جمعه, مې 3, 2024
Homeکلتورخاطرهبې عقله خر او جګړه/ساده خبارخېل

بې عقله خر او جګړه/ساده خبارخېل

پوهان وايي په څارويو کې عقل يا شعور نشته. کوم څه چې ځناور ترسره کوي په طبيعي توګه يې ترسره کوي. داسې لکه ونې بوټي چې اوبه  جذبوي، سترېږي او مېوه نيسي. د پوهانو له خبرو داسې ښکاري چې د خره په ګډون ځناور ګرځنده ونې بوټي دي، چې د مېوې د نيولو پر ځای نور کارونه ترسره کوي او يا يې خلک ورباندې ترسره کوي. په ځناورو کې به شعور نه وي خو په کېسو او نقلونو کې د ځناورو تر منځ د چلاکۍ او بې عقلۍ توپيرونه څرګند دي! مثلاً: په کېسو کې اورو چې ګېدړې د خپلې چلاکۍ پر اساس چرګ يا بل ځناور ته داسې  فريب ورکړ. او خر يا کوم بل بې عقله ځناور يې په يو نه يو ډول خطا کړ! خير که څوک ووايي چې دا خو افسانوي سبموليکې علامې دي! خو موږ وايوو چې ولې او په کوم اساس يې ځينې  ځناور د هوښيارۍ او ځينې يې د بې عقلۍ سمبولونه ګرځولي؟

په هر صورت موږ د ځناورو په عقل پسې نه ګرځو!  خو د خره کړنې او نوم د تفکر او تامل وړ دي! له يو ملا څخه مې په خپلو ګناهګارو اوريدلي چې خر په شپه ورځ کې شاوخوا (۲۵۰۰۰) واره  خپل خالق يادوي.  مګر له ملا نه مې چې کله دليل وغوښت، ځواب يې دا و:  ويې منه که اوس خو نور ورباندې پوهېږم خو په کوم کتاب کې همداسې مې لوستلي. ولې دغې ملا څو ورځې وروسته راته وويل؛  د شپې ورځې (۲۴) ساعته چې په دقيقو او سنيو کې ضرب کړې (۸۶۴۰۰) سنيې ترې جوړېږي دغه سنيې چې په (۲۵۰۰۰) وويشل شي (۳.۴۵۶)  يې رسېږي نو په دې حساب  خر تقريباً په هرو دريو سنيو کې يو وار ساه اخلي. د تخليقاتو د علم  له مخې د خالق او د تخليق داړيکو په برخه کې دغه هر وار ساه اخيستل د خالق  د ذکر په مانا دي!

خر چې هر څه دی خو بس خر دی. خر د خلکو تر منځ د عامو کارېدونکو سمبولونو له ډلې څخه د بې عقل او ناپوه ټولمنلی سمبول دی. که په کوم چا کې د انسانيت لپاره اړينه د عقل پيمانه نه وي او يا څوک د بشريت سره غير مناسب د بې عقلۍ کار ترسره کړي خلک ورته وايي چې پلانی (…..) دی. يعنې بې عقل دی. خو نور خلک بيا همدا خبره په بل ډول اشارتاً  کوي. که څوک د انسانيت له دايرې ووځي خلک په اشاري توګه ورته وايي؛ ايله لکۍ يې نشته.

تراوسه د خره کوپړۍ چا عمليات کړې نه ده چې ګني د ده مغزه يې ليدلي چې ګواکي عقل پکې نشته، نه داسې نه ده. بلکې دی د خپلو کړو وړو له عمله بې عقله بلل کېږي.  د خره نوم چې هرڅوک واوري په ذهن کې يې د يو بې عقله موجود وجود انځور شي. نه پوهېږو چې وجه تسميه به يې څه وي؟ د ده له بې عقليو څخه يوه دا هم ده چې کله پښه ونيسي بيا په هېڅ تدبير او سوال زارۍ سره هم د مناسب ګام پورته کولو خبره نه مني. بله يې دا ده؛ کله چې په غره يا ځنګل کې له  ليوه سره مخامخ شي نو سترګې پټې کړي، دی  فکر کوي چې ګني لېوه يې نه ويني!

بل ځای وايي په يو ځنګل کې ټولو ځناورو په يو ځای د يووالي، مينې، محبت او سولې په فضا کې ژوند کولو. يوه ورځ د دوی په منځ کې ګېدړې ټوکه وکړه چې ټولو هههههههههه وخندل مګر خره ځکه ونه خندل چې ورباندې پوی نه شو. د خدای(ج) شان ته ګورئ سبا چې همهغه وخت راغی خر له خندا شين شو، شين شو، شين شو ان تر دې چې پر ځمکه ولوېده. ټول ځناور په منډه ورغلل په ورخطايۍ يې ترې وپوښتل، ولې؟ ولې؟ څه خبره ده؟ خره په داسې  حال کې چې خوله يې له خندا سپينه تېښولې وه ځواب ورکړو؛ څومره ههههه  خوندوره ههههه  ټوکه وه!!!

د هېواد د کورونيو جګړو په زمانه (په اويايمه لسېزه) کې چې د چوکۍ پر سر هر ډول وژنې روانې وې چا يو کوڼ خر په ښار کې نندارې ته وړاندې کړی و. دغې کس ويلي يې و چې خره يې د هر چا خبره واوريده او سر يې وخوځوه يوه ښه جايزه به ورکوم.  خلک به راتلل پرخره به يې په زوره زوره د ووشه، ځه لاړه شه او خيخا غږونه کول خو خره به داسې هم نه وې چې چاته وايي!  په دې منځ کې يو تجربه کار سړی خره ته نېږدې راغی په غوږ کې يې پوکی ور وکړو، خره خپل اوږده غوږونه وتړپول او د نه په مانا يې سر وخوځولو! خلکو سړی وپوښتلو چې دا دې کومه خبره ورته وکړه چې خره غبرګون وښود او سر يې وخوځولو؟ سړي وويل؛ د اوسني وخت د پاچاهۍ وړانديز مې ورته وکړ! نو ده د سر په خوځولو سره وويل چې نه يې غواړم!

د خره يو کمال دا هم دی چې په ستړيا نه پوهېږي. هرڅومره کار چې ورباندې کوې دی  د کمزورۍ شرمناکه خبره نه کوي! بل کمال يې دا دی چې يو ځل په لاره لاړ شي بيا په تياره کې هم نه ترې غلطېږي! خو نيګړتيا يې دا ده چې په خټو کې مزل نه شي کولی. رحمان بابا وايي: که هېچا پړکړی نه وي په جهان کې+ و اجل ته لکه خر په خټه پړ شي.

ولې خر هم لکه نور څاروي ستړی کېږي. انسان ته په کار ده چې له څارو سره ظلم ونه کړي. د افغانستان په خونړۍ جګړه کې د انسانانو ترڅنګ څاروي هم په ځانګړي توګه آس او خر بې مرګ او ژوبلې نه دي پاتې شوي. چې دا کار اوس هم روان دی.

پلار مې کېسه کوي: له نن څخه شاوخوا (۲۹) کاله پخوا چې په منګلو کې د حذب اسلامي ښه زور او د وخت دولت پر ضد ښه په درز کې جهاد روان و د خوست مرکز د متون شمال لوري ته د موسی خېلو ولسوالۍ له پولو سره جوخت د (اڅړو) په نوم يو کلی دی، د دغې کلي خلک ډېر خوار او بې وسه وو. دوی د خپل ژوند اړتياوې تر ډېره له مالدارۍ او غره څخه پوره کولې. د دوی غرونه د (مزري) په نوم بوټی لري. دوی به له مزرو څخه کټ پړی، پوزی، کته، ګېرلاڅې، لادونه، ټوکر او داسې نور شيان جوړل بيا به يې د خرو په وسيله خوست بازار ته راوړل او خرڅول. يا به يې وچ مزري د سون لپاره راوړل او خرڅول. خو دا چې مجاهدينو د وخت دولت کافر بللو د دولت د واک لاندې سيمو کې له ټولو خلکو سره يې هر ډول راکړه ورکړه او اړيکي غير شرعي عمل ګرځولی و نو اڅړو نه شول کولی چې د ورځې په مخه خپل توکي د خرڅلاو لپاره بازار او يا سم خوست ته (غرني خلک په سمه کې پروت خوست سم خوست بولي) راکوز کړي مګر د شپې به يې په پټه دا کار کولو. يوه شپه چې ډېرو کلېوالو خپل توکي برابر او پر خرو يې بار کړي بازار ته روان وو چې په لاره کې د مجاهدينو ګزمه ورباندې برابره شوې وه، ټول يې نيولي او غونډ ته بوولي وو. سبا چې په دې پېښه د کلي مشران او سپين ږيري خبر شول غونډ ته ورغلل ايله په څه خواريو زاريو يې له څو شپو بنده وروسته کلېول راخوشي کړل خو خره يې ور نه کړل. د کلېوالو له خلاصون يوه ورځ وروسته د کلېوالو ټول خره چې پنځلس شپاړس به وو د لېونۍ په نوم په يوه کنده کې په ګوليو ويشتل شوي مړه پراته وو.

6 COMMENTS

  1. At the end, I believe that donkeys are NOT brainless, but INNOCENT. However, some people entact brainless while having brain in their head!

  2. مجا هدین خو شه خلق وه خو زموږ رهبران چی فا کولتی یی نه وی لو ستلی او موږ به ورته استاد صا حب انجنر صاحب او فرو فیسر صاحب ویل ا و یوه دله چافړوسان به ورفسی روان وه دسو کلدارو فه خاطر او یا فه خفل قوم کی دشهرت فه خا طر۰۰۰۰ خو نور افغانان فوه شوه صرف لږ بی لکی خره فاتی دی چی فه داسی ظالمو او جابرو مشرانو فسی روان دی خدای ج به هغه هم هوشیار کړی او وطن به جوړ شی نامو سونه به مو فه زای شی ان شا الله

  3. د خره خو د ډیر صفت کړی دی خو دا د نه دی ویلی چی کوم رنګ خره ښه دی او کوم بد کوم یی ښه رویه کوی او کوم یی بد کوم یی لګتی وهی او کوم نه کومه خره با ادبه دی او کوم بی ادبه

  4. ساده ګله تر دا ښایسته ږیری د مور قربان او صدقه شه ! ښه کسیه او دعبرت وړ نکل دی مونږ ته را ړواندی کړی تر ږیره اوشایسته څیره د را وکرڅم ، وطنداره بل څه نه وه ښه دی کړی ، داګلالی او ښایسته ،برده باره با حوصله حیوان د نازولی ، کور دودان ، خو کله چی د کمونیزم خلق برچم وروستی بادشاه ، دا پیښوری لډارانو را نسکور کړ، ولس چیغی کړی ، چی یاربه زمونږ یو غوایی مطلب نجیب وه بیرته را کړه او دا اوه خره بیرته واخله . ساده ګله تاته به هم یاد وی ، خو اوس زه پوه شوم چی خر عقل لری دانسان په خدمت کی دی ، خو دا اوه جمع اتو بی لکیو خروخو اوس به خدای دا وطن ولس تباه اوبرباد کړه الله جلجلاله د ډیر زر دا اوه جمع اته جمع دایو کوټی (چړیانو مشر) ، کرزی او دخلق برچم بګیللان سره له انډیوالانو او پیروانو په خپل قدرت سره دافغان مسلمان اولس له سره درکم کړه . امین
    ساده ګل جبار خيل زنده باد سره له مینی او محبت چی له یو ځوریدلی حیوان سره یی ښودلی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب