شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبليکوال عبدالقدوس دراني له نړۍ سترګې پټې کړې

ليکوال عبدالقدوس دراني له نړۍ سترګې پټې کړې

راپور: بارکوال مياخېل

د پښتو ژبې مشر ليکوال او ډرامه ليکونکي عبدالقدوس دراني د اګست پر ٢٦مه (٢٠١٣م کال) د زړه د ناڅاپي سکتې له امله د پينځه اويا کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې او د دوشنبې په ماسپښين به په کوټه کې خاورو ته وسپارل شي.

عبدالقدوس درانى د ١٩٣٨م کال د جون په شپږمه کوټې ښار ته نيژدې د «چلتن غرۀ» په لمن کې په «ګلزار کلي» کې زوکړى وو، لومړنۍ او منځنۍ زدکړې يې د کوټې په «اسلاميه هاى سکول» کې کړې وې، په ١٩٦٧م کال کې له «پنجاب پوهنتون» څخه له لوړو زدکړو فارغه شوى او په ١٩٧١م کال کې يې له «بلوچستان پوهنتون» څخه د پښتو ادبياتو افتخاري ډګري تر لاسه کړې وه.

ارواښاد دراني له ١٩٧١م تر ١١٩٧٤م کاله پورې د بلوچستان د عامه اړيکو په څانګه کې د اطلاعاتو د مرستيال مشر دنده تر سره کړه او بيا يې له ١٩٧٤م تر ١٩٩٥م کاله پورې د راډيو پاکستان د کوټې په څانګه کې د پروګرام جوړوونکي (پروډيوسر) دنده تر سره کړه او له ١٩٩٥م تر ١٩٩٨م کاله پورې په همدې دولتي راډيو کې د پروګرامونو منېجر وو او د ١٩٩٨م کال په جون کې يې تقاعد واخيست او بيا يې د ١٩٩٨م له اګسته د ٢٠٠٥م کال تر اپرېل مياشتې د راډيو پاکستان کوټې څانګې د څارونکي سلاکار غيررسمي دنده تر سره کړه.

عبدالقدوس دراني پخپل ادبي او ژورناليستيک ژوند کې تر لسو زيات پښتو، اردو او انګرېزي کتابونه ليکلي چي په هغوى کې ډېر يې چاپ شوي دي. «زموږ ژواک»، «شاغاسي اکا»، «پشتون کلچر: اردو»، «پشتون کلچر: انګرېزي»، «رحمان بابا يوه جايزه»، «وزيراعظم شاه ولي خان پوپلزى: اردو»، «کيسې او کيسۍ: د ماشومانو ادب»، «زما وينه، زما مينه: ژوندليک» او «اناګو: پرله پسې راډيويي ډرامه، لومړى ټوک» کتابونه يې چاپ دي او «اناګو: پرله پسې راډيويي ډرامه، دويم ټوک»، «ننداره: طنزيه خاکې» او «بلوچستان کے پشتون قبائل: اردو» يې ناچاپ کتابونه دي.

د ارواښاد عبدالقدوس دراني «زموږ ژواک» کتاب د «بلوچستان پوهنتون» د پښتو ادبياتو په نصاب کې هم شامل دى، چي په پښتنو کې د کږنو او لرغونيو باورونو په اړه يې ليکلى دى. «پشتون کلچر» اردو کتاب يې د «سيند پوهنتون حيدراباد» په نصاب کې شامل دى او همدغه کتاب يې د «رايټرز ګلډ لاهور» له خوا په ١٩٨٢م کال د کال غوره کتاب ګڼل شوى دى. ښاغلي دراني ته په ١٩٩١م کال د کوټې په لومړي نړيوال پښتو کنفرانس کې د سرو زرو مډال هم ورکړل شوى دى.

عبدالقدوس دراني هندوستان، بنګله دېش، افغانستان، ايران، تايلېنډ، ماليزيا، سعودي عربستان، سنګاپور، نيپال او سوريې ته سفرونه هم کړي دي. نوموړي دوه ودونه کړي وو، لومړى واده يې د ١٩٦٢م کال په نومبر کې کړى وو چي له هغه يې درې لوڼه او يو زوى پاته دي او اته کاله مخکې د ٢٠٠٥م کال په سپټمبر کې يې د راډيو پاکستان کوټې څانګې له پروډيوسرې ملالۍ کاکړ سره د مينې واده وکړ، چي له هغې څخه يې يوه لور ده.

عبدالقدوس دراني د اګست پر پينځويشتمه نېټه د کوټې د پښتو اکاډمۍ په ټاکنو کې هم برخه واخيسته او د سهار له لسو بجو تر ماښامه پورې هملته له خپلو همځوليو او ځوانو ليکوالو سره يې په خندا- خوشالۍ ادبي وراشې، ټوکې او خنداوې کولې، خو ژوند نوره وفا ورسره ونه کړه او دا يې له خپلو دوستانو سره وروستى مجلس او د اګست پينځويشتمه يې د ژوند وروستۍ ورځ شوه او له دې فاني نړۍ يې سترګې پټې کړې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب