پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبلنډه کیسهد نیکه ډالۍ| لیکوال: عبدالوکیل سوله مل

د نیکه ډالۍ| لیکوال: عبدالوکیل سوله مل

نیکه مې په سلوتیرکال پښه واړوله خو نیا مې نن سل کلنه شوه .نن ېې دزوکړې ورځ ده. زموږکورنۍ دکالیزو دنمانځنې شوقیان نه دی .په هغو خپلوانو مو هم تل ملنډې وهلي چې  دا پردی دودېې پاللی دی. خو یوه اونۍ د مخه نه پوهیږم له کومه ځا یه دنیکه په سرکې دا خبره راپیدا شوه چې سږبه دنیا کالیزه لکه لوی واده داسې نما نځو.اوله ښاره او کلی به ټول واړه او لوی خپلوان راغواړو. دا موږ ټولو ته هم حیرانونکی او هم په زړه پورې خبرو.

زموږپه لوی بڼ کې له یوه سره تربله قطار کټونه واچول شول.میدان ګرد په لویو کالینو وپوښل شو. د بڼ دمیدانۍ برسرته ېې د ښځو دراټولیدو ځای چمتوکړ. چمبې او لوی ډول هم په دغه ځای کې کيښودل شو.بل سرته زموږ د لوېې کورنۍ د نارینوو لویه ډله داتڼ لپاره ودریده.

د میدانۍ په منځ کې ېې لوی تخت کیښود. .دهغه لپا سه د رنګینو ګلانو څو ګيډۍ کیښودل شوې. په میز د ګلانو په منځ کې په لوی پطنوس کې لوی کیک ، کاچوغه او چاړه کیښودل شوه.په کیک کې ېې ګڼې شمعې ولګولې. دمیزشاوخوا دزامنو ،لمسیانو ،کړوسیانو ، کودیانواو موږ ته دنږدې خپلوانو او دوستانود ګڼو ډالیو امبار جوړ شو. یوازې دنیکه ډالۍ نه ښکاریده . ټول دنیکه ډالۍ ته چې په غوښتنه ېې د نیا دزوکړې دداسې  لوېې کورنۍ راټولیدنې تا بیا نیول شوې ده سترګې په لار دي . انا ېې دمیدانۍ منځ کې دلوی میزترشاه کینوله.

نیکه نا ببره له کټه را پا څيد ،دنیا دمیزدخواته راغئ ، ودرید. دنیا په اوږه ېې لاس کبښود. نیا لکه وبده چې وي ټوپ وهل . نیکه مې په خندا وروکتل :

ـ خوب وړې ؟

نیا مې موسکۍ شوه

سودا دې رااچولې ده

ـ د څه شي؟

ـ ستا دې نخرو ته سودا وړې یم!

نیکه مې سترګې نیغې راوویستې .

ـ کومې نخرې

نیا لربروکتل ،ټوله میدانی او خلک ېې له نظره تیر کړل ، ده ته ېې سترګې ورواړولې،بیا ېې لګیدلو شمعو او کیک ته لاسونه ونیول :

ـ دا نخرې نه دی نو څه دی ، په دې زړښت کې لکه چې بیا دسره ودیږو !

نیکه مې په کټ کټ وخندل . د هغه له خندا سره سم ټوله میدانی خندا واخیسته . نیکه مې لاسونه وپړکول . دهغه په بدرګه ټولو راټولې ډلې داسې د خوښۍ لاسونه وپړکول لکه نیا چې کومه لویه جا یزه یا لوبه یوسي. نیکه مې په کیک ولاړو لګیدلو شمعو ته سترګې ونیوې . انۍ ته ېې په ځیر وروکتل ،شمعو ته ېې اشاره وکړه ، په خندا ېې وویل:

ـ اوس دې نو زوروښا یه چې په څو پوکیو ېې وژنې !

نیا مې دې ته مخامخ ناستو وړوزړو ته حیران وروکتل . بیا ېې لګیدلو شمعوته سرټیټ او دمخه کړ، نیکه ته ېې دسترګو له کونجووروکتل، موسکه شوه :

ـ زه خو همدغه نخرې زاړم ، زړه کې هغه زوراو دم چیرته پاتې دی!

او له دې سره ېې شمعې یوه په بله پسې په وار پوه کړې . د میدان له هره لورې چیغې پورته شوې :

ـ خوشحاله کلیزه

ـ کلیزه مبارک

په دې پسې د کیک د پریکولو وار راورسید. نیکه مې دمیزله سره وړه چاړه راواخیسته . نیا ته ېې ونیوه:

ـ اوس نو د کیک وار دی. پریکوه ېې شا ه بس

نیا مې کیک هم څو ټوتې کړ. خو لې ته ېې وی وړ . وروسته ېې یوه لویه ټوټه نیکه ته ونیوه. دکیک د پریکون سره سمدستی په بر سر کې ښځې یوه په بل پسې ګډا ته راپا څیدې ، یوې ډول غاړې ته واچاوه .نورو په چمبو وهلو لاس پورې کړ. په بل سرکې ځوانان اتڼ ته راپورته شول او په لویه میدانۍ کې ېې داسې مست اتڼ شروع کړتابه ویل دپاچا په وړاندې د استقلال ورځ نما نځي. خو ګړۍ تیره نه وه  چې نیکه لکه لوی بولندوې سازاو اتڼ ودراوه او ټولو ته ېې پخپلو ځایونو د ناستې بولنه ورکړه. پخپله بیا د نیا سره ودرید.

په لوړ آوازېې وویل:

ـ اوس به زه زروجانې ته خپله ډالۍ ورکوم .

موږ ټول خپل خپلوان د نیکه په دې خبر هک پک شوو ، یوه بل ته وکتل . ځکه موږدنیکه مخې ته هیڅ شی نه لیده ، ناببره نیکه د خپل واسکټ جیبه ته لاس ننویست ، خو دمخه ددې چې له جیبه څه راوباسي . ټول خلک ېې بیا له نظره تیروبیرکړل. نیا ته ېې سترګې ونیوې :

ـ زروجانې

انا مې چې دې حیرانونکې نمانځنې ته سودا وړې وه ،مړاوی وروکتل . نیکه مې له جیبه دسروزرو یوګرانبیه ټیکلی راوویست . نیا ېې له مټه راونیوه ، نیغه ېې ودروله . د هغې د جیبه لپا سه ېې په لاس کې نیولې سوغات وټومبه .موږ ټولو دنیکه دې ډالۍ ته داسې کتل لکه د کوم ملک ملکې ته چې څوک په سر دسروزروجوغه ږدي. نیکه له ټولو ځوان کودی ته لاس ونیو :

ـ ته راشه بچو!

هغه لکه دپاچا امر چې واوري په منډه ورغئ . نیکه دنیا ډالۍ ته لاس ونیو:

ـ اوس په لوړ آواز دا ولوله او دوی ته ووایه چې دا دڅه شي مډال دی. هغه د نیا مخې ته ودرید . د مډال په لیک ېې سترګې ښخې کړې. خلکو ته ېې مخ واړاوه ، په لوړ آوازېې وویل :

ـ دپوهنې او زغم مډال

ټول خلک یو له بل سره د داسې مډال په تعریف ګډشول . هریو د نیکه دې انتخاب ته په فکر کې لاړـ او ددغه غوراوی دانګیزې په لټه ېې له یوه بله پوښتنې پیل کړې . خونیکه په لوړ آواز دا پوښتنې زرپخپله ځواب کړې:

ـ پوهیږئ چې ولې مې دا مډال ورته غورکړ؟

لاس ېې مشرې لور ته ونیو. بیا ېې د نیا په اوږه لاس کیښود.

ـ ددې مکتب ، فاکولته او ډاکتري دهمدې زیل وو. که زما په خوښه وای اوس به ټول زما په څیر انپړه وای .

برسرته ناستو وریرونو ته ېې لاس وښوراوه:

ـ تاسو راشئ !

وریرونه ېې لکه سرتیری په منډه خواته راغلل. نیا ته ېې مخ وړاوه ،بیا یی وریرونو ته اشاره وکړه . وی ویل:

ـ تاسو هم دې ته دعا کوئ. دنیا ته ددې اجا ڼۍ له برکته راغلی یاست . خدای مو پلار وبخښه څو ځلې مې ورته ټوپک ونیو خودې به مخې ته ځا ن راوچاوه .

نیکه مې وریرونو ته وموسید:

ـ پلارموتاسو غوندې آرام سړی نه وو. چې چيرته خراب کار وو سرېې ترې نه غړاوه . نه جوارې ترې پاتې وه او نه بدمعاشي.

وریرونه د نیکه په دې خبره وریږدبدل ، سرونه ېې ټیټ ونیول . نبکه مې له بڼ پورې غاړه لیرې لوی کلیوالی ښوونځی ته لاس ونیو، دنیا په سر ېې لاس کیښود. خپلې لور ته چې اوس لویه ډاکټره ده او خپل ددرملنې لوی روغتون لری وکتل . بیا ېې ښوونځي ته اشاره وکړه:

ـ پوهیږئ ، دا ښوونځی هم ددې حا جا ڼۍ برکت دی. کله چې ډاکترې ښوونځی خلاص کړه . یوه پښه ېې په بله کې کیښوده چې د ثواب لپاره به خامخا یو جریب ځمکه ښونځي ته ورکوم چې د کلی ما شومان نور لیرې ځای مکتب ته لاړ نشي.

بیاېې غوږونونو ته لاس وروړ.

ـ توبه خدایه، توبه ،توبه…. کنه ما خو هغه ځمکه جوما ت او مدرسې ته بیله کړې وه.

نیکه له دې وروسته د نیا د نیکو اوصافو، کارنامو،زړه سوي ،مهربانیو او زړورتیا په اړه لکه د پوهنتون وتلی استاذ پوره او ښه اوږد لکچر ورکړ، دهغې ډیرې خاطرې او یادونه ېې له موږ ټولو سره شریک کړل . هغه کیسه ېې وکړه چې څنګه دنیکه په لویه کلا غل راوخوت او دې څنګه څو چې نیکه رابیداریده په ټوپک وویشت. څنګه ېې نیکه ته مشوره ورکړه چې د کلی دبل خان سره پخوانی دښمنی په دوستۍ واړوي . څنګه دنیکه د اجازې او خبرتبا پرته د کلی د غریبو خلکو داد ته رسیده او هیڅوک ېې بې لاسنیوی او مرستې نه شړل. څنګه ېې د میلمنو عزت او قدر کاوه او هرچیرې ېې د خوندورپخلي صفتونه کبدل. که څه هم دنیا د خوشالۍ پروګرام ونه غزید او دنیا دتعریف په اوږده لکچررالنډشو. خو دنیکه د لوېې کورنۍ دهر غړي په زړونو کې د نیا ددرناوی او احترام لپاره نوی تخم وکرل شو او

او هغه ېې د زړورتیا او مهربانۍ په یوه سمبول واړوله .

دنیا دا ډول نمانځې زموږ په سیمه کې یوه لویه هنګا مه جوړه کړه . له دې وروسته نه یوازې په کلیو او بانډو کې دا له نورو ملکو راغلی دود((دزوکړې نما نځنه )) په یو ارزښت او درنښت واوښت . بلکې یو دبل په سینو د مډالونو د ټومبلو دودهم یو عام واقیعت وګرځیداوښه تود بازارېې وموند. نن سباګرد میړونه خپلو وفادارو میرمنو ته په مختلفو منا سباتونوکې د ګرانبیه غاړکیو او هارونو په ځای دمینې مډالونه رانیسي . پلرونه خپلو هغه زامنوته چې د خپلو تربرو په وژنه کې میړانه کوي د شجا عت مډال ورکوي . دماډالونو دودد ورانکارانوپه منځ کې هم  عام شوی دی . زړورغل ، ماهرجوارګر او بې رحمه قاتل هم  په ډول ،ډول مډالونمانځل کیږي.. له دې اخوا هغه سپیو ته یی هم په غاړه کې د میړانې مډالونه اچولی دی چې په نیمه شپه ېې کورنو ته د اوښتو پر وخت غله داړلی دی.

د مډالونو دا ډول ویش او عامیدنه یو عام فرهنګ ګرځیدلی دی. ځکه خو ورځ تربلې د مډالونو د تولید فابریکې مخ په زیاتیدو دی او ګڼ سوداګرو ته ېې د ګټې ښه چانس ورپه برخه کړی دی.

د سترګو په رپ کې دنیا په کلیزه یو کال تیرشو. نن مې بیا د نیا د زوکړې ورځ ده . دې کال کې هم د تیر په څیرددغې ورځې دنمانځنې تیاری نیول شوی دی. خونیکه مې د تیر په څیرخوشاله نه دی. ځکه خو چې څنګه

نیا شمعې پوه کړې او کیک ېې پرې کړ، نیکه مې نیا له لاسه راونیوله . نیغه ېې ودروله ، نیا او موږ ټول د نیکه نوې ډالۍ ته دهغه لاس او جیب ته سترګې ونیوې چې نیکه به مې دا ځل نیا په کومه ډالۍ نازوي. خو دا ځل نیکه جیب ته لاس دننه نه کړ. نیا ته یی په خندا وروکتل . لکه څوک چې د چا څیره په ځیر ګوري او یا یی دتالاشۍ په کومه پوسته کې تالاشي اخلي ، دنیا مخې ته ودرید. د هغې په اوږو ېې دواړه لاسونه کیښودل . نیا تکان وخوړ . دهغه لاس ېې کلک ونیو:

ـ څه کوې ، بیا کوم پیریان درباندې راغلل!

موږ ټولو په خټ خټ وخندل . نیکه نا ببره موږته مخ راواړاوه :

ـ تاسو فکر کاوه چې زه به دزرو جان په ټټرنوی مډال بیا راځړوم .

سرېې دنفی په بڼه وخوزاوه.

نه که دزروجان خوا نه بدیدی ما به دا مډال هم دکور په یو صندوق کې ایښی وای.

نیکه لویه ساه واخیسته ،سوړاوسیلی یی وکړ. په لوړ آوازېې وویل :

ـ پوهیږئ ولې ؟

دنیکه دې چلند موږ ټولو ته لویه اندیښنه راوغورځوله . ګردېې د ګڼو فکرونواو سوچونوپه دریاب کې لاهو کړل، خو نیکه مې لکه لویه تیروتنه چې بیرته سموي پخپله خپله پوښتنه داسې ځواب کړه:

ـ دا ځکه چې اوس د هر کس او نا کس په اوږوداسې مډالونه ټالۍ وهي. شمشیرزن او کوستیزن نه دی معلوم .

له دې سره ټول نارینه له خندا شنه راواوښتل خو ښځوټولوله شرمه سرونه ټيټ ونیول . نیکه دښځولورته وکتل . غلی شو لکه پخپله بې ادبه جمله چې پښیمانه شوی وی.

ـ وبخښئ ،

په میدانۍ کې سکوت او چوپتیا واکمنه شوه ،خو نیکه بیرته په خبرو راغئ اوراغلې چوپتیا ېې ما ته کړه:

ـ له دې کبله خو مې پرون په لویه غونډه کې د سرکار دنوې لونګۍ له  سوغا ته ډډه وکړه .

نیا ته ېې مخ ورواړاوه.

زروګلې که داسې کیسې او نخرې نه وای سږ مې نیت وو چې یوه لویه مجسمه دې دلته ودروم.

لندن ـ انګلستان

دغرمې درې بجې د ۲۰۲۰میلادی کال د جولای پینځمه

1 COMMENT

  1. په زړه پوري، ښایسته اوله مفهومه ډکه لیکنه ده. سوله مل صاحب ته د لا زیات موفقیت هيله لرم
    په احترام
    صدیق ظهير

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب