ورک کړی دی؟ دغه مادي تلاش خو تاسو د ژوند له اصیل ماهیت څخه لا پردي او لرې کوي. تاسو خو د پایښت نه بلکه د پوپناکېدو پر مسیر ور روان سوي یاست. ژوند خو د الهي عشق ناپایه تلوسه ده، ژوند خو مینه، ښېګڼه او د انسانیت په غوره جوهرکې اوسېدل اولوبېدل دي، د ژوندون مرام خو وجداني خوښي او روحي آرامتیا ده، د هغه بل سفر د مزل لازمه تابیه ده او د ابدي ژوند د بریا او سوکالي لپاره غوره والی او چمتوالی دی، او دا ستړی مادي تلاش د (روانو شګو پر پالنګ) غولوونکی خوب دی.

ژوندون که څه هم تریخ انتظار دی

یو ښکلی غم دی یوښه آزار دی

دا جام چې ډک شي کیف يې تشېږي

نشه يې تنده، کیف يې خمار دی

د ژوندون متضاد اړخونه د ژوند د خوږلت راز څرګندوي، دلته استاد پسرلی څومره ښه هنري، شاعرانه متضاد ترکیبونه وړاندي کوي، (ښکلی غم) (ښه آزار)، دا هغه ماهرانه_ استادانه مفهومونه دي چې مونږ ته د ژوند د نعمت او زوال، هستي او نېستي اوپه ټوله کې د اضدادو د فلسفې مضمون وړاندي کوي. د هر نعمت د زوال نه وروسته چې کومه کیفي تنده د انسان په شعور او لاشعور کې را پيدا کېږي دغه دوامداره لړۍ د ژوند د پايښت راز برسېره کوي. مونږ د حساب څخه د وتلو هيلو او نه شته وو مادي او معنوي پدیدو په انتظار د ژوند پېټی په شا ګرځوو.

ژوند ښایسته دی ښکلې دنیا هم

شپه يې حسینه تنکۍ سبا هم

طِفلي يې یوخوند ځواني یې بل رنګ

زړښت يې بل کیف عدم يې بیا هم

د ژوند ټول بهیر د ښکلا مظهر دی. شپه او ورځ، ماشومتوب او زلمیتوب، پيري او نېستي…، دا په ژوند پورې تړلي ټول عناصر ابدي ژوند ته د ورستنېدو او هلته د روحي هستېدو تمه او تصور راکوي. استاد پسرلی مونږ ته تلویحا” وايي چې نیستي او عدم هم مونږ یو بل جهان ته وړي چې هلته هم د ښکلا کیفونه په روحي بڼه شته دي.

که ژوندون خوب دی مړه هم ویده دي

ترمونږ آرام اوترمونږ سوکه دي

ژوندون امید دی ژوندون تلاش دی

چې دايې نه وي ژوندي په څه دي

دنیا په امید خوړل کېږي. ارواښاد پسرلی د ژوند د پایېدو او بهېدو راز په یون او خوځون کې بولي، ژوند ته د امید ډېوي د هڅو او تلاش په ترسره کولو کې ګڼي. د ژوند مادي چلښت ته د اسبابو شتون اړین دی، ولي معنوي خوځښت ته يې د میني او محبت د حیاتي چیني اوبه حتمي دي. مونږ که د دې دنیا پر ډګر هم هستېږو خو د هغه بل جهان د باقي ژوند په امید دا ژوند زغمو.

د مادې مینه چې يې دایه کړي

بشر پست ذهن فرومایه کړي

وروڼه له وروڼو ډوډی په غلاخوري

همسایه سترګه له همسایه کړي

د ژوند د دې بدرنګ اړخ څومره آسانه تشریح ده! استاد د مادي بدرنګیو او انسان غرق کوونکو مادي مرضونو توره بلا په څومره کره دلیلونو بیان کړې ده او هغه څه چې انساني ژوند پرې پیکه او بد رنګ دی، هغه يې په واضح توګه په ډاګه کړي دي. ژوند تر دغو تېراېستونکو مادي دلچسپيو ورهاخوا نور کیفونه، جذاب رازونه او خواږه اړخونه لري.

ژوندون یو سین دی مونږ يې نېزونه

څوچې دریا وي، وي به موجونه

څپه به سین شي ورکه به نه شي

په مرګ به نه شو بېل له ژوندونه

د ژوند سیند تپاند او بهاند دی، چوپې اوڅپې يې خپل د مد او جزر مزلونه وهي. هو! د ابدي ژوند امتیاز هم له همدې روان ژونده څخه خپلولای او دانسته کولای سو. شاعر راته په دې فاني ژوند کې د باقي ژوند د درک کولو او خپلولو لار راښيې. د ژوند اصلي ارزښت هم د تلپاته معنوي ژوند په بقا کې نغښتی دی.

درځه که پو کړو مینه په زړو کې

ژوند به جاوید شي په ورځوشپوکې

سحربه زانګو د لمر په وړانګو

بېګاه به خاندو په پلوشوکې

د جاویدانه ژوند څرک د میني پر بازار موندلای او خپلولای سو. خالصه معنوي مینه څه وخت منځ ته راځي؟ ځواب: د انساني جسمي او نفساني تمایل توندې تندې ته چې د نفسي تطهیر د ریاضت قناعت ورکوونکي اوبه ورکړو، نو مادي حِرص، شهواني هوا او هوس، نه مړېدونکې مادي لوږه به رامه او تمامه سي، اوبې غرضه مینه به په زړونو کې را شنه سي.

که ژوند پرته له مرګه بل انجام نه لري

عدم هم بې له ژونده بل پیام نه لري

پسرلیه ګوره هغه درمندځای نه دی جنت

دانې چې يې بې توله وي او دام نه لري

پایله اولنډيز:

لوی انسانان پرژوند فکر کوي او خلک هم د لویانو په څېر ژوند کولوته رابولي، د ژوند موخه او معنا ورته تشریح کوي او د طِفلانه ژوند (مادي لذت) څخه يې معنوي لذت ته وربولي. استاد محمدصدیق پسرلی د خپل لوی فکر په لویه غېږکې مونږ ته خورا زیات ګوهري_ فکري حیاتي پيغامونه را پېرزو کوي. د ژوند د ارزښت په باب د ده غوره ژور لیدونه د غور او سپړنې وړ دي، پر لویو فکرونو بیا بیا تفکر د هغوی د لادرک او پېژندني ښه لار ده. استاد په خپله شاعرانه نړۍ کې په تخیلي_ هنري انداز انسان ته ژغورونکي پاخه فکرونه وړاندې کوي او مونږته بویه چې دغه لوی پوخ فکر په ژوره ځېرنه وسپړو او د خپل ژوند د ارزښتمنې لارې د مزل پته ترې واخلو.

دا دوه عالَمه کار اومختصره زنده ګي

خوحیف چې بیاهم تېره شي هدره زنده ګي

بس یوقدم کافي دی چې يې واخلي مردانه

چې زده کړي څوک په عشق کې له شرره زنده ګي

اوبه د ژوندون نه غواړي د میني شهیدان

را اوري يې د ګور له بام او دره زنده ګي

په خپلو اوښکو وینو چې محفل ته بخښو نور

د شمي غوندي راکړه ربه ج غوره زنده ګي

پسرلیه راته ښکاري د وفا په افسانوکې

د هرچاله ژوندون څخه بهتره زنده ګي

په پېرزويني او درناوي

د هنر تلپاته پسرلی|همت عمرزوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب